د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي د مدیره پلاوي د غړي ښاغلی الحاج عبدالله رحیمي، د هېواد ملي سوداګر ښاغلي فریدون هاشمي او د هېواد یو شمېر سوداګرو په حضور کې د تولیدي ماشین‌الاتو د نړیوال نندارتون په څنډه کې، د چین د شینګداو نړیوال نندارتون مرکز له رئیسې سره د سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او غونډو د جوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
یاد هوکړه لیک د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د توکو او خدمتونو د تبادلې اسانولو په موخه لاسلیک شوی دی.
د دې هوکړې له مخې به چینایي سوداګر او تولیدوونکي په ځانګړې توګه د صنعتي ماشین‌الاتو تولیدوونکي، د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او د بازارموندنې او معرفۍ په موخه به خپل بېلابېل ماشین‌الات نندارې ته وړاندې کړي.
دا همکاري کولای شي د افغان تولیدوونکو لپاره د نویو بازارونو د موندلو ترڅنګ په هېواد کې د تولیداتو او خدماتو د کیفیت په لوړولو کې هم مهم رول ولوبوي. همدارنګه د ګډو نندارتونونو او غونډو جوړول به د تجربو او نوې ټکنالوجۍ د تبادلې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
هیله ده، چې دغه هوکړه لیک د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د یوه اغېزناک ګام په توګه ثابت شي او د دواړو هېوادونو د دوامدارې ودې او پرمختګ لامل به وګرځي.
 
جمعه، د چنگاښ ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي د یوه پلاوي په مشرۍ، چې د مدیره پلاوي غړی ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي، د هېواد ملی سوداګر ښاغلي فریدون هاشمي او یو شمېر مخکښ اقتصادي فعالان هم ورسره مل وو، د چین د شینګداو ښار د تولیدي ماشین‌الاتو په ۲۳م نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
 
د پانګونې مرستیال د نندارتون د بېلابېلو غرفو د لیدنې پر مهال، د عصري ټکنالوجۍ له تولیدوونکو او عرضه کوونکو سره خبرې وکړې او د افغانستان د تولیدي بنسټونو د عصري کولو په موخه یې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي عظیمي د نندارتون د پرانېستې په مراسمو پرمهال په خپلې وینا کې د چینایي چارواکو د مېلمه‌پالنې مننه وکړه او د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د دوامدارې پراختیا لپاره مهم فرصت وباله.
نوموړي د افغانستان د نوي اقتصادي لیدلوري په اړه وویل، چې افغانستان اوس له نړیوالې ټولنې سره د رغنده تعامل نوي پړاو ته داخل شوی دی. هغه د افغانستان سټراټیژیک جغرافيوي موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې د نښلوونکې څلورلارې حیثیت لري، چې د سویلي، مرکزي او ختیځې اسیا مهم بازارونه سره نښلوي او دا ځانګړی موقعیت د ټرانزیټ، سوداګرۍ او سترو پانګونو لپاره بې‌ساري فرصتونه رامنځته کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال زیاته کړه، چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا د دوامدار ثبات، هوساینې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره مهم شرط دی. هغه ټینګار وکړ، چې د خصوصي سکټور مسؤلیت یوازې په سوداګریزو راکړو ورکړو پورې محدود نه دی، بلکې د ارزښتونو په رامنځته کولو، د نوښتونو په ملاتړ او د ګډې سولې او اقتصادي ودې پر بنسټ د راتلونکي په جوړولو کې هم مهم رول لري.
د خپلو خبرو په پای کې ښاغلي عظیمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې بشپړ چمتووالی څرګند کړ، چې د نړیوالو شرکتونو فعالیتونه اسانه کړي. نوموړي وویل، چې خونه به د باوري سوداګریزو شریکانو په پېژندنه، د سوداګرو ترمنځ د تخصصي (B2B) غونډو په جوړولو او د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د پانګونې د غوره فرصتونو په معرفي کولو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
پنج‌شنبه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کنفرانسونو په تالار کې د الکترونیکي پیسو او تادیاتو شرکتونو د یو شمېر کارکوونکو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام د خونې د مشرتابه یو شمېر غړو په حضور کې ترسره شو.
 
په دې پروګرام کې د خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د مدیره پلاوي غړی او د ودانیزو چارو او زيربناوو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج محمد قاسم امرخېل او ښاغلي الحاج غلام یحیی پښتون او همدارنګه د مالي او اداري چارو مرستیال او د عامل ریاست سرپرست ښاغلي زین الله حسني د افغانستان د برېښنايي مالي سیسټم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او یاد شرکتونه یې د دې بهیر د لا پیاوړتیا لپاره وهڅول.
ویناوالو د برېښنايي پیسو د سیسټم لا پراختیا غوښتنه وکړه او له هغو شرکتونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې فعالیت کوي، خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي او ټولنه د بازار له دې نوې او عصري طریقې سره لا ډېره اشنا کړي.
وروسته د افغانستان د برېښنايي پیسو او تادیاتو مؤسسو د اتحادیې رئیس ښاغلي سید رحیم شاه اغا ګډونوالو ته مالوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ.
 
چهارشنبه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې خپله فوق‌العاده ناسته کې د خصوصي سکټور د یو لړ ستونزو تر څېړلو وروسته د مدیره پلاوي د سټراټيژیکو اړیکو مرستیال د ټاکلو او د دې بست د اړتیا په اړه د خونې د سټراټیژیکو چارو د ښه‌والي او پراختیا لپاره بحث او د نظر تبادله وکړه. د ناستې په پایله کې ښاغلی مجیب الرحمن شېرزاد د سټراټیژیکو اړیکو د مرستیال او هم‌مهاله د مدیره پلاوي د غړي په توګه وټاکل شو.
 
همدارنګه د خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې په جلا غونډه کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د خدماتو مرستیال الحاج عنایت الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال الحاج عبدالنافع بارکزي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس الحاج ذبیح الله عمرخېل، د مدیره پلاوي غړي الحاج یحیی پښتون، د مالي او اداري چارو مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست زین‌الله حسني، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال احمد شکیل حازم او د خونې د یو شمېر کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ښاغلی مجیب الرحمن شېرزاد د سټرټیژیکو اړیکو د مرستیال او هم‌مهاله د مدیره پلاوي د غړي په توګه د دې ادارې کارکوونکو ته معرفي شو.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي شېرزاد ته د سټراټيژیکو اړیکو د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د دې بست رامنځته کول یې د خونې د کاري ظرفیت د لوړولو او پیاوړتیا لپاره اړین او اغېزناک وبلل.
ښاغلي شېرزاد په خپلو خبرو کې د خونې مشرتابه د باور مننه وکړه، چې نوموړی یې د دې مسؤلیت لپاره وړ بللی دی. هغه ژمنه وکړه، چې د خونې د سیمه‌ییز او نړیوال مقام د لوړولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي او په دې برخه کې یې د خونې د ټولو مشرتابه غړو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی مجیب الرحمن شېرزاد د هېواد له ملي سوداګرو دی او د لوړو زده‌کړو ترڅنګ پراخ مسلکي ظرفیت هم لري. نوموړی د مديرت په برخه کې له پاکستان او له سويس څخه په پراختيايي پاليسۍ کې ماسټري لري او له جاپان څخه د اداري پراختيا په برخه کې فيلوشيپ لري. ښاغلي شيرزاد د شلو کلونو کاري تجربې په لرلو سره په بېلابېلو مهمو دولتي ادارو کې د معینیت تر کچې دندې کړې دي.
 
پنجشنبه، د چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
 

محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان، عصر دیروز با محترم قاری محمد ابراهیم خلیل، رئیس کنترول کیفیت مواد نفتی در دفتر ریاست عمومی اتاق ملاقات کرد.
 
در این دیدار که محترم الحاج میراجان سلیمان‌خیل معاون پالیسی و روابط با حکومت، الحاج سلیمان احمدیار عضو هیئت مدیره اتاق، الحاج مایل خیر خواه و تعدادی از تاجران مواد نفتی نیز حضور داشتند، روی چگونگی روند واردات مواد نفتی با کیفیت به افغانستان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
آقای هاشمی، ضمن قدر دانی از تلاش و همکاری ریاست کنترول کیفیت مواد نفتی در زمینه رسیدگی به مشکلات تاجران مواد نفتی، برخی از چالش های موجود در بنادر تجارتی، گمرکات و لابراتوار های کنترول و تثبیت کیفیت مواد نفتی را یادآور شده و رسیدگی به این چالش ها را در شرایط حساس اقتصادی منطقه، مهم خواند.
محترم قاری ابراهیم خلیل، پس از استماع نظریات و پیشنهادات رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان و تاجران حاضر در مجلس، روی یک سلسله فعالیت های تخنیکی سیستم کنترول کیفیت مواد نفتی به تفصیل معلومات ارئه کرد. وی، با قدردانی از رهبری اتاق تجارت مبنی بر تلاش برای حل برخی از چالش ها میان تاجران و ریاست کنترول کیفیت؛ خاطر نشان کرد که سکتور خصوصی و یا مسئولان حکومتی همه در جهت خدمت گزاری به کشور و مردم مسئولیت های دارند که با رعایت قوانین و مقرره ها، روند واردات مواد نفتی به افغانستان را به گونه نورمال و مصئون انجام دهند.
 
سه شنبه، 16 سرطان 1405
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې فوق‌العاده تاسته د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ، چې په کې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ولایتي چارو مرستیال الحاج فیض احمد خوافي، د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال الحاج عبدالنافع بارکزي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس الحاج ذبیح‌الله عمرخېل، د مالي او اداري چارو مرستیال او د عامل پلاوي ریاست سرپرست زین‌الله حسني او د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال احمد شکیل حازم ګډون درلود، د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
 
د ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي د اجرائیه کمېټې فوق‌العاده ناستې رابللو پر اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل، چې د خونې د دندو پراختیا، د اصلاحاتو او عصري کېدو چټکتیا، د مدیره پلاوي او عامل پلاوي ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د پرېکړو تعقیب او د مدیره پلاوي د رئیس سټراټیژیکو مسؤلیتونو ملاتړ لپاره د مدیره پلاوي په تشکیل کې د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیالۍ بست رامنځته کول مهم او اړین دي.
وروسته ګډونوالو د اجنډا بېلابېل موضوعات هر اړخیز وڅېړل، چې په کې د مدیره پلاوي په تشکیل کې د سټراټیژیکو اړیکو د مرستیالۍ بست رامنځته کول، د وچې مېوې اتحادیې لوري مديره پلاوي ته د پنځو غړو د مدیره پلاوي غړیتوب ته معرفي کول، په سرپل ولایت کې د خونې جوړول، د سالنګ لارې د درنو بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل کېدل، د یو یا څو تخصصي کمېټو جوړول، د افغانستان او چین د ګډ رېل پټلۍ کنسرسیوم رامنځته کول، د عامل پلاوي د ریاست استخدام پروسه او د هېواد بازارونو ته د کافي معیاري نفتو او ګازو د برابرولو موضوعات شامل وو.
د یادو موضوعاتو له هر اړخیز بحث وروسته ښاغلی مجیب الرحمن شیرزاد د میاګل خان زوی د هغه د علمي، تخصصي او مسلکي تجربو په پام کې نیولو سره، د مدیره پلاوي د غړي او هم‌مهاله د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیال په توګه وټاکل شو. همدارنګه د اجنډا د نورو موضوعاتو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.
 
پنجشنبه، د چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...