د اذربایجان له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه.

سې‌شنبه، د وږي ۲۴مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د اذربایجان له سفیر ښاغلي الهام محمدوف سره وليدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ګډو پانګونو زیاتوالي او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه، تاریخي او کلتوري ګډو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ د صنعت، کرنې او کانونو په برخو کې د افغانستان شته ظرفیتونو یادونه، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او اذربایجان ته يې د افغاني محصولاتو د صادراتو پراختیا غوښتنه وکړه.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د اذربایجان له سفیر څخه وغوښتل، چې له هغو افغان سوداګرو سره د سوداګريزو د اسانتیا په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي، چې له اذربایجان څخه د پټرولو او ډیزلو د پېرلو او واردولو په موخه فعالیت کوي او د هغوی د اړیکو زمینه د دغه هېواد له معتبرو شرکتونو او عرضه‌کوونکو سره برابره کړي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه د اذربایجان سوداګر او پانګوال د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره راوبلل. ټاکل شوې دغه نندارتون د تلې میاشتې په ۱۵مه په کابل کې پيل شي. نوموړي له اذربایجاني سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې له ګډون څخه په گټې اخېستنې د افغانستان له سوداګریزو او د پانګونې فرصتونو څخه له نږدې خبر شي.
په همدې حال کې په کابل کې د اذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هڅو مننه وکړه او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
نوموړي د امام ابوحنیفه (رح) په نندارتون کې د اذربایجاني سوداګرو او پانګوالو د ګډون بلنه هم وستایله او هیله یې څرګنده کړه، چې سږ کال به د اذربایجان خصوصي سکټور استازي په دغه نندارتون کې لا پراخ حضور ولري.
دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کولو او د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره له شته ظرفیتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ.