د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس‌ الحاج سید کریم هاشمي د نکسورا ګروپ د شرکت له رئیس ښاغلي ظهور مدبر او د هغه له ټیم سره په خپل دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي ظهور د نکسورا ګروپ د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، او څرګنده یې کړه چې شرکت یې چمتو دی د هېواد د سوداګریز وضعیت د ښه والي او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره خپلې طرحې له اتاق سره شریکې کړي.
ښاغلي هاشمي د نکسورا ګروپ د کړنو هرکلی وکړ، او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې طرحې او نظریې د افغانستان د اقتصادي ودې، د تولیدي سکتور د پیاوړتیا، او نورو اړونده برخو د پرمختګ لپاره په لیکلې بڼه له اتاق سره شریکې کړي.
 
 
شنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي د هلمند، ننګرهار، کنړ، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو د سادات قوم له مشرانو سره په خپل دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلیو: سید فرهاد اکبري، سید عبدالاحد آغا او سید نور هاشمي د سادات قوم په استازولۍ خبرې وکړې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د رهبرۍ له کړنو او لاسته راوړنو یې ملاتړ څرګند کړ، او د سادات قوم د خلکو یو شمېر شته ستونزې یې هم یادې کړې. هغوی د دغو ستونزو د حل په برخه کې د اتاق له عمومي رئیس د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي له دوی څخه د مننې تر څنګ وویل، چې د هېواد د ټولو اقوامو ملاتړ او همغږي د خصوصي سکتور د پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري. نوموړي ډاډ ورکړ چې د سادات قوم یادې ستونزې به د اړوندو حکومتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل لپاره به جدي هڅې وکړي.
 
شنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۴
 

په یوه جلا ناسته کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي ریاست په دفتر کې تر سره شوه، یو شمېر مرستیالان او د کندهار اتاق اته تنه غړي د مدیره پلاوي د نویو غړو په توګه حاضرینو ته معرفي شول چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
ښاغلو: الحاج گلبهار حبیبي د سوداګرۍ د مرستیال په توګه، الحاج فیض محمد خوافی د ولایتونو د چارو د مرستیال په توګه، حاجي حبیب‌الله عمر د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال په توګه او حاجي عبدالنافع د کورني تولید د ملاتړ د مرستیال په توګه؛ او همدارنګه حاجي محمد یوسف مهمند، حاجي عبدالروف کاکړ، حاجي سیف‌الله اچکزی، حاجي مسعود راحت، حاجي محمد ظاهر اچکزی، حاجي نعمت‌الله پوپل او حاجي داود بارکزی د مدیره پلاوي د نویو غړو په توګه د ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوونې اتاق د عمومي رئیس لخوا په غونډه کې حاضرینو ته معرفي شول.
ښاغلي هاشمي دوی ته د دې ستر ملي مسؤلیت مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور او د هېواد د خلکو د خدمت لپاره ځانونه چمتو کړي. په عین وخت کې ټولو معرفي شویو غړو د خصوصي سکتور د یووالي د ټینګښت او د خلکو او ټولنې د خدمت په لړ کې خپله ژمنه څرګنده کړه.
 
 
 
پنجشنبه، د تلې ٢٤مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس‌ الحاج سید کریم هاشمي، مرستیالان او د مدیره پلاوي یو شمېر غړي د رئیس‌الوزرا له محترم اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر سره په قصر نمبر (۱) کې وکتل.
په دې لیدنه کې د خصوصي سکتور پر یو لړ شته ستونزو مفصل بحث وشو. همدارنګه د یوې سترې سهامي کمپنۍ د جوړېدو پر طرحه خبرې وشوې، چې موخه یې د نړیوالو معیارونو له مخې د نفتو د تصفیه‌خانې تاسیس دی. دا تصفیه‌خانه به د لوړ تولید ظرفیت ولري او د هېواد د خلکو د نفتو یوه لویه برخه اړتیاوې به پوره کړي.
محترم الحاج ملا عبدالغني برادر د اتاق د مشرتابه د دغه نوښت هرکلی وکړ، د هېواد له سوداګرو او پانګه‌والو سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ، او دغه ګام یې د هېواد د ځان‌بسیا په لور یو مهم ګام وباله.
 
شنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلی آرین زلگی عظیمي، د اتاق د مشرتابه پلاوي د غړو ښاغلو عبدالله رحیمي او عبدالصبور احمدي په حضور کې، د اسلامي امارت له سفیر ښاغلي شیخ مولوي عبدالغفار بحر سره لیدنه ترسره کړه.
په ازبیکستان کې د اسلامي امارت سفیر، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د سفارت له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلله او د افغانستان د سوداګرۍ اتاق د استازولۍ د پرانیستلو په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي عظیمي د سفارت له اغېزمنو همکاريو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د اتاقونو او د ازبیکستان د حکومت په همکارۍ د افغان سوداګرو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي دي. د بېلګې په توګه، د سوداګریزې اقامې لګښت چې پخوا ۲۵۰ زره ډالره و، اوس ۵۰ زره ډالرو ته راټیټ شوی دی. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د کورنیو او بهرنيو پانګونو د ښه فرصتونو په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، د تلې ۲۲مه، ۱۴۰۴

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي د کابل ښار میشت د فاریاب ولایت د خلکو د شورا له رئیس او مشرانو سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
په دې لیدنه کې د فاریاب ولایت د خلکو شورا د خپلو ستونزو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو د ویزو د صدور په بهیر کې د اسانتیاوو د نشتوالي مسئله د اتاق له عمومي رئیس سره شریکه کړه او د هغه د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د فاریاب ولایت د خلکو د شورا له غړو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړه، چې د خصوصي سکتور او خلکو مشروع غوښتنې د اتاق د رهبرۍ د کار مهمه برخه ده، او ژمنه یې وکړه چې یادې ستونزې به د اړوندو حکومتي مقاماتو سره شریکې کړي او د حل لپاره به لازمه همکاري ترسره کړي.
 
شنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۴
 

مقالات دیگر...