سې‌شنبه، د لړم ۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي اجرائیه کمېټې اوولسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د اجرائیه کمېټې د غړو دوامدار حضور او فعالې ونډې د قدردانۍ ترڅنګ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي د هېواد خدمتګاران او د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ په برخه کې مسؤولیت‌ منونکې شخصیتونه وبلل.
د خونې عمومي رئیس د لا زیاتې قانون‌مندۍ، د اداري او تشکیلاتي اصولو او مقرراتو د رعایت، د یووالي او همغږۍ روحیې د پیاوړتیا، مسؤولیت‌ منلو، حساب ورکولو او له مراجعینو سره د نېک چلند پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ د مدیره پلاوي له غړو، مسؤولینو او د عامل ریاست له کارکوونکو وغوښتل، چې صداقت، ژمنتیا او د اداري اصولو رعایت ته د خپلو ورځنیو فعالیتونو په سر کې لا ډېر ځای کړي.
ښاغلي هاشمي سالم مدیریت، مسؤولانه رهبري او د کارکوونکو منظم فعالیتونه د هرې ادارې د بریا او پرمختګ له اساسي عواملو څخه وبلل او څرګنده یې کړه، چې مدیریتي کمزورتیا او اداري مسؤولیتونو ته نه پاملرنه، کولای شي د خدمتونو کیفیت او د سازماني موخو ترلاسه کولو بهیر وننګوي.
نوموړي همدارنګه په اداري چارو کې د شخصي سلیقو د پلي کېدو او د شخصي غوښتنو د تحمیل مخنیوي پر ارزښت له ټینګار سره څرګنده کړه، چې د اصولو او تشکیلاتي جوړښت درناوی د يو بل منلو، د همکارۍ فرهنګ پیاوړتیا، د ټیمي کار پر بنسټ د چارو پرمخ وړل، د اغېزناک مدیریت، د خدمتونو د کیفیت لوړولو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د موخو ترلاسه کېدو ته زمینه برابروي.
د ناستې په دوام کې د اجرائیه کمېټې غړو د ټاکل شوې اجنډا پر موضوعاتو، چې پکې د ولایتي خونو د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د ارزونې لپاره د کاري کمېټې ټاکل، په کابل کې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون جوړولو د مقدماتي چارو پیل او د سهامي شرکت د جوړښت اړوند پړاوونو پیل شامل وو؛ بحث او د نظرونو تبادله وکړه. د موضوعاتو د بېلابېلو اړخونو له ارزونې وروسته د اړوندو کاري کمېټو مسؤولین او غړي وټاکل شول.
همدارنګه د خونې عامل رئیس ښاغلي محمد جبران مدثر له لوري د خونې د اداري او اجرائیه چارو په تړاو یو شمېر وړاندیزونه مطرح شول، چې د اجرائیوي کمېټې د غړو له خوا تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.
د اجرائیه کمېټې غړو د ناستې په ترڅ کې د ټاکل شوې اجنډا لس موارد وڅېړل او د موضوعاتو بېلابېلو اړخونو تر ارزونې وروسته یې یو شمېر موارد د رایو په اکثریت تصویب کړل.
په دې ناسته کې د عمومي ریاست د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د عمومي ریاست د اقتصادي پراختیا مرستیال ښاغلي الحاج نوراحمد خان نورعالم، د عمومي ریاست د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د عمومي ریاست د ولایتي خونو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د عمومي ریاست د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د عمومي ریاست مالي رئیس ښاغلي الحاج خلیل‌الله خیرخواه، د عمومي ریاست د سټراټیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د دارالانشاء رئیس ښاغلي الحاج ذبیح‌الله عمرخېل او د عامل پلاوي رئیس ښاغلي محمد جبران مدثر حضور درلود.

جمعه، د لړم لومړۍ، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌اباد ښار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ترکمنستان د نفت او ګاز په نړیوال کنفرانس او نندارتون (OGT 2026) کې، چې د اکټوبر په ۲۱ او ۲۲مه ترسره شو، ګډون وکړ.
همدارنګه د خونې عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د عمومي ریاست د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو یو شمېر افغان سوداګرو هم په دې کنفرانس او نندارتون کې ګډون درلود.
دغه نړیوال کنفرانس او نندارتون د ترکمنستان او د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړو چارواکو، د اقتصادي بنسټونو مسئولینو، پانګوالو او د نفت او ګاز په صنعت کې د فعالو نړیوالو شرکتونو د استازو په حضور کې پرانېستل شو. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي هم د پرانېستې په مراسمو کې ګډون درلود.
د کنفرانس او نندارتون په څنډه کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس ښاغلي مرګن ګوردوف او د نفت او ګاز د سترو نړیوالو شرکتونو له مسئولینو سره لیدنې او خبرې وکړې. په دغو لیدنو کې د افغانستان او ترکمنستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پر معرفي کولو، د بهرنیو پانګونو پر جلبولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو د پراختیا پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ د نړیوالو شرکتونو مسئولین او پانګوال افغانستان ته راوبلل، څو د هېواد شته اقتصادي ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه له نږدې وڅېړي او د افغانستان له خصوصي سکټور سره د همکاریو مناسبې زمینې وپېژني.

دوشنبه، د تلې ۲۷ مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رياست د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر په مشرۍ پلاوي د اندونېزیا په پلازمېنې جاکارتا کې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې (KADIN) او بهرنیو چارو وزارت له استازو سره خبرې کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د بلخ او کابل خونو د مشرتابه پلاوي غړو او د اندونېزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغانستان د دوه‌ اړخیزې کمېټې مرستیال ښاغلي هرمان سیسوانتو، د یادې خونې د کرنې برخې مرستیالې مېرمن ډیوي ارنا رحماوتي او د اندونېزیا بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا برخې مرستیال رئیس ښاغلي جدوت سوتویو حضور درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر د خبرو پر مهال د افغانستان او اندونېزیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه لري او د اندونېزیا سوداګر او پانګوال کولی شي د ګډو همکاریو له لارې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي په ځانګړي ډول د کانونو، کرنې، برېښنا او انرژۍ، صنعت او نورو تولیدي سکتورونو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې او د اندونېزیا له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل، چې د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو د ارزونې او د پانګونې عملي پروژو پلي کولو لپاره خپل حضور او فعالیت پراخ کړي.
همدارنګه ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو نندارتونونو د ترسره کولو، د ګډو سوداګریزو پروګرامونو د تنظیم او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان او اندونېزیا د سوداګرۍ خونو ترمنځ د یوې ګډې کاري کمېټې د جوړولو وړاندیز هم وکړ، څو د سوداګرۍ او پانګونې لومړیتوبونه مشخص او د ګډو همکاریو لپاره منظم کاري میکانېزم رامنځته شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، دغه راز د اندونېزیا د سوداګرو د یوه پلاوي د سفر لپاره د بلنې، په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو سره د هغوی د بلدتیا او د راتلونکو سوداګریزو ناستو او نندارتونونو د تنظیم غوښتنه وکړه. هغه همدارنګه د سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا، په ځانګړي ډول د ویزو د بهیر د ساده کولو او چټکتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د اندونېزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازو د سوداګرۍ او پانگونې خونی پلاوي ته در ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د وړاندیزونو هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې فرصتونو د پېژندنې، د سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ او د ګډو پروګرامونو د تنظیم په برخو کې د همکارۍ لېوالتیا څرګنده کړه.

چهارشنبه، د تلې ۲۹مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي ریاست سټراټیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت د «پانگونې ۱۰۰۰ فرصتونو او پروژو» د معرفۍ په ناسته کې ګډون وکړ.
نوموړي د دې نوښت هرکلی وکړ او د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو پراختیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ملي اقتصاد د ودې په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
ښاغلي شېرزاد ټینګار وکړ، چې د معرفي شویو پروژو عملي کېدل د اړینو اسانتیاوو برابرولو، په اداري بهیرونو کې د روڼتیا، بېخبناوو او مالي سرچینو ته د لاسرسي او د پروژو تعقیب لپاره د یوه اغېزناک میکانېزم رامنځته کولو ته اړتیا لري.
نوموړي همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چمتووالی په ډاګه کړ، چې له صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو ادارو سره د پانګوالو معرفۍ، د پانګونې فرصتونو د پېژندنې او د پانګونې پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ناستې په پای کې پر عملي پروژو د پانګونې فرصتونو بدلولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د افغانستان اقتصادي ودې په موخه د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وشو.

یکشنبه، د تلې ۲۶مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې تخصصي کمېټې ناسته د خونې عمومي ریاست د سټراټیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د عمومي ریاست مالي رئیس ښاغلي الحاج خلیل خیرخواه، د کرنې کمېټې رئیس ښاغلي الحاج مطیع‌الله ګردېزي، یو شمېر سوداګرو او د کرنیز سکټور د اتحادیو غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د غیرمعیاري عضوي او کیمیاوي سرو د تولید، عرضې او پلور شته ستونزې وڅېړل شوې. ګډونوالو د هغو سرو د تولید او عرضې په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې اړین کیفیت نه لري، تخنیکي معیارونه پکې نه مراعاتېږي او په ځینو مواردو کې د بهرنیو برانډونو له نومونو او نښو څخه په ناسم ډول ګټه اخېستل کېږي.
د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د غیرمعیاري سرو کارول د خاورې، کرنیزو محصولاتو او د ځمکو د حاصل ورکولو وړتیا ته زیان رسولی او بزګرانو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولی شي. دوی همدارنګه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه تولیدات باید د کیفیت معیارونه، تخنیکي اصول او د فکري مالکیت حقونه مراعات کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې دا موضوع دې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو مراجعو له لارې تعقیب شي او که سرغړونې ثابتې شي، د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې دې لازم قانوني اقدامات وشي. همدارنګه، د غیرمعیاري محصولاتو د عرضې د مخنیوي او د قانون‌پالو سوداګرو او تولیدوونکو د ملاتړ په موخه، د مسوولو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

سې‌شنبه، د تلې ۲۸مه، ۱۴۰۵
 
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د ښاغلي الحاج عبدالاحد خان صدیقي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد سره په لیدنه کې د مرکزي خونې او ولایتي استازولیو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو پر حل او د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج مسعود راحت، د کندهار خونې د مدیره پلاوي له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج بهاوالدین او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شخړو د حل څانګې رئیس ښاغلي حافظ عبدالظاهر هم حضور درلود.
په دې ناسته کې د صادراتو مرکز ستونزې په ځانګړي ډول د مبدأ سند او صادراتي انوایس د صادرولو ستونزې او د پانګونې د ملاتړ صندوق کمېټې په چوکاټ کې د پروژو د ټاکلو موضوع وڅېړل شوه.
په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو پر تعقیب او په هېواد کې د سوداګرۍ، پانګونې او صادراتو د ودې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

مقالات دیگر...