چهارشنبه، د وږي ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت د افغانستان او د روسیې د داغستان جمهوریت د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریز تواصل (B2B) ناسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو په موخه د ۱۴.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ټوله‌يیز ارزښت څلور هوکړې لاسلیک شوې.
په دې ناسته کې د داغستان ۱۵ او د افغانستان ۴۵ شرکتونو، چې په بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو سکتورونو کې فعالیت کوي، د سوداګرو او د خصوصي سکټور د استازو ترڅنګ ګډون کړی و.
په مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب‌الله عمر، د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال مجیب الرحمن شېرزاد، خدماتي مرستیال الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د مدیره پلاوي غړو الحاج یحیی پشتون او قاري صاحب شکرالله عالمي، د خونې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي زین‌الله حسني، او ګڼ شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب‌الله عمر په خپله وینا کې وویل، چې د افغانستان او داغستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او دا ډول ناستې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصتونه برابروي.
نوموړي د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول کرنې، کان‌کېندنې، تولید، د خوراکي توکو پروسس، انرجۍ، ټرانسپورټ، ساختماني چارو او خدماتو کې شته ظرفیتونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه، چې د داغستان له ورته اقتصادي ظرفیتونو سره د افغانستان د خصوصي سکټور د ظرفیتونو نښلول کولای شي د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، ګډو پانګونو او ګډو تولیدي پروژو د پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
الحاج عمر زیاته کړه، چې د افغانستان خصوصي سکټور لېوالتیا لري، څو له داغستان سره سوداګریزې اړیکې له محدودو توکو او انفرادي معاملاتو څخه د پراخو او دوامدارو اقتصادي همکاریو تر کچې ورسوي. نوموړي د سوداګریزو پلاوو د متقابل تګ راتګ، د ګډو نندارتونونو او اقتصادي ناستو د جوړولو، د بازارونو په اړه د معلوماتو د تبادلې، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ اسانتیاوو د رامنځته کولو او د ګډو پانګونو د فرصتونو معرفي کولو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د داغستان سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وڅېړي. نوموړي همداراز وویل، چې افغان سوداګر او پانګوال د داغستان په بازار کې شته د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو ته لېوالتیا لري.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو د پراختیا او د ګډو اقتصادي او تولیدي پروژو د پلي کېدو په برخه کې هر ډول لازمې همکارۍ ته چمتوو ده.
په ورته وخت کې، د داغستان د سوداګرۍ خونې مرستیال ارسلان غمزه‌دوف د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې وستایلې. نوموړي وویل، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو د زیاتېدو په پایله کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته شوي دي.
غمزه‌دوف د افغانستان او د روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې لوجيسټیکي موضوعات مهم وبلل او د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره یې د موجودو لوجيسټیکي ستونزو د حل او د ټرانسپورټي او سوداګریزو اسانتیاوو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې، د افغان او داغستاني سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ترسره شوو B2B بحثونو او مذاکراتو په پایله کې څلور سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې، چې ټوله‌يیز ارزښت یې ۱۴.۵ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه تمه لري، چې د دغو هوکړو عملي کېدل به د افغانستان او د روسیې داغستان ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي، د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاويو ترمنځ په ترکیې کې دوستانه او رغنده ناسته ترسره شوه، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د پانګونې نویو فرصتونو رامنځته کول یې د بحث اساسي محورونه وو.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د افغان پلاوي په مشرۍ ګډون کړی و او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی فیض احمد خوافي يې هم ملتيا کوله.
ښاغلي سید کریم هاشمي د دواړو هېوادونو پراخو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو ته په اشارې د عملي همکاریو پر پراختیا، د دواړو خونو ترمنځ د بنسټیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان او ترکیې د سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ترمنځ د مستقیمو او دوامدارو اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه، چې ترکیه د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګریزو شریکانو ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا لپاره شته ظرفیتونه د اوسنیو راکړو ورکړو له کچې ډېر لوړ دي. ښاغلي هاشمي همدارنګه د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ، د ګډو پانګونو پر پراختیا او ترکي پانګوالو ته په افغانستان کې د شته اقتصادي فرصتونو پر معرفي کولو هم ټينګار وکړ.
د لیدنې په یوه بله برخه کې په نندارتونونو او اقتصادي پروګرامونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، شرکتونو او تولیدوونکو پر حضور هم بحث وشو. دواړو لورو ټینګار وکړ، چې د سوداګرو د تګ راتګ زیاتوالی او په نندارتونونو يې ګډون کولای شي د بازارونو د لا ښه پېژندنې او د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
په همدې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوي ته په افغانستان کې د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه، چې دغه بلنه د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه له لوري ومنل شوه.
همدارنګه د بحث په نتيجه کې د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه د دواړو خونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک د طرحې او لاسلیک وړاندیز هم وکړ. دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د یوه منظم او دوامدار چوکاټ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه هم له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اقتصادي فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د تعامل زیاتوالي لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
د ناستې په وروستۍ برخه کې ښاغلي فیض احمد خوافي د افغانستان او ترکیې د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو او پانګونو لپاره د زمینه‌سازۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي د سوداګرو تګ راتګ زیاتوالی او د سوداګریزو پلاوو تبادله د اقتصادي اړیکو د پراختیا له اغېزناکو لاملونو وبلل.
دغه لیدنه په دوستانه فضا او د استانبول د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي په تود هرکلي سره ترسره شوه. دواړو لورو د اړیکو پر دوام، د همکاریو د هوکړه‌لیک موضوع پر تعقیب، د سوداګرو د تګ راتګ پر زیاتوالي، په نندارتونونو کې پر ګډون او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي او پانګونې همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

چهارشنبه، د وږي ۴مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې لومړنۍ ناسته د مدیره پلاوي د سټراټېژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌ الرحمن شېرزاد، د مدیره پلاوي غړي او د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي ذبیح‌الله صمیم، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال او د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني او د کمېټې د یو شمېر غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د مدیره پلاوي د سټراټېژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌ الرحمن شېرزاد د تخصصي کمېټو د منظم او پلان شوي فعالیت او ناستو پر اهمیت ټینګار وکړ او د هېواد په اوسنیو شرایطو کې یې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې رول په ځانګړي ډول د خصوصي سکټور، سوداګرۍ او پانګونې د ودې او پراختیا په برخه کې مهم او اساسي وباله.
نوموړي وویل، چې معلوماتي ټکنالوجي او مصنوعي ځیرکتیا د خصوصي سکټور او معاصر اقتصاد له اساسي اړتیاوو څخه دي او له دغو ظرفیتونو څخه سمه ګټه اخېستنه کولای شي د سوداګرۍ د ودې، د کاري وړتیا زیاتوالي، د لګښتونو کمښت او د اقتصادي فعالیتونو د عصري کولو زمینه برابره کړي.
ښاغلي شېرزاد د شرکتونو، سوداګریزو فعالیتونو او پانګونې چارو د عصري کولو او کمپیوټري کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د کمېټې له رئیس او غړو څخه یې وغوښتل، چې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د سکټور وضعیت په هر اړخیز ډول وڅېړي، شته ستونزې او فرصتونه په ګوته کړي او د دغه سکټور د پراختیا لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې کمېټه باید د شته فرصتونو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب او جذب زمینه هم وڅېړي او د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او مصنوعي ځیرکتیا اړوندو د پانګونې پروژو په معرفي او اسانتیا کې فعال رول ولري.
د مدیره پلاوي د سټراټېژیکو چارو مرستیال همدارنګه ټینګار وکړ، چې د دغه سکټور د ستونزو او ننګونو په اړه باید له اړوندو امارتي ادارو سره خبرې او همغږي وشي، څو شته ستونزې په ګوته او د هغو د حل لپاره مناسبې او عملي لارې چارې ولټول شي.
نوموړي همدارنګه په ملي، زیربنایي، پانګونې او سوداګریزو پروژو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مصنوعي ځیرکتیا ظرفیتونه باید د هېواد د سترو پروژو په طرحه کولو، مدیریت، تحلیل او پراختیا کې په اغېزناک ډول وکارول شي.
ښاغلي مجیب‌ الرحمن شېرزاد د خپلو خبرو په دوام کې د خصوصي سکټور د ټولو مالي، اداري او عملیاتي سیسټمونو د ډیجیټلي کولو او کمپیوټري کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، چې ټول سوداګریز او صنعتي شرکتونه، کاروبارونه او متشبثین باید په تدریجي ډول په کمپیوټري او انلاین سیسټمونو سمبال شي، څو د هغوی مالي او اداري چارې چټکې، رڼې، اغېزناکې او د څارنې وړ شي.
نوموړي همدارنګه د خصوصي سکټور د مالي او حسابدارۍ سیسټمونو د مالیې وزارت له سیسټمونو سره د نښلولو لپاره د یوه ټاکلې پلان پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه کار کولای شي د عوایدو د تېښتې په مخنیوي، د مالیاتي روڼتیا په زیاتوالي او د مالیاتي پروسو په ساده کولو کې مهم رول ولري.
د ښاغلي شېرزاد په وینا دغه سیسټم باید داسې جوړ شي، چې له یوې خوا دولت وکولای شي عواید په اغېزناک او رڼه توګه مدیریت او راټول کړي او له بلې خوا خصوصي سکټور وکولای شي خپل مالیاتي مکلفیتونه په اسانه، چټک، رڼه او انلاین توګه ترسره کړي.
د بحث پر دوام د دغه پلان د ارزونې او نهايي کولو لپاره له د ادارو مختلطې کمېټې جوړولو وړاندیز مطرح او پرې ټینګار وشو. دغه ګډه کمېټه به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، مالیې وزارت، ګمرکونو، عوایدو ریاست، خزانې، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک له استازو جوړه وي.
ټاکل شوې ده، چې دغه ګډه کمېټه د مالي، اداري، سوداګریزو او مالیاتي سیسټمونو د نښلولو او همغږي کولو پر څرنګوالي کار وکړي او د طرحې تخنیکي، مالي، حقوقي او اجرایي اړخونه وڅېړي، څو طرحه پخه او د عملي پلي کېدو زمینه یې برابره شي.
د دې طرحې اساسي موخه د عوایدو د تېښتې مخنیوی، د مالیاتي روڼتیا زیاتول، د اداري بیروکراسۍ او لګښتونو کمول، د مالیاتي خدمتونو ساده کول او د خصوصي سکټور او دولتي ادارو ترمنځ د یوه اغېزناک او ډیجیټلي سیسټم رامنځته کول وبلل شول.
د ناستې په دوام کې د مدیره پلاوي غړي او د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي ذبیح‌الله صمیم د کمېټې د فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې کمېټه به اړوندو ادارو ته د تخصصي مشورو په ځانګړي ډول د نوې ټکنالوجۍ، ډیجیټلي سیسټمونو او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د مشورې ورکولو په برخه کې فعالیت وکړي.
د کمېټې رئیس همدارنګه د سکټور د وضعیت ارزونې، د پانګونې فرصتونو د موندلو، د خصوصي سکټور د ستونزو تشخیص او د ټکنالوجۍ پراختیا او اغېزناکې کارونې لپاره د عملي لارو چارو وړاندې کولو په برخه کې د کمېټې پلانونه تشریح کړل.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني د عصري ټکنالوجۍ په کارولو سره د خصوصي سکټور له لوري د ساده، چټکو، رڼو او ارزانه خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
نوموړي د خدمتونو د کیفیت په ښه کولو، د لګښتونو په کمولو، د روڼتیا په زیاتولو او د هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د ډیجیټلي او کمپیوټري سیسټمونو کارول مهم وبلل.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د نور خراسان شرکت استازي، چې احمد فواد دارا په افغانستان کې د برېښنا د ځیرکو سیسټمونو په برخه کې پانګونه کوي په افغانستان کې د ډیجیټلي او ځیرکو برېښنايي میټرونو د تولید او وېش په برخه کې د دغه شرکت د پانګونې د پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې نور خراسان یو له هغو کورنیو شرکتونو دی، چې غواړي په افغانستان کې د ډیجیټلي او ځیرکو برېښنايي میټرونو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او دغه میټرونه په هېواد کې تولید او ووېشي.
د نور خراسان شرکت استازي همدارنګه افغانستان ته د یوه پرمختللي نړیوال سیسټم د راوړلو او پلي کولو په اړه د دغه شرکت د پلان خبر ورکړ؛ داسې یو سیسټم، چې کولای شي د برېښنا رسونې خدمتونو د بېلابېلو برخو کمپیوټري او ډیجیټلي کولو زمینه برابره کړي.
د وړاندې شوو معلوماتو له مخې د دغه سیسټم په پلي کېدو سره د برېښنا رسونې ټولې چارې لکه د برېښنا د مصرف اندازه کول او ثبتول، د میټرونو لوستل، د برېښنا د بیل محاسبه او صادرول او د هغه تادیه په انلاین او کمپیوټري توګه ترسره کېدای شي.
دغه سیسټم کولای شي د برېښنا د مصرف د کره معلوماتو په وړاندې کولو، د برېښنا د ضایعاتو او غیرضروري مصرف په مخنیوي، د برېښنا د بی محاسبې او تادیې په بهیر کې د روڼتیا په زیاتولو او د عملیاتي لګښتونو په کمولو سره د هېواد د برېښنا رسونې سیسټم د عصري کولو زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنا رسونې د خدمتونو ډیجیټلي کول، د لګښتونو پر کمولو سربېره د مصرفوونکو لپاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کولای شي او د انرجۍ د مصرف غوره مدیریت او د چټکو او اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابروي.
د نور خراسان شرکت استازي همدارنګه په افغانستان کې د برېښنا رسونې د ځېرکو سیسټمونو په برخه کې د یوې هر اړخیزې او ګټورې پانګونې او په دې برخه کې د مالي او تخنیکي اسانتیاوو د برابرولو لپاره د دغه شرکت د چمتووالي خبر ورکړ.
پایله:
د ناستې په پای کې ګډونوالو په خصوصي سکټور او د هېواد په اقتصاد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ، ډیجیټلي سیسټمونو او مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې پر اهمیت ټینګار وکړ.
همدارنګه د سکټور د فرصتونو او ننګونو پر ارزونه، د پانګونې پر جلب، له اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ له لارې د ستونزو پر حل، د شرکتونو د مالي او اداري سیسټمونو پر ډیجیټلي کولو، د خصوصي سکټور د سیسټمونو او مالیاتي ادارو ترمنځ د اړیکو پر رامنځته کولو او په ملي او د پانګونې پروژو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو ټینګار وشو.
همدارنګه د اړوندو ادارو ترمنځ د یوې ګډې کمېټې جوړول، څو د خصوصي سکټور د سیسټمونو د ډیجیټلي کولو او د دولتي مالیاتي او عوایدي سیسټمونو سره د هغو د نښلولو پر طرحه کار وکړي د ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وبلل شول.

یکشنبه، د وږي ۸مه، ۱۴۰۵
 
د ازبېکستان د قشقه‌دریا ولایت پلاوي، چې د شنبې په ورځ کابل ته راغلی او په ترکيب کې یې د دغه ولایت دولتي چارواکي او سوداګر شامل دي، د افغانستان او د ازبېکستان؛ قشقه‌دریا ولایت خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریز تواصل په کنفرانس کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له رهبرۍ او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګه‌والو سره وکتل.
په دغه پلاوي کې د قشقه‌دریا ولایت مرستیال والي ښاغلی شهرت مرادوف او د دغه ولایت یو شمېر هغه مسوولین او استازي شامل وو، چې د سوداګرۍ، پانګونې او نړیوالو اړیکو په برخو کې فعال دي.
په کابل ګرانډ هوټل کې دغه کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ او د قشقه‌دریا ولایت د پلاوي ترمنځ رسمي ناستې او د سوداګریزو اړيکو د پياوړتيا لپاره دB2B پروګرام په شمول په دوو مهمو برخو کې ترسره شو.
د دغه کنفرانس په لومړۍ برخه کې، د ازبیکستان پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ له غړو سره وکتل او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو، د سوداګریزو سفرونو د اسانولو او د دواړو لورو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د نویو همکاریو رامنځته کولو په اړه یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خونې پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د سټراټېژیکو اړيکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمان شیرزاد، سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د مدیره هیئت غړي ښاغلي الحاج حاجي عبیدالله هوتک، د عامل ریاست مرستیال او سرپرست رئیس ښاغلي زین‌الله حسني او د خونې عامل ریاست د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم، ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د قشقه‌دريا پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان جغرافیوي او اقتصادي موقعیت په سیمه کې د سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت وباله او څرګنده یې کړه، چې افغانستان کولی شي د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ د اتصال د یوه مهم مسیر په توګه د ازبېکستان لپاره سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د لا ښه لاسرسي زمینه برابره کړي.
د خونې د پانګونې مرستیال همدارنګه د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له ازبېکستاني پلاوي یې وغوښتل، چې افغان سوداګرو او پانګه‌والو ته د ویزو د صادرولو بهیر لا ډېر اسان کړي؛ ځکه په خبره یې، د سوداګریزو سفرونو او تګ‌راتګ اسانتیاوې کولی شي د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو زیاتېدو او د اقتصادي همکاریو پراختیا ته زمینه برابره کړي.
ورپسې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي په کابل کې د ازبېکستان د محصولاتو او تولیداتو د ځانګړي نندارتون جوړولو او همدارنګه د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم نړیوال نندارتون کې د ازبېکستاني شرکتونو د ګډون وړاندیز وکړ.
نوموړي د دغه ډول نندارتونونو جوړول د افغان سوداګرو، پانګه‌والو او مصرفوونکو لپاره د ازبېکستاني محصولاتو د لا ښه پېژندنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا یو مناسب فرصت وباله.
د اقتصادي همکاریو پر پراختیا د قشقه‌دريا د پلاوي ټینګار:
د ناستې پر دوام د قشقه‌دريا ولایت مرستیال والي او د ازبېکستاني پلاوي مشر ښاغلي شهرت مرادوف افغانستان ته د دغه پلاوي د راتګ پرمهال د افغان چارواکو او خصوصي سکټور له لوري د تود هرکلي او دوستانه چلند له امله مننه وکړه.
نوموړي د افغانستان او ازبیکستان د خلکو ترمنځ تاریخي او دوستانه اړیکې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعاملاتو اوږد تاریخ د اقتصادي همکاریو د پراختیا له مهمو بنسټونو څخه وباله او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو تعاملاتو پیاوړتیا کولای شي د دوستانه اړیکو د لا ټینګښت او د دواړو لورو خصوصي سکټورونو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
محترم مرادوف د قشقه‌دريا ولایت اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې دغه ولایت د ازبېکستان له مهمو اقتصادي مرکزونو څخه وباله او څرګنده یې کړه، چې د دغه هېواد د نفتو او ګازو سرچینو یوه د پام وړ برخه په قشقه‌دريا کې موقعیت لري.
نوموړي همدارنګه د دغه ولایت کرنیزو ظرفیتونو ته اشاره وکړه او د تېر کال په ترڅ کې یې په قشقه‌دریا کې د غنمو او پنبې د پام وړ تولید یادونه وکړه.
د قشقه‌دریا مرستیال والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رهبرۍ وغوښتل، چې دغه ولایت ته په سفر کولو سره هلته د سوداګرۍ او پانګونې ظرفیتونو او فرصتونو لیدنه وکړي او د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو او پانګونو د رامنځته کېدو امکانات وڅېړي او زمینه ورته برابره کړي.
د ویزو د صدور اسانولو په اړه د ازبېکستان سفیر ټینګار:
ورپسې، په کابل کې د ازبیکستان سفیر ښاغلي آی‌بیک عثمانوف افغان سوداګرو او پانګه‌والو ته د ویزو د ورکړې بهیر اسانولو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غوښتنې ته په اشارې سره وویل، چې دغه موضوع به د خپل هېواد له لوړپوړو چارواکو سره مطرح کړي او په دې برخه کې به د مناسب حل موندلو او موضوع ته د رسېدنې لپاره لازمې هڅې وکړي.
د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د B2B ناستې ترسره کېدل:
د دغه پروګرام دویمه برخه د B2B (Business-to-Business) ناستې ته ځانګړې شوې وه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد او د افغانستان او ازبېکستان سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون ترسره شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال محترم آرین زلګي عظیمي په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ مستقیمې B2B ناستې د ظرفیتونو د پېژندنې، د سوداګریزو اړیکو رامنځته کولو، د پانګونې فرصتونو د ارزونې او د ګډو همکاریو رامنځته کېدو لپاره مهم فرصت وباله.
نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو او سرچینو ته په اشارې سره کرنه، کانونه، صنعت، انرژي، ټرانسپورټ او ودانیز سکټورونه د پانګونې له مهمو برخو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان او ازبېکستان اقتصادي اړیکې باید یوازې د توکو پر پېر او پلور او سوداګریزو معاملاتو محدودې پاتې نه شي.
د خونې د پانګونې مرستیال څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو له اقتصادي ظرفیتونو او مناسب جغرافیوي موقعیت په اغېزناکه توګه له استفادې سره باید د سترو او بنسټیزو ګډو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي او اقتصادي همکاریو ته له محدودو دوه‌ اړخیزو معاملاتو څخه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو تر کچې پراختیا ورکړل شي.
د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار:
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، په خپله وینا کې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو مهمه برخه وبلله.
نوموړي د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو مستقیم سفرونه او لیدنې د اقتصادي ظرفیتونو د لا ښه پېژندنې، د همکاریو پراختیا او د سوداګریزو اړیکو پراخېدو لپاره مهم وبلل او د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د تعاملاتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
ښاغلي زاهد د صادراتو زیاتوالی، له اقتصادي ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه او د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي لپاره اساسي عوامل وبلل او تر ۵ میلیارد امریکايي ډالرو پورې یې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم لوړولو هدف د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ پر اسانتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر زیاتوالي پورې تړلی وباله.
نوموړي همدارنګه له ازبیکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د لازمې زمینې برابرولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او د ازبیکستان له سفیر یې وغوښتل، چې د تاریخي سوداګریزو او ټرانزیټي مسیرونو، په ځانګړي ډول د ورېښمو لارې اړوندو مسیرونو، د پراختیا او بیا فعالولو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو اغېزناکو ټرانزیټي مسیرونو په توګه د هغوی پراختیا لپاره لازم اقدامات وکړي.
د ۲۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۹هوکړه‌ليکونو لاسلیک:
د B2B ناستې په پای کې د افغانستان او قشقه‌دریا ولایت سوداګرو او پانګه‌والو د ګډو همکاریو او فرصتونو له ارزونې وروسته د ۱۷.۷ مېليارد افغانيو په ارزښت، چې شاوخوا ۲۶۷ ميليون ډالر کېږي، د سوداګرۍ او ګډې پانګونې ۱۹ هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.
دغه هوکړه‌ليکونه د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، ګډو پانګونو او د افغانستان او قشقه‌دريا خصوصي سکټورونو ترمنځ د نویو اقتصادي تعاملاتو رامنځته کولو په موخه لاسلیک شول او تمه کېږي، چې د یادو هوکړه‌ليکونو عملي کېدل به د اقتصادي تعاملاتو زیاتوالي، د بازارونو پراختیا او د دواړو لورو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو پراخېدو زمینه برابره کړي.
د دغه کنفرانس ترسره کېدل او د سوداګرۍ او پانګونې هوکړه‌ليکونو لاسلیک د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا پر لور یو مهم ګام دی.

شنبه، د زمري ۳۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریزه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي، د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مسؤلینو او د دواړو هېوادونو یو شمېر اقتصادي فعالانو په ګډون د ايران د خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال ښاغلي قدیر قیافه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پراختیا او د توکو له سوداګرۍ څخه ګډو پانګونو ته د تګ پر اړتیا يې ټینګار وکړ. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه شاوخوا ۳ مېلیارد ډالر وبلله او زیاته یې کړه، چې د راتلونکې لپاره له درې تر پنځه کلنې سټراټېجۍ سره دغه کچه لږ تر لږه دوه برابره کېدای شي.
ښاغلي قیافه د کانونو، صنعت، زیربناوو او تخنیکي او انجنیري خدمتونو په برخو کې شته ظرفیتونو ته په اشارې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو کاري ډلو پر جوړولو ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، کانونو، صنعتي او زیربنايي همکاریو لپاره دې پنځه کلنه او يا هم لس کلنه نقشه جوړه شي. نوموړي ګډه پانګونه او د دواړو هېوادونو له متقابلو ظرفیتونو څخه ګټه اخېستنه د اقتصادي اړیکو د دوامدارې پراختیا لپاره له غوره لارو څخه وبلله.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل د ایران خونې او د ایران ـ افغانستان ګډې خونې له کوربه‌توب څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګریز پلاوي لومړنی رسمي سفر دی، چې په داسې شرایطو کې ترسره کېږي، چې د سیمې اقتصادي تحوولات د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان او ایران باید له دودیزې سوداګرۍ څخه د ګډې پانګونې، ګډ تولید، د ټکنالوجۍ د لېږد او د ګډو ارزښتونو د ځنځیري پيوستون رامنځته کولو پر لور حرکت وکړي. د نوموړي په خبره، کانونه، انرجي، زیربناوې، ټرانسپورټ، لوجسټیک، تخنیکي او انجنیري خدمتونه او د خوراکي توکو صنعت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له مهمو برخو څخه دي.
ښاغلي سلیمانخېل د کانونو په برخه کې د کارموندنې، استخراج، د کاني موادو په برخه کې د تخنیکي پوهې او ټکنالوجۍ د لېږد په اړه د همکارۍ وړاندیز وکړ او په افغانستان کې یې دننه د ارزښت لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د کانونو او صنعتي ارزښت ځنځیر په ځانګړي ډول د اوسپنې او پولادو په برخه کې نښلون د تولید د پراختیا او د سیمې بازارونو ته د ګډ لاسرسي لپاره مهم فرصت وباله.
نوموړي د افغانستان د دوامدارې انرجۍ اړتیا ته په اشارې د افغانستان د سکرو له زیرمو څخه ګټه اخېستنه او د برېښنا کوټونو په جوړولو کې له ایراني شرکتونو سره همکاري او د تخنیکي پوهې لېږد د همکاریو له مهمو فرصتونو څخه وبلل. همدارنګه د ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا، د تیر سیسټم له اغېزناکې ګټې اخېستنې، د ټرانزیټي محمولو د تېرېدو پر اسانتیا او د تکراري تلاشیو پر مخنیوي يې هم ټینګار وکړ.
ښاغلي سلیمانخېل د چابهار بندر او د ایران د ټرانزیټي لارو ارزښت ته په اشارې وویل، چې دغه لاري باید یوازې د توکو د تېرېدو له لارو څخه واوړي او په واقعي اقتصادي دهلیزونو بدل شي چې لوجسټیکي، ګودامونه او نور اړین خدمات ولري. نوموړي همدارنګه له ایراني پانګوالو او شرکتونو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د کانونو، لوجسټیک، تخنیکي او انجنیري خدمتونو، انرجۍ او خوراکي صنایعو په برخو کې اوږدمهاله پانګونه وکړي.
د عملي پایلو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال د ګډې کمېټې او کاري ډلې د جوړولو، د لومړیتوب لرونکو برخو په ټاکلو سره د عملي نقشې د ترتیبول، په منظمه توګه د سوداګریزو ناستو د ترسره کولو او د ګډ معلوماتي بانک د جوړولو وړاندیز وکړ. نوموړي همدارنګه د تیر کنوانسیون، د سوداګرۍ مدیریت او د تخنیکي پوهې د لېږد په برخو کې د ګډو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
سليمانخېل همدارنګه د ایران د خونې مشرتابه، سوداګر او پانګوال د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون او سوداګریز فورم ته، چې ټاکل شوې په کابل کې ترسره شي، ګډون کولو ته وبلل.
د ناستې په دوام په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګریزو چارو اتشه ښاغلي معین خوافي د افغانستان او ایران ترمنځ ۱۰ میلیارد ډالرو ته د کلني سوداګرۍ د حجم رسولو هدف ته په اشارې ټینګار وکړ، چې شته ظرفیتونه، د ایران له لارې سمندري اوبو ته د افغانستان لاسرسی او د رېل پټلۍ دهلیزونو پراختیا کولای شي، د دغه هدف د پلي کولو زمینه برابره کړي. نوموړي همدارنګه د سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د اغېزناک میکانېزم پر جوړولو ټینګار وکړ.
ورپسې د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي د انرجۍ، ودانیزو چارو، ټرانسپورټ، کانونو او زیربناوو په برخو کې د پانګونې رامنځته شوو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ایراني شرکتونو یې په افغانستان کې پانګونې او ګډ تولید ته راوبلل.
وروسته ښاغلي الحاج ذبیح‌الله صمیم د معلوماتي ټکنالوجۍ، مصنوعي ځیرکتیا، مخابراتو او د خدماتو ډیجیټلي کولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او په دغو برخو کې یې د ایراني شرکتونو د حضور او همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي الحاج محمد خالد مجید د افغانستان د اوسپنې، نفتو او کانونو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې، د معدني سرچینو د موندنې، استخراج او پروسس په برخو کې د ایراني شرکتونو د پانګونې غوښتنه وکړه.
په پای کې د ایران ـ افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې رئیس ښاغلي الحاج محمود سیادت د افغانستان د بازار پراخو ظرفیتونو او په افغانستان کې د ایران اقتصادي حضور پراختیا لپاره د شته فرصتونو د ګټې اخېستنې پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د پولو د مدیریت ښه‌والي، د تخنیکي او انجنیري خدمتونو د پراختيا، د صادراتو ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خنډونو لرې کولو لپاره د اړین میکانېزم د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
همدارنګه، د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج کمال‌الدین توحید په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ایراني شرکتونو څخه یې د پانګونې غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د زیربناوو، کانونو، ټرانسپورټ، د خوراکي توکو صنعت، معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ډیجیټلي تحوول په برخو کې د همکاریو د پراختیا موضوعات وڅېړل شول. یو شمېر ایراني مسؤلینو او اقتصادي فعالانو هم د افغانستان له خصوصي سکټور سره د همکاریو پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
په پای کې د افغانستان او ایران د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ B2B ناسته هم ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د شرکتونو ترمنځ په ځانګړي ډول د ودانیز سکټور په برخه کې د پام وړ هوکړې وشوې.

یک‌شنبه، د وږي ۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خوراکي توکو د تخصصي کمېټې لومړنۍ ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد په ګډون د خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یادې کمېټې رئیس ښاغلی وحید عزیزي په انلاین او د کمېټې مرستیال ښاغلی همایون خواجه‌زاده له یو شمېر غړو سره په حضوري ډول ګډون کړی و.
ښاغلي شېرزاد د ناستې لومړي ویناوال په توګه د خوراکي توکو کمېټې د اغېزناکو فعالیتونو له امله د مننې ترڅنګ د افغانستان په اوسني اقتصادي وضعیت کې د دې کمېټې رول ډېر مهم او سټراټېژیک وباله.
نوموړي همدارنګه د خوراکي توکو د کمېټې او نورو سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د دې کمېټې د فعالیتونو ښه‌والي لپاره یو اغېزناک عامل وباله. ښاغلي شېرزاد د کمېټې له غړو وغوښتل، چې له خپلو ورځنیو فعالیتونو د لا ښو پایلو ترلاسه کولو لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي او د څېړنیزو او تحلیلي میتودونو په کارولو سره د ټولنې اړتیاوې او د لومړنیو خوراکي توکو وارداتي اقلام وڅېړي.
د نوموړي په وینا دغه اقدام کولای شي په هېواد کې د خوراکي توکو د وارداتو او مصرف ترمنځ د منظم توازن په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، چې د دې کمېټې د راتلونکو فعالیتونو او پلان جوړونې لپاره به د کار بنسټ وګرځي.
وروسته د کمېټې رئیس ښاغلي الحاج وحید عزیزي، د کمېټې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خوراکي توکو کمېټې د غړو هڅې او فعالیتونه د لومړنیو خوراکي توکو لکه اوړو، غوړیو، وریجو او بورې د وارداتو لپاره د غوره زمینه‌سازۍ سبب شوي، چې له امله یې د افغانستان په بازارونو کې د دغو توکو بیې د پخوا پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه راټیټې شوې دي.
ښاغلي عزیزي وړاندیز وکړ، چې د هرات بندري اسنادو پروسس او طی مراحل باید په همدې ولایت کې ترسره شي؛ ځکه کابل ته د سوداګریزو اسنادو د لېږد او طی مراحل کولو له امله دغه پروسه اوږدېږي، وخت نیسي او سوداګرو او واردوونکو ته د زیان سبب ګرځي.
په دې ناسته کې د کمېټې مرستیال ښاغلي همایون خواجه‌زاده هم د خپلو خبرو پر مهال د خوراکي توکو او درملو پر اهمیت ټینګار وکړ، په ټول افغانستان کې یې د خوراکي توکو د کمېټې د پراخ پوښښ یادونه وکړه او په هېواد کې یې د لومړنیو اړتیا وړ توکو د واردوونکو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او انسجام ډاډ ورکړ.
د خوراکي توکو کمېټه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ۱۲ فعالو تخصصي کمېټو څخه یوه ده، چې په کورنیو بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو ثابتو ساتلو په برخه کې یې د پام وړ هڅې او فعالیتونه کړي دي.

مقالات دیگر...