د افغانستان او د ازبېکستان قشقه‌دریا خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۶۷ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګرۍ او پانګونې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

یکشنبه، د وږي ۸مه، ۱۴۰۵
 
د ازبېکستان د قشقه‌دریا ولایت پلاوي، چې د شنبې په ورځ کابل ته راغلی او په ترکيب کې یې د دغه ولایت دولتي چارواکي او سوداګر شامل دي، د افغانستان او د ازبېکستان؛ قشقه‌دریا ولایت خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریز تواصل په کنفرانس کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له رهبرۍ او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګه‌والو سره وکتل.
په دغه پلاوي کې د قشقه‌دریا ولایت مرستیال والي ښاغلی شهرت مرادوف او د دغه ولایت یو شمېر هغه مسوولین او استازي شامل وو، چې د سوداګرۍ، پانګونې او نړیوالو اړیکو په برخو کې فعال دي.
په کابل ګرانډ هوټل کې دغه کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ او د قشقه‌دریا ولایت د پلاوي ترمنځ رسمي ناستې او د سوداګریزو اړيکو د پياوړتيا لپاره دB2B پروګرام په شمول په دوو مهمو برخو کې ترسره شو.
د دغه کنفرانس په لومړۍ برخه کې، د ازبیکستان پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ له غړو سره وکتل او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو، د سوداګریزو سفرونو د اسانولو او د دواړو لورو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د نویو همکاریو رامنځته کولو په اړه یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خونې پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د سټراټېژیکو اړيکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمان شیرزاد، سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د مدیره هیئت غړي ښاغلي الحاج حاجي عبیدالله هوتک، د عامل ریاست مرستیال او سرپرست رئیس ښاغلي زین‌الله حسني او د خونې عامل ریاست د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم، ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د قشقه‌دريا پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان جغرافیوي او اقتصادي موقعیت په سیمه کې د سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت وباله او څرګنده یې کړه، چې افغانستان کولی شي د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ د اتصال د یوه مهم مسیر په توګه د ازبېکستان لپاره سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د لا ښه لاسرسي زمینه برابره کړي.
د خونې د پانګونې مرستیال همدارنګه د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له ازبېکستاني پلاوي یې وغوښتل، چې افغان سوداګرو او پانګه‌والو ته د ویزو د صادرولو بهیر لا ډېر اسان کړي؛ ځکه په خبره یې، د سوداګریزو سفرونو او تګ‌راتګ اسانتیاوې کولی شي د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو زیاتېدو او د اقتصادي همکاریو پراختیا ته زمینه برابره کړي.
ورپسې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي په کابل کې د ازبېکستان د محصولاتو او تولیداتو د ځانګړي نندارتون جوړولو او همدارنګه د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم نړیوال نندارتون کې د ازبېکستاني شرکتونو د ګډون وړاندیز وکړ.
نوموړي د دغه ډول نندارتونونو جوړول د افغان سوداګرو، پانګه‌والو او مصرفوونکو لپاره د ازبېکستاني محصولاتو د لا ښه پېژندنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا یو مناسب فرصت وباله.
د اقتصادي همکاریو پر پراختیا د قشقه‌دريا د پلاوي ټینګار:
د ناستې پر دوام د قشقه‌دريا ولایت مرستیال والي او د ازبېکستاني پلاوي مشر ښاغلي شهرت مرادوف افغانستان ته د دغه پلاوي د راتګ پرمهال د افغان چارواکو او خصوصي سکټور له لوري د تود هرکلي او دوستانه چلند له امله مننه وکړه.
نوموړي د افغانستان او ازبیکستان د خلکو ترمنځ تاریخي او دوستانه اړیکې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعاملاتو اوږد تاریخ د اقتصادي همکاریو د پراختیا له مهمو بنسټونو څخه وباله او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو تعاملاتو پیاوړتیا کولای شي د دوستانه اړیکو د لا ټینګښت او د دواړو لورو خصوصي سکټورونو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
محترم مرادوف د قشقه‌دريا ولایت اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې دغه ولایت د ازبېکستان له مهمو اقتصادي مرکزونو څخه وباله او څرګنده یې کړه، چې د دغه هېواد د نفتو او ګازو سرچینو یوه د پام وړ برخه په قشقه‌دريا کې موقعیت لري.
نوموړي همدارنګه د دغه ولایت کرنیزو ظرفیتونو ته اشاره وکړه او د تېر کال په ترڅ کې یې په قشقه‌دریا کې د غنمو او پنبې د پام وړ تولید یادونه وکړه.
د قشقه‌دریا مرستیال والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رهبرۍ وغوښتل، چې دغه ولایت ته په سفر کولو سره هلته د سوداګرۍ او پانګونې ظرفیتونو او فرصتونو لیدنه وکړي او د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو او پانګونو د رامنځته کېدو امکانات وڅېړي او زمینه ورته برابره کړي.
د ویزو د صدور اسانولو په اړه د ازبېکستان سفیر ټینګار:
ورپسې، په کابل کې د ازبیکستان سفیر ښاغلي آی‌بیک عثمانوف افغان سوداګرو او پانګه‌والو ته د ویزو د ورکړې بهیر اسانولو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غوښتنې ته په اشارې سره وویل، چې دغه موضوع به د خپل هېواد له لوړپوړو چارواکو سره مطرح کړي او په دې برخه کې به د مناسب حل موندلو او موضوع ته د رسېدنې لپاره لازمې هڅې وکړي.
د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د B2B ناستې ترسره کېدل:
د دغه پروګرام دویمه برخه د B2B (Business-to-Business) ناستې ته ځانګړې شوې وه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد او د افغانستان او ازبېکستان سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون ترسره شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال محترم آرین زلګي عظیمي په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ مستقیمې B2B ناستې د ظرفیتونو د پېژندنې، د سوداګریزو اړیکو رامنځته کولو، د پانګونې فرصتونو د ارزونې او د ګډو همکاریو رامنځته کېدو لپاره مهم فرصت وباله.
نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو او سرچینو ته په اشارې سره کرنه، کانونه، صنعت، انرژي، ټرانسپورټ او ودانیز سکټورونه د پانګونې له مهمو برخو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان او ازبېکستان اقتصادي اړیکې باید یوازې د توکو پر پېر او پلور او سوداګریزو معاملاتو محدودې پاتې نه شي.
د خونې د پانګونې مرستیال څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو له اقتصادي ظرفیتونو او مناسب جغرافیوي موقعیت په اغېزناکه توګه له استفادې سره باید د سترو او بنسټیزو ګډو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي او اقتصادي همکاریو ته له محدودو دوه‌ اړخیزو معاملاتو څخه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو تر کچې پراختیا ورکړل شي.
د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار:
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، په خپله وینا کې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو مهمه برخه وبلله.
نوموړي د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو مستقیم سفرونه او لیدنې د اقتصادي ظرفیتونو د لا ښه پېژندنې، د همکاریو پراختیا او د سوداګریزو اړیکو پراخېدو لپاره مهم وبلل او د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د تعاملاتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
ښاغلي زاهد د صادراتو زیاتوالی، له اقتصادي ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه او د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي لپاره اساسي عوامل وبلل او تر ۵ میلیارد امریکايي ډالرو پورې یې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم لوړولو هدف د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ پر اسانتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر زیاتوالي پورې تړلی وباله.
نوموړي همدارنګه له ازبیکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د لازمې زمینې برابرولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او د ازبیکستان له سفیر یې وغوښتل، چې د تاریخي سوداګریزو او ټرانزیټي مسیرونو، په ځانګړي ډول د ورېښمو لارې اړوندو مسیرونو، د پراختیا او بیا فعالولو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو اغېزناکو ټرانزیټي مسیرونو په توګه د هغوی پراختیا لپاره لازم اقدامات وکړي.
د ۲۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۹هوکړه‌ليکونو لاسلیک:
د B2B ناستې په پای کې د افغانستان او قشقه‌دریا ولایت سوداګرو او پانګه‌والو د ګډو همکاریو او فرصتونو له ارزونې وروسته د ۱۷.۷ مېليارد افغانيو په ارزښت، چې شاوخوا ۲۶۷ ميليون ډالر کېږي، د سوداګرۍ او ګډې پانګونې ۱۹ هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.
دغه هوکړه‌ليکونه د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، ګډو پانګونو او د افغانستان او قشقه‌دريا خصوصي سکټورونو ترمنځ د نویو اقتصادي تعاملاتو رامنځته کولو په موخه لاسلیک شول او تمه کېږي، چې د یادو هوکړه‌ليکونو عملي کېدل به د اقتصادي تعاملاتو زیاتوالي، د بازارونو پراختیا او د دواړو لورو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو پراخېدو زمینه برابره کړي.
د دغه کنفرانس ترسره کېدل او د سوداګرۍ او پانګونې هوکړه‌ليکونو لاسلیک د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا پر لور یو مهم ګام دی.