د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې لومړۍ ناسته ترسره شوه.

چهارشنبه، د وږي ۴مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې لومړنۍ ناسته د مدیره پلاوي د سټراټېژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌ الرحمن شېرزاد، د مدیره پلاوي غړي او د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي ذبیح‌الله صمیم، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال او د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني او د کمېټې د یو شمېر غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د مدیره پلاوي د سټراټېژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌ الرحمن شېرزاد د تخصصي کمېټو د منظم او پلان شوي فعالیت او ناستو پر اهمیت ټینګار وکړ او د هېواد په اوسنیو شرایطو کې یې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې رول په ځانګړي ډول د خصوصي سکټور، سوداګرۍ او پانګونې د ودې او پراختیا په برخه کې مهم او اساسي وباله.
نوموړي وویل، چې معلوماتي ټکنالوجي او مصنوعي ځیرکتیا د خصوصي سکټور او معاصر اقتصاد له اساسي اړتیاوو څخه دي او له دغو ظرفیتونو څخه سمه ګټه اخېستنه کولای شي د سوداګرۍ د ودې، د کاري وړتیا زیاتوالي، د لګښتونو کمښت او د اقتصادي فعالیتونو د عصري کولو زمینه برابره کړي.
ښاغلي شېرزاد د شرکتونو، سوداګریزو فعالیتونو او پانګونې چارو د عصري کولو او کمپیوټري کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د کمېټې له رئیس او غړو څخه یې وغوښتل، چې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د سکټور وضعیت په هر اړخیز ډول وڅېړي، شته ستونزې او فرصتونه په ګوته کړي او د دغه سکټور د پراختیا لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې کمېټه باید د شته فرصتونو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب او جذب زمینه هم وڅېړي او د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او مصنوعي ځیرکتیا اړوندو د پانګونې پروژو په معرفي او اسانتیا کې فعال رول ولري.
د مدیره پلاوي د سټراټېژیکو چارو مرستیال همدارنګه ټینګار وکړ، چې د دغه سکټور د ستونزو او ننګونو په اړه باید له اړوندو امارتي ادارو سره خبرې او همغږي وشي، څو شته ستونزې په ګوته او د هغو د حل لپاره مناسبې او عملي لارې چارې ولټول شي.
نوموړي همدارنګه په ملي، زیربنایي، پانګونې او سوداګریزو پروژو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مصنوعي ځیرکتیا ظرفیتونه باید د هېواد د سترو پروژو په طرحه کولو، مدیریت، تحلیل او پراختیا کې په اغېزناک ډول وکارول شي.
ښاغلي مجیب‌ الرحمن شېرزاد د خپلو خبرو په دوام کې د خصوصي سکټور د ټولو مالي، اداري او عملیاتي سیسټمونو د ډیجیټلي کولو او کمپیوټري کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، چې ټول سوداګریز او صنعتي شرکتونه، کاروبارونه او متشبثین باید په تدریجي ډول په کمپیوټري او انلاین سیسټمونو سمبال شي، څو د هغوی مالي او اداري چارې چټکې، رڼې، اغېزناکې او د څارنې وړ شي.
نوموړي همدارنګه د خصوصي سکټور د مالي او حسابدارۍ سیسټمونو د مالیې وزارت له سیسټمونو سره د نښلولو لپاره د یوه ټاکلې پلان پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه کار کولای شي د عوایدو د تېښتې په مخنیوي، د مالیاتي روڼتیا په زیاتوالي او د مالیاتي پروسو په ساده کولو کې مهم رول ولري.
د ښاغلي شېرزاد په وینا دغه سیسټم باید داسې جوړ شي، چې له یوې خوا دولت وکولای شي عواید په اغېزناک او رڼه توګه مدیریت او راټول کړي او له بلې خوا خصوصي سکټور وکولای شي خپل مالیاتي مکلفیتونه په اسانه، چټک، رڼه او انلاین توګه ترسره کړي.
د بحث پر دوام د دغه پلان د ارزونې او نهايي کولو لپاره له د ادارو مختلطې کمېټې جوړولو وړاندیز مطرح او پرې ټینګار وشو. دغه ګډه کمېټه به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، مالیې وزارت، ګمرکونو، عوایدو ریاست، خزانې، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک له استازو جوړه وي.
ټاکل شوې ده، چې دغه ګډه کمېټه د مالي، اداري، سوداګریزو او مالیاتي سیسټمونو د نښلولو او همغږي کولو پر څرنګوالي کار وکړي او د طرحې تخنیکي، مالي، حقوقي او اجرایي اړخونه وڅېړي، څو طرحه پخه او د عملي پلي کېدو زمینه یې برابره شي.
د دې طرحې اساسي موخه د عوایدو د تېښتې مخنیوی، د مالیاتي روڼتیا زیاتول، د اداري بیروکراسۍ او لګښتونو کمول، د مالیاتي خدمتونو ساده کول او د خصوصي سکټور او دولتي ادارو ترمنځ د یوه اغېزناک او ډیجیټلي سیسټم رامنځته کول وبلل شول.
د ناستې په دوام کې د مدیره پلاوي غړي او د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي ذبیح‌الله صمیم د کمېټې د فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې کمېټه به اړوندو ادارو ته د تخصصي مشورو په ځانګړي ډول د نوې ټکنالوجۍ، ډیجیټلي سیسټمونو او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د مشورې ورکولو په برخه کې فعالیت وکړي.
د کمېټې رئیس همدارنګه د سکټور د وضعیت ارزونې، د پانګونې فرصتونو د موندلو، د خصوصي سکټور د ستونزو تشخیص او د ټکنالوجۍ پراختیا او اغېزناکې کارونې لپاره د عملي لارو چارو وړاندې کولو په برخه کې د کمېټې پلانونه تشریح کړل.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني د عصري ټکنالوجۍ په کارولو سره د خصوصي سکټور له لوري د ساده، چټکو، رڼو او ارزانه خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
نوموړي د خدمتونو د کیفیت په ښه کولو، د لګښتونو په کمولو، د روڼتیا په زیاتولو او د هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د ډیجیټلي او کمپیوټري سیسټمونو کارول مهم وبلل.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د نور خراسان شرکت استازي، چې احمد فواد دارا په افغانستان کې د برېښنا د ځیرکو سیسټمونو په برخه کې پانګونه کوي په افغانستان کې د ډیجیټلي او ځیرکو برېښنايي میټرونو د تولید او وېش په برخه کې د دغه شرکت د پانګونې د پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې نور خراسان یو له هغو کورنیو شرکتونو دی، چې غواړي په افغانستان کې د ډیجیټلي او ځیرکو برېښنايي میټرونو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او دغه میټرونه په هېواد کې تولید او ووېشي.
د نور خراسان شرکت استازي همدارنګه افغانستان ته د یوه پرمختللي نړیوال سیسټم د راوړلو او پلي کولو په اړه د دغه شرکت د پلان خبر ورکړ؛ داسې یو سیسټم، چې کولای شي د برېښنا رسونې خدمتونو د بېلابېلو برخو کمپیوټري او ډیجیټلي کولو زمینه برابره کړي.
د وړاندې شوو معلوماتو له مخې د دغه سیسټم په پلي کېدو سره د برېښنا رسونې ټولې چارې لکه د برېښنا د مصرف اندازه کول او ثبتول، د میټرونو لوستل، د برېښنا د بیل محاسبه او صادرول او د هغه تادیه په انلاین او کمپیوټري توګه ترسره کېدای شي.
دغه سیسټم کولای شي د برېښنا د مصرف د کره معلوماتو په وړاندې کولو، د برېښنا د ضایعاتو او غیرضروري مصرف په مخنیوي، د برېښنا د بی محاسبې او تادیې په بهیر کې د روڼتیا په زیاتولو او د عملیاتي لګښتونو په کمولو سره د هېواد د برېښنا رسونې سیسټم د عصري کولو زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنا رسونې د خدمتونو ډیجیټلي کول، د لګښتونو پر کمولو سربېره د مصرفوونکو لپاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کولای شي او د انرجۍ د مصرف غوره مدیریت او د چټکو او اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابروي.
د نور خراسان شرکت استازي همدارنګه په افغانستان کې د برېښنا رسونې د ځېرکو سیسټمونو په برخه کې د یوې هر اړخیزې او ګټورې پانګونې او په دې برخه کې د مالي او تخنیکي اسانتیاوو د برابرولو لپاره د دغه شرکت د چمتووالي خبر ورکړ.
پایله:
د ناستې په پای کې ګډونوالو په خصوصي سکټور او د هېواد په اقتصاد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ، ډیجیټلي سیسټمونو او مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې پر اهمیت ټینګار وکړ.
همدارنګه د سکټور د فرصتونو او ننګونو پر ارزونه، د پانګونې پر جلب، له اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ له لارې د ستونزو پر حل، د شرکتونو د مالي او اداري سیسټمونو پر ډیجیټلي کولو، د خصوصي سکټور د سیسټمونو او مالیاتي ادارو ترمنځ د اړیکو پر رامنځته کولو او په ملي او د پانګونې پروژو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو ټینګار وشو.
همدارنګه د اړوندو ادارو ترمنځ د یوې ګډې کمېټې جوړول، څو د خصوصي سکټور د سیسټمونو د ډیجیټلي کولو او د دولتي مالیاتي او عوایدي سیسټمونو سره د هغو د نښلولو پر طرحه کار وکړي د ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وبلل شول.