د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د منځني ختیځ لپاره د ترکیش ایرلاینز هوایي شرکت د کارګو مدیر، ښاغلي سرکان سونز او د هغه له مل پلاوي سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل.
 
په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو په پراختیا او د نړیوالو بازارونو ته افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په تړاو بحث او د نظر تبادله وشوه.
ښاغلي سونز د ترکیش ایرلاینز د هوايي کارګو د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: له نېکه‌مرغه ترکیش ایرلاینز د وایډیکټ تر نامه لاندې نوی هوايي کارګو سیستم رامنځته کړی چې کولای شي د افغان سوداګرو ټول توکي په خوندي ډول او په ټاکلي وخت کې نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.
نوموړي د هېواد په هوايي ډګرونو کې د معیاري سړو خونو او ګودامونو نشتوالی یو له مهمو ستونزو وبلل او د خونې له عمومي رئیس څخه یې وغوښتل چې د یاد هوايي کارګو له لارې سوداګر د خپلو مالونو لېږدولو ته وهڅوي.
په مقابل کې ښاغلي هاشمي د ښاغلي سونز او د هغه د مل پلاوي هرکلی وکړ او د وایډیکټ تر نامه لاندې د نوي کارګو رامنځته کېدل د صادراتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګریزو توکو د چټک لېږد په برخه کې مهم وبلل.
نوموړي د بریالیتوب او د سوداګرو د باور د جلبولو په موخه د مناسبې کرایې ټاکل د کارګو لپاره مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د یاد کارګو له لارې د لېږد لپاره د سوداګرو د هڅونې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
 
یکشنبه، مرغومې ۲۸مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ مرستیال، ښاغلي الحاج میراجان سلیمان خېل، د خونې عامل پلاوي رئیس، ښاغلي الحاج محمد ولي امیني او د افغان–پاک ګډې خونې رئیس، ښاغلي خان جان الکوزي په حضور کې، د هند مطرح سوداګر، ښاغلي دل پرېټ سېنګ او د هغه له مل پلاوي سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
په دې لیدنه کې د هېواد د پانګونې پر فرصتونو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي سېنګ د نړیوال سټنډرډ مطابق د طبي پوهنتون او د درملو تولیدي فابریکې د جوړولو برخه کې د پانګونې لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ او په دې برخه کې یې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي سلیمان خېل په افغانستان کې د بېلابېلو سکتورونو برخه کې د هندي سوداګرو د پانګونې هرکلی وکړ او د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې یې د خونې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه له ښاغلي سېنګ څخه وغوښتل چې خپل ټول وړاندیزونه او طرحې په لیکلې بڼه خونې ته وسپاري.
 
پنجشنبه، مرغومې ۲۵مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده، د یادې خونې صنعتي مرستیال، الحاج خان محمد وردګ او ملي صنعتکار، الحاج ذبیح‌الله سره د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
 
په دې ناسته کې د بېلابېلو سوداګریزو او صنعتي موضوعاتو په اړه، په ځانګړي ډول د لویو سهامي شرکتونو د جوړولو پر موضوع خبرې وشوې، او د دواړو خونو مشرتابه د اقتصادي برخو په بېلابېلو ساحو کې پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د صنایعو او کانونو خونې رئیسانو ژمنه وکړه چې له شته فرصتونو څخه په ګټنې به د بهرنیو هېوادونو سوداګر او پانګوال وهڅوي څو د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې پانګونه، او د بهرنۍ پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره به هڅې وکړي.
 
سه‌شنبه، مرغومې ۲۳مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د پالیسۍ مرستیال، ښاغلي الحاج میراجان سلیمان خېل، د پانګونې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي او مدیره پلاوي غړي الحاج حمیدالله حبیبي په شتون کې، د بلخ ولایت د نابینایانو ټولنې مسئول، ښاغلي سید محمد یزداني او د دې ټولنې له یو شمېر غړو سره د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.
 
ښاغلي یزداني د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره د لیدنې له امله د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د خصوصي سکتور له لوري د نابینانو لپاره د جارو اوبدلو، بوریايي څوکیو اوبدلو، ګلدوزۍ او چرمه‌دوزۍ د تولیدي کارخونو د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د خونې له عمومي رئیس څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي هاشمي د یزداني او د هغه د مل پلاوي راتګ ته هرکلی ووایه او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به د خصوصي سکتور له لوري د بلخ ولایت ۲۰ تنو ښځو لپاره د جارو اوبدلو او ګلدوزۍ د کارخونو د پرانیستلو شاهدان واوسو.
نوموړي د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د نابینایانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو برخه کې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په یادو تولیدي کارخونو او نورو برخو کې به د هېواد د خصوصي سکتور له لوري پانګونه کېږي او ټول کارکوونکي به یې نابینایان وي.
همدارنګه، په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د نابینایانو یادې ټولنې سره د یو لک افغانیو نغدي مرسته هم وشوه.
 
چهارشنبه، مرغومې ۲۴مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تېلو د چاڼخونې جوړولو برخه کې له یو شمېر چینایي متخصصینو سره ولیدل.
د غونډې په پیل کې ښاغلي هاشمي په افغانستان کې د چینایي پانګوالو د پانګونې پر لېوالتیا خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې د پانګونې شرایط مناسب دي او چینایي کمپنۍ کولی شي په بېلابېلو اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول د کانونو او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د خونې عمومي رئیس زیاته کړه چې د سوداګرۍ خونه هڅه کوي څو د افغانستان په داخل کې د تېلو د چاڼخونې د جوړولو لپاره یو لوی سهامي شرکت رامنځته کړي. په همدې تړاو، له چینایي متخصصینو سره چې په چین کې د تېلو د چاڼخونې د جوړولو پراخه تجربه لري د دې پروژې پر تخنیکي او جوړښتي موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشول.
د غونډې په پای کې، چینایي متخصصینو د خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه چې چین ته د دوی له کمپنۍ لیدنه وکړي څو د چاڼخونې جوړولو پر طرحې او ډیزاین په تفصیل سره بحث او د نظرونو تبادله وشي.
 
پنجشنبه، مرغومې۱۸مه، ۱۴۰۴
 
 
 
 
 
 
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د مدیره پلاوي ځینو ښاغلو مرستیالانو، د مدیره پلاوي یو شمېر ښاغلو غړو او د خونې عامل پلاوي رئیس، د روان کال د مرغومې میاشتې ۲۳مه، د سه‌شنبې په ورځ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي مولوي امیرخان متقي سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې، ښاغلي هاشمي د سوداګرۍ، ټرانزیټ، په افغانستان کې د پانګونې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند مسایلو، د افغانستان د اقتصادي سکتورونو په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جلب په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د بهرنیو پانګوالو د لا ډېرې هڅونې په موخه، د بهرنیو چارو له وزارت څخه د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي متقي، د خونې عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي غړو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له وړاندیزونو هرکلی وکړ، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او په په ځانګړې توګه د بهرنیو پانګوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې، د دې وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
سه‌شنبه،۲۳مه، ۱۴۰۴
 

مقالات دیگر...