د لومړنیو توکو د سوداګرو ستونزو حل په موخه ناسته او د ګډې کمېټې ټاکل کېدل.

پنج‌شنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۵
 
د لومړنيو توکو شاوخوا ۱۰۰ تنه سوداګرو، د اړوندو اتحادیو استازو، د کابل منډوي او د کابل ښار د نورو منډویو مسؤلینو په یوه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیالانو سره کابل ښار ته دننه د لومړنیو توکو لېږد او تخلیې په برخه کې خپلې ستونزې او اندېښنې مطرح کړې.
سوداګرو د ښار د ورودي دروازو په ساحو کې د لویو باروړونکو موټرو د بارونو د تخلیې له امله رامنځته کېدونکو ستونزو په ځانګړي ډول د توکو زیرمه کولو د ظرفیت کمښت، د تو د زیانمنېدو احتمال او د تخلیې او بارولو د لګښتونو زیاتوالي په اړه خبرې وکړې او د خپلو ستونزو د جدي حل او ښار ته يې د لومړنیو توکو د لېږد بهیر اسانولو غوښتنه وکړه.
د سوداګرو او اړوندو اتحادیو استازو د غوښتنې پر بنسټ د خونې او سوداګرو له استازو څخه یوه ګډه کمېټه وټاکل شوه، څو د سوداګرو مشخصې ستونزې او وړاندیزونه د کابل ښاروالۍ له مسؤلینو سره شریک کړي او د یادو ستونزو د حل لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړي.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدمتونو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د اقتصادي پراختیا مرستیال ښاغلي الحاج نوراحمد نورعلم، د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد او د خونې عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي زین‌الله حسني ګډون کړی و.