پنجشنبه، د زمري ۱۵مه، ۱۴۰۵
 
د فاریاب والي ښاغلي مولوي محمد حنیف حمزه د چهارشنبې په ماسپښین د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرکزي دفتر ته تشریف راوړ او د خونې له عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي سره یې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د خونې عمومي رئیس د فاریاب والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او په فارياب کې د پانګونې د جلب لپاره د مناسبو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه ډاډ وښود، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په فاریاب کې د اقتصادي ودې او پانګونې پراختيا لپاره هر اړخيزې همکارۍ ته چمتوو ده.
د فاریاب والي هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې فعالیتونه او پروګرامونه وستايل، سوداګر او پانګوال یې د هېواد ارزښتمنه شتمني وبلله او د فاریاب د پراختیايي پروژو د پيل او په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره د پانګوالو هڅونې په برخه کې یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر دوام، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د لا زیاتو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

سې‌شنبه، د زمري ۱۳مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د خصوصي سکټور او د اوزبېکستان اړوندو سکټوري مسؤلینو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د دوام او پراختیا په موخه د افغانستان د ټوکر واردوونکو اتحادیې یو شمېر سوداګرو او پانګوالو او د اوزبېکستان د ټوکر او نساجۍ سکټور فعالانو ترمنځ انلاین ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان له لوري د ټوکر واردوونکو اتحادیې رئیس ښاغلي الحاج عبیدالله هوتک او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم ګډون کړی و او د اوزبېکستان له لوري د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د سپکو صنعتونو مرستیال ښاغلي روح‌الله اکه له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره، چې د اوبدلو او نساجۍ په سکټور کې فعالیت کوي، ګډون درلود.
د ناستې مهمې موضوعګانې د اوزبېکستان تولیدي فابریکو او صنعتي مرکزونو د لیدنې لپاره پلان جوړونه، په افغانستان کې د نساجۍ لویو فابریکو جوړول، د جامو د تولید یو شمېر فابریکو بیا فعالول او همدارنګه اوزبېکستان ته د افغانستان د پنبې صادرات او له اوزبېکستان څخه افغانستان ته د بېلابېلو ټوکرو او جامو واردات وو، چې په اړه یې هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د ناستې په پای کې ښاغلي احمد شکیل حازم د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د اوزبېکستان ویزو پر اسانولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا او دوامداره تعقیب لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.
د اوزبېکستان د سوداګرۍ وزارت د سپکو صنعتونو مرستیال ښاغلي روح‌الله اکه هم افغان سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه، څو د اوزبېکستان د نساجۍ صنعت لیدنه وکړي او د سفري اسانتیاوو د زیاتوالي په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تخصصي جوړښتونو د پیاوړتیا په موخه د خوراکي توکو تخصصي کمېټه په رسمي توګه پرانېستل شوه. د دې کمېټې د جوړېدو موخه د خوراکي توکو سکټور د ستونزو حل، د باکیفیته تولیداتو پراختیا او د کورني بازار د اړتیاوو پوره کولو لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د پرانېستې په مراسمو کې، چې د خونې د کنفرانسونو په تالار کې د مدیره پلاوي غړو، سوداګرو او د خوراکي توکو سکټور د فعالانو په ګډون ترسره شوه، د خونې د سټراټيژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد د دې کمېټې تشکيلول د خوراکي توکو سکټور د ملاتړ، د محصولاتو د کیفیت لوړولو او د بازار وضعیت ښه‌والي لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي وویل د باکیفیته او مناسب قیمت لرونکو خوراکي توکو برابرول، له نړېوالو معیارونو سره سم پروسس او بسته‌بندي او د سټراټيژیکو زېرمو رامنځته کول د دې کمېټې له مهمو لومړیتوبونو دي.
ورپسې د کمېټې رئیس او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج وحیدالله عزیزي د خونې مشرتابه د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د خوراکي توکو سکټور د پراختیا، د خلکو اړتیاوو د پوره کولو او د سوداګرو ستونزو د حل لپاره به عملي هڅې وکړي.
هغه همدارنګه د کورنیو تولیداتو د پراختیا ترڅنګ د باکیفیته خوراکي توکو د وارداتو پر اسانولو ټینګار وکړ.
همدارنګه د مدیره پلاوي غړي ښاغلي یونس قاضي‌زاده د ښاغلي عزیزي د شلو کلونو کاري تجربې ستاینه وکړه او باور يې وښود، چې نوموړی د دې سکټور د مشرۍ وړتیا لري.
د غونډې په پای کې ښاغلي همایون خواجه‌زاده او عبدالواحد واحدي د کمېټې مرستیالانو، ابراهیم سخي‌زاده د منشي په توګه په رسمي ډول خپلې دندې پيل کړې.
د دې کمېټې پرانېستل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خوراکي توکو سکټور د ملاتړ، د محصولاتو د کیفیت لوړولو، د بیو متوازن ساتلو او د هېواد د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

سې‌شنبه، د زمري ۱۳مه، ۱۴۰۵

په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله، چې د ګڼو ځاني تلفاتو، مالي او د یاد ولایت اوسېدونکو ته د پراخو زیانونو سبب شول د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د وضعیت د ارزونې، له زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو او د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د څېړنې په موخه نورستان ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي الحاج ملا برادر د دې ویرجنې طبيعي پېښې له امله خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه، د قربانيانو له کورنيو او ټولو زيانمنو شوو سره يې د خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ، چې اسلامي امارت به د ټولو شته امکاناتو او ظرفيتونو په کارولو سره د زيانمنو د ستونزو د هواري، د بېړنيو مرستو د برابرولو او د دې طبيعي پېښې د ناوړه اغېزو د کمولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

ورپسې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس عمومي ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دې ویرجنې پېښې د شهیدانو له کورنیو او د نورستان له ټولو خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګند کړ او ټینګار یې وکړ ، چې د نورستان خلک د افغانستان د وجود نه بېلېدونکې او ارزښتمنه برخه ده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به په دغو سختو شرايطو کې د هغوی ترڅنګ ولاړه وي.

نوموړي د سيلابونو له امله شهیدو شوو هېوادوالو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د مغفرت، ټپیانو ته د بشپړې او عاجلې روغتیا، او غمځپلو کورنیو ته د جمیل صبر دعا وکړه.
یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د سيلابونو له امله زيانمنې شوې سيمې له نږدې وکتلې او د اوښتو زيانونو او د خلکو د بېړنيو اړتياوو ارزونه يې وکړه.

همدارنګه د نورستان والي، د والي مرستیال، علماوو او د ولایت مخورو د افغانستان اسلامي امارت د یاد لوړپوړي پلاوي د سفر هرکلی او قدرداني وکړه.

همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خپل ملي، اسلامي او بشري مسؤولیت د ادا کولو په موخه د خونې د مدیره پلاوي د غړو سخاوت صندوق له لارې ۶ میلیون او ۵۸۵ زره افغانۍ او د خونې عمومي رئيس له شخصي شتمنۍ څخه ۱ میلیون افغانۍ د سېلاب ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره مرسته وکړه.

چهارشنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي، د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج نجابت حیدري د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې د افغانستان د غالیو پلورونکو اتحادیې له مرستیال ښاغلي غلام قادر سخي‌زاده سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د غالیو د صادراتو پر وړاندې د شته ننګونو او د هغو د حل لارو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د خونې رئیس د افغانستان د ملي غالیو د صنعت د اوبدونکو او تولیدوونکو د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د غالیو پلورونکي او سوداګر کولای شي د بازارموندنې له نویو لارو چارو، د ملي او نړیوالو نندارتونونو له جوړولو او د نړیوالې بازارموندنې د پیاوړتیا له لارې د افغانستان د غالیو صادرات زیات کړي او د غالیو د تولید په وده کې مهم رول ولوبوي، څو د صادراتو د پراختیا ترڅنګ د غالیو اوبدونکي او تولیدوونکي له مادي او معنوي پلوه هم ملاتړ ترلاسه کړي.

همدارنګه د افغان ـ اوزبېک په سوداګریز فورم کې د غالیو پلورونکو اتحادیې د فعال او اغېزناک ګډون ستاینه وشوه. د دغې اتحادیې هدفمند ګډون د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وبلل شو. دغه ګډون نه یوازې د افغانستان د غالیو صنعت د ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره ښه فرصت و، بلکې سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د نویو سوداګریزو همکاریو د رامنځته کېدو لپاره یې هم مناسبه زمینه برابره کړه.

د غونډې په پای کې د غالیو پلورونکو اتحادیې مرستیال ښاغلي غلام قادر سخي‌زاده د خونې د رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي او د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي د ارزښتناکو ویناوو، ملاتړ او د غالیو د صادراتو په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو له امله مننه وکړه او د هغوی د هڅو ستاینه یې وکړه.

یکشنبه، د زمري ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د خصوصي سکټور د ونډې د پیاوړتیا او ودې په موخه د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې تخصصي کمېټه د یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او د دې برخې د متخصصینو په غړیتوب جوړه کړه او دغه کمېټې د خونې د مدیره پلاوي د تخصصي کمېټو له ډلې څخه د یوې کمېټې په توګه په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ.
دغه کمېټه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې د خونې د ستراتیژیکو اړیکو د چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د خونې د مدیره پلاوي غړي او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي الحاج مطیع الله ګردېزي، د خونې د مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي زین الله حسني او د کرنې سکټور د یو شمېر سوداګرو په ګډون خپله پرانیستونکې ناسته ترسره کړه.
په دې غونډه کې ښاغلي شېرزاد د کرنې د ودې په برخه کې د خصوصي سکټور پر ارزښت او رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې سکټور کې د پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او وېش پراختیا، د عصري او تخصصي لابراتوارونو جوړول، د افغانستان پر عضوي کرنیزو محصولاتو د پانګونې او ارزښت زیاتوالی، او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ د بهیر عصري کول، د دې کمېټې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ښاغلي ګردېزي د خونې د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او کرنه او مالداري یې د هېواد د اقتصاد ملا تیر وباله. نوموړي ژمنه وکړه، چې د کمېټې له غړو او د دې برخې له متخصصینو سره په همکارۍ به د کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا، د پانګونې د زیاتوالي، د تولید د ودې او د دې سکټور د دوامدارې پراختیا لپاره اغېزناکې هڅې وکړي.
د ناستې په دوام کې، ښاغلی محمد طاهر شعیب د کمېټې د مرستیال او ښاغلی عبدالقاهر مهمند د منشي په توګه معرفي او په رسمي ډول خپلو دندو ته وګمارل شول.
د جوړ شوي پلان له مخې، دغه کمېټه به هره میاشت لږ تر لږه یوه منظمه ناسته د کرنې او مالدارۍ د سکټور د سوداګرو، پانګوالو او فعالانو په ګډون ترسره کوي، څو د دې سکټور ستونزې، فرصتونه او د پراختیا لارې چارې وڅېړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا مهال ۲۰ تخصصي کمېټې لري، چې هره یوه یې د بېلابېلو اقتصادي سکټورونو د متخصصینو او فعالانو په ګډون، د پانګونې د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د عوایدو د زیاتوالي، د شته ستونزو د حل او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د ودې په موخه، په منظم ډول خپلې تخصصي غونډې ترسره کوي.

مقالات دیگر...