د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون د چمتووالي بهیر لیدنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان نړیوال نندارتونونو په مرکز کې د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون دايېرولو لپاره د چمتووالي بهیر لیدنه وکړه او د چارو پرمختګ وضعیت یې وڅېړه.
 
په دې لیدنه کې د خونې یو شمېر مرستیالانو او د مدیره پلاوي غړو هم ګډون درلود. د خونې عمومي رئیس د نندارتون بېلابېلو برخو، غرفو، د پرانېستې او پای مراسمو د ترسره کېدو له ځای، د B2B ناستو د ځای او نورو اړوندو برخو لیدنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د چمتووالي د چارو پر چټکتیا، د بېلابېلو برخو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او پر ټاکلي وخت د چارو پر بشپړولو ټینګار وکړ او لارښوونه یې وکړه، چې د کورنیو او بهرنیو مېلمنو، سوداګرو، پانګوالو او د دولتي ادارو د استازو ګډون او په ښه توګه د هرکلي او مېلمه‌پالنې لپاره دې مناسب شرایط برابر شي.
نوموړي همدارنګه د پرانېستې او پای مراسمو لپاره د کره چمتووالي، د غرفو منظم تنظیم، د B2B ناستو د ترسره کولو او د اړتیا وړ امکاناتو برابرولو پر ارزښت ټینګار وکړ، څو د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون د ټاکل شوي پروګرام له مخې په ښه توگه ترسره شي.