د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې له لوري د «سرطان د تشخیص او درملنې خیریه تخصصي روغتون» د جوړېدو طرحه تصویب شوه.

پنج‌شنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې (مشرتابه پلاوي) څوارلسمه ناسته د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د مرستیالانو، د مشرتابه پلاوي د غړو او اړوندو مسؤلینو په حضور کې ترسره شوه.
د ناستې د اجنډا لومړنۍ او تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په چوکاټ کې د «سرطان د تشخیص او درملنې خیریه تخصصي روغتون» د جوړېدو وړاندیز و، چې ټاکل شوې په لومړي پړاو کې د ۱۰۰ بسترو په ظرفیت جوړ شي او د سرطان ناروغانو په ځانګړي ډول بې‌وزلو او اړمنو ناروغانو ته د تشخیص او درملنې خدمات وړاندې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس الحاج سید کریم هاشمي د دې نوښت پر انساني، اسلامي او ملي اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سرطان د تشخیص او درملنې لوړ لګښتونه د افغانانو ډېرې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.
نوموړي وویل:
«افغانستان زموږ ګډ کور دی؛ د یو افغان درد زموږ د ټولو درد دی او د یو افغان د ژوند ژغورل زموږ د ټولو ویاړ دی.»
د خونې عمومي رئیس د هېواد سوداګرو، پانګوالو او خیر ښېګڼې کوونکو د ټولنیز مسئولیت په اړه وویل:
«پانګه یوازې د سوداګرۍ وسیله نه ده؛ پانګه د خدمت، هیله او ان د یو انسان د ژوند ژغورلو وسیله هم کېدای شي.»
نوموړي زیاته کړه، چې دغه روغتون د یو شخص یا یوې ادارې پروژه نه ده، بلکې یوه انساني او ملي پروژه ده، چې د افغانستان د خلکو اړوند ده او د سوداګرو، پانګوالو، خیر ښېګڼې کوونکو او عامو خلکو په ګډه ونډه او د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ به جوړ شي.
د خونې عمومي رئیس د دې نوښت پر اساسي موخې په ټینګار وویل:
«موږ یوازې یوه ودانۍ نه جوړوو؛ موږ هیله جوړوو. موږ غواړو یو ورځ هېڅ بې‌وزله افغان ناروغ یوازې د پیسو نشتوالي له امله د سرطان له درملنې څخه بې‌برخې پاتې نه شي.»
نوموړي وویل، چې د ۱۰۰ بسترو ظرفیت د دې حرکت پیل دی نه پای او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به د دې مرکز ظرفیت او خدمات پراخ او دغه روغتون به په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنې پر یوه مجهز او معیاري مرکز بدل شي.
د خونې عمومي رئیس له سوداګرو، پانګوالو، خیر ښېګڼې کوونکو او عامو خلکو څخه هم وغوښتل، چې کولی شي د خپلې وړتیا او امکاناتو له مخې په دې انساني حرکت کې ونډه واخلي. نوموړي ټینګار وکړ:
«مهمه نه ده چې زموږ ونډه څومره لویه یا کوچنۍ وي؛ مهمه دا ده چې په دې خیر کې شریک واوسو. هره ونډه که هر څومره کوچنۍ هم وي د یوه ناروغ او یوې کورنۍ لپاره د هیلې سبب کېدای شي.»
د اجرائیه کمېټې غړو له هر اړخیز بحث او ارزونې وروسته د «سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې خیریه تخصصي روغتون» د جوړېدو څخه خپل قاطع او هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او دغه طرحه یې د رايو په اکثریت سره په رسمي توګه تصویب کړه.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د ځمکې، نقشې او ډیزاین، طبي وسایلو، د سرطان تخصصي څانګو، لګښتونو او مالي سرچینو، د خصوصي سکټور د مشارکت، د اړوندو دولتي ادارو د همکاریو او د روغتون د روڼ او دوامدار مدیریت د څرنګوالي د ارزونې لپاره یوه مسلکي او باصلاحیته کمېټه جوړه شي او د پروژې د پلي کېدو جامع طرحه چمتو کړي.
د خونې عمومي رئیس د ناستې په پای کې د دې نوښت پیغام په لاندې ډول لنډ کړ:
«راځئ له سوداګرۍ څخه هیله جوړه کړو؛ له پانګې څخه ژوند جوړ کړو؛ او د نن ورځې له پرېکړې څخه د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره سبا جوړ کړو.»
د ناستې په دوام کې د اجنډا نور اقتصادي، اداري او اجرائیوي موضوعات هم د اجرائیه کمېټې د غړو له لوري وڅېړل شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.