د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې مرستیالانو په ملتیا په کابل کې د صنعت او کانونو اوونۍ د نړیوال نندارتون لیدنه وکړه.
 
د په نندارتون کې د بېلابېلو غرفو لیدنې پر مهال د افغانستان د صنعت او کانونو خونې رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده د ښاغلي هاشمي او ورسره پلاوي ملتیا وکړه. دواړو لورو د نندارتون په څنډه کې د صنعتکارانو او پانګه‌والو ترمنځ د پیاوړو اړیکو او ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې او د نظرونو تبادله هم وکړه.
ښاغلي هاشمي د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورني صنعت د ودې، اقتصادي پراختیا، د پانګونې جلب او د کورنيو تولیداتو د معرفۍ لپاره مهم وبلل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې ترمنځ یې د همکاريو پر لا زیاتولو ټینګار وکړ.
همداراز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د نندارتون د تنظیم او مدیریت په برخه کې د افغانستان د صنعت او کانونو خونې هڅې وستایلې او د دې خونې د مشرتابه فعالیتونو مننه يې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي هم د عمومي رئیس ترڅنګ د نندارتون د بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه.
 
سه شنبه، د چنګاښ ۱6مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په هغې غونډې کې، چې د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګی عظیمي، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د پاليسۍ او له حکومت سره د اړيکو مرستیال ميراجان سليمانخېل او د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي هم په کې برخه لرله، ګډون وکړ او د عامل ریاست له مرستیالانو او ټولو کارکوونکو سره پر ليدنې سربېره يې د دوی کاري فعالیتونه وستايل او پر لا ښه‌والي یې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي هاشمي د خبرو پرمهال وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکټور ګډ کور دی او له ستر سوداګر څخه تر کوچني دوکاندار پورې ټول په دې اداره کې د درناوي وړ دي. نوموړي زیاته کړه "زما په ګډون، چې د خونې عمومي رئیس یم، تر ټولو ټیټ رتبه کارکوونکي پورې ټول مکلف یوو، چې سوداګرو او پانګوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او د اداري چارو په ترسره کولو کې په صداقت، مسئولیت او ژمنتیا عمل وکړو"
د خونې عمومي رئیس په دې غونډه کې د کارکوونکو د هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې بنسټګر ارواښاد عبدالمجید خان زابلي د خدمتونو درناوي په موخه دې یو عالي نښان جوړ شي، څو د خصوصي سکټور دې ستر شخصیت د ارزښتناکو خدمتونو د ستاینې یوه کوچنۍ نښه وي.
ښاغلي هاشمي همداراز کارکوونکو ته وویل، د دې لپاره چې د دوی کاري بهیر په عادي او اغېزناک ډول دوام ومومي، که هر کارکوونکی مادي یا معنوي ملاتړ ته اړتیا ولري، رهبري به یې په مسئولانه توګه ملاتړ وکړي.
د غونډې په پای کې د خونې د مالي او اداري چارو مرستیال او د عامل ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کاري بهیر د مثبت پرمختګ په اړه عمومي رئیس ته ډاډ ورکړ.
 
دوشنبه، د چنگاښ ۱۵مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج میرویس وزیرزي کټوازي، الحاج عبدالقاسم عمرخېل، الحاج حمیدالله حبيبي او الحاج مطيع‌الله ګرديزی د صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د بېلابېلو غرفو لیدنه يې وکړه.
 
یاد نندارتون به، چې په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی، د یوې اوونۍ لپاره دوام وکړي او په کې شرکتونو د فلزي او کاني محصولاتو ترڅنګ د درملو، د ابادۍ، پاکولو او خوراکي توکو په شمول بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ايښي.
 
جمعه، چنگاښ ۱۲مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې شپږمه غونډه د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ او د پانګونې مرستیال الحاج ارین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ولایتي چارو مرستیال الحاج فیض احمد خوافي، د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د خدماتو مرستیال الحاج عنایت الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال الحاج عبدالنافع بارکزي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس الحاج ذبیح الله عمرخېل او د خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست زین‌الله حسني په ګډون د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
 
د ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي په اوسنیو شرایطو کې د سوداګرو او پانګه‌والو پر ملي مسئولیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه باید د خلکو اړتیاوو پوره کولو په ځانګړي ډول د لومړنیو او باکیفیته نفتي توکو برابرولو لپاره له بېلابېلو لارو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ورپسې د اجرائیه کمېټې د شپږمې ناستې د اجنډا موضوعات د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي الحاج ذبیح الله عمرخېل له لوري غونډې ته وړاندې شول.
وروسته د عامل پلاوي د تېرو پنځو میاشتو کاري راپورونه او وړاندیزونه د خونې مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني له لوري وړاندې شول او د مدیره پلاوي غړو ته یې په دې اړه هر اړخیز مالومات ورکړل.
له بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته د خونې د سیسټمونو پر ډیجیټلي کېدو ځانګړی ټینګار وشو. همدارنګه د نفتي توکو د وارداتو او د بې‌کیفیته تېلو د واردېدو مخنیوي په اړه پرېکړه وشوه، چې سوداګر دې وهڅول شي څو د هېواد بازارونو او د خلکو اړتیا پوره کولو لپاره د نفتي توکو واردات لا زیات کړي.
په پای کې د عامل پلاوي د ریاست پر وړاندیزونو هم بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
 
یکشنبه، چنګاښ۱۴مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو هر یو لهدولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او د مدیره پلاوي غړو الحاج میرویس وزیرزی کټوازي او الحاج نجابت الله حیدري د قرغیزستان د توکموک ښار د «تیریک تاش» د سمنټو تولیدي فابریکې لیدنه وکړه.
 
یاده فابریکه، چې هره ورځ د ۵ زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت لري، د قرغیزستان د سمنټو له سترو تولیدوونکو فابریکو څخه شمېرل کېږي او د تولید په برخه کې له پرمختللې ټکنالوجۍ او عصري معیارونو څخه ګټه اخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د لیدنې پر مهال د فابریکې له بېلابېلو څانګو، د سمنټو د تولید له بهیر، تخنیکي سیسټمونو، تولیدي تجهیزاتو او د کیفیت د کنټرول او مدیریت پروسې لیدنه وکړه او مالومات یې ترلاسه کړل. همدارنګه دواړو لورو په افغانستان کې د سمنټو د تولید او د ساختماني صنعت د پراختیا په برخه کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې او د نظرونو تبادله هم وکړه.
د ورته فابریکې د جوړېدو په موخه پرېکړه وشوه، چې د «تیریک تاش» شرکت او د دغه شرکت د چینایي شریکانو په همکارۍ به په افغانستان کې هم د سمنټو یوه ورته تولیدي فابریکه جوړه شي. دغه اقدام به د هېواد د صنعت په وده، د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د سمنټو پر وارداتو د هېواد د اتکا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي دغه اقدام هېواد ته د بهرنیو پانګونو د جلب، د نوې ټکنالوجۍ او تجربو د لېږد او د تولیدي صنعتونو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ یې د پانګونې او اقتصادي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او صنعتي همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د ګډې ارادې څرګندونه کوي.
 
سه‌شنبه، چنګاښ نهمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان په بازار کې د نفتي توکو احتمالي کمښت مخنیوي او پېټرولو، ډېزلو او ګازو ته د اړتیا پوره کولو په موخه د ۱۴۰۵ کال د چنگاښ په ۱۳مه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د خونې مرستیالانو او د نفتي توکو یو شمېر سوداګرو او واردوونکو په ګډون مشورتي ناسته وشوه.
 
دا ناسته په داسې حال کې وشوه، چې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د نفتي توکو په ځانګړي ډول د ګازو د برابرولو او عرضې په برخه کې ستونزې او محدودیتونه رامنځته شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د موضوع اهمیت په درک سره د نفتي توکو له سوداګرو او واردوونکو وغوښتل، چې د ملي مسؤلیت له مخې د پېټرولو، ډېزلو او مایع ګازو واردات زیات کړي، څو د هېواد د بازارونو او خلکو اړتیاوې په خپل وخت پوره شي.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د سوداګرو د هڅو او خدمتونو مننه وکړه او ویې ویل، چې خصوصي سکټور تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او د لومړنیو او اساسي اړتیاوو په ځانګړي ډول د نفتي توکو په برابرولو کې يې مهم او حیاتي رول لوبولی. نوموړي ټینګار وکړ، چې سوداګر او پانګه‌وال د ملي اقتصاد د مهمو ستنو په توګه مسؤلیت لري، چې د وارداتو په زیاتولو سره د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنيوی وکړي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه وویل، چې د وارداتو ترڅنګ د نفتي توکو کیفیت ته هم باید جدي پاملرنه وشي. هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د هېواد د اړتیا وړ پېټرول، ډېزل او ګاز د ټاکل شوو معیارونو او وړ کیفیت له مخې وارد کړي او بازار ته د بې‌ کیفیته نفتي توکو د عرضې مخه ونیسي.
په دې ناسته کې د نفتي توکو د واردوونکو سوداګرو ستونزې او ننګونې هم وڅېړل شوې. ګډونوالو د ګمرکي او اداري بهیر، د وارداتو پر وړاندې شته ستونزو، بازار ته د نفتي توکو د منظمې عرضې او د خصوصي سکټور او د اسلامي امارت اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ډاډ ورکړ، چې د نفتي توکو د واردونکو سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه به په رسمي ډول د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریک کړي، څو د نافذه قوانینو او طرزالعملونو له مخې واردات اسان، بازار ښه تنظیم، د خلکو اړتیاوې پوره او د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنیوي لپاره لازم اقدامات وشي.
همدارنګه د بېلابېلو ولایتونو او له هېواده بهر د نفتي توکو یو شمېر لویو سوداګرو او د اړوندو شرکتونو مالکانو هم په انلاین ډول په دې ناسته کې ګډون وکړ او د وارداتو د زیاتوالي، د بازار ثبات او د نفتي توکو د کیفیت ښه والي په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د خونې له مشرتابه سره شریک کړل.
د غونډې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د نفتي توکو واردونکو سوداګرو او د اسلامي امارت اړوندو ادارو ترمنځ پر نږدې همکارۍ ټینګار وشو. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنیوي، د پېټرولو، ډیزلو او مایع ګازو د وارداتو بهیر د اسانتیا، د بې‌ کیفیته نفتي توکو د عرضې مخنیوي او د سوداګرو د ستونزو حل لپاره به د خصوصي سکټور او مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ یو ګډ او منظم میکانېزم رامنځته شي.
 
یکشنبه، چنگاښ ۱۴مه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...