په کابل کې د هند له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه.


پنجشنبه، د وږي ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې د مدیره پلاوي غړي او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي الحاج مسعود راحت په حضور کې په کابل کې د هند له سفیر ښاغلي یتین پټېل سره لیدنه او د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو پر زیاتوالي او ورته اسانتياوو پر برابرولو خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان د صادراتي محصولاتو لپاره د هند د بازار پر ارزښت ټینګار وکړ او د هند له سفیر یې وغوښتل، چې ياد هېواد ته د کام ایر هوايي شرکت د الوتنو زیاتوالي په برخه کې له اړوندو هندي چارواکو سره همکاري وکړي او د افغان سوداګرو د تازه او وچو مېوو د چټک انتقال لپاره د منظمې او که امکان ولري د ورځې د دوو الوتنو زمینه برابره کړي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه له هند څخه د یوه ورځني هوايي کارګو الوتنې د ځانګړې کولو په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه، څو د هند بازارونو ته د افغانستان د تازه مېوو، وچو مېوو او انځرو د صادراتي جوپو د انتقال ظرفیت لوړ شي.
د دې لیدنې پرمهال د خونې عمومي رئیس د افغانستان د تازه او وچو مېوو د سوداګرو او صادرونکو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر د اسانولو او چټکتیا غوښتنه هم وکړه، څو په خبره يې هغوی وکولای شي خپلې سوداګریزې او صادراتي چارې پر وخت تعقیب کړي.
په کابل کې د هند سفیر ښاغلي یتین پټېل د مطرح شویو موضوعاتو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د الوتنو د زیاتوالي، هوايي کارګو او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې اسانتیا اړوند غوښتنې به له هندي اړوندو چارواکو سره تعقیب کړي.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو هند ته د افغانستان د صادراتي محصولاتو د صادراتو پر زياتوالي او ورته د لازمو اسانتياوو برابرولو په موخه د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.