د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له مرستیال ښاغلي میدیربیک تومانوف سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو لپاره د نوو فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د ګډو همکاریو لپاره یې د ظرفیت لرونکو سکټورونو پر پېژندنې ټینګار وکړ. همدارنګه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د توکو د لېږد او ټرانزیټ، د سوداګریزو ویزو د اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته خنډونو پر لرې کولو هم خبرې وشوې.
ښاغلي هاشمي د افغانستان او قرغيزستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د خپل سټراټیژیک موقعیت له امله کولای شي د منځنۍ او سویلي اسیا د بازارونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، صنعت او ګډو اقتصادي پروژو په تطبيق کې د همکاریو پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي میدیربیک تومانوف هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او سوداګرو او پانګوالو لپاره یې د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د خپل وزارت له اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د خبرو پر دوام، د اقتصادي او سوداګریزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار وکړ. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د راتلونکو همکاریو لپاره د مناسبو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د دواړو لورو د قوي ارادې څرګندونه کوي.
 
دوشنبه، چنگاښ اتمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي د هېواد د سوداګرو ۲۱ کسیز پلاوي په مشرۍ د چین په چنګدو ښار کې د تولیدي او صنعتي ماشین‌الاتو په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي رحیمي او مل پلاوي یې د نندارتون د بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه او د ماشین‌الاتو له تولیدونکو او نندارچیانو سره یې د افغانستان د اړتیا وړ ماشین‌الاتو، د هغو د لېږد او د همکارۍ د فرصتونو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
دغه راز نوموړي او ورسره مل پلاوي د ماشین‌الاتو د تولید ځينو فابریکو لیدنه هم وکړه او افغان سوداګر یې وهڅول، څو د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره اړین او معیاري ماشین‌آلات وپېري.
ښاغلي رحیمي همدارنګه د هغو چينايي شرکتونو له مسؤلینو سره، چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري، لیدنې وکړې او هغوی یې په اړوندو صنعتي برخو کې پانګونې ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې افغان سوداګرو د تولیدي ماشین‌الاتو د پېرلو په برخه کې د څه باندې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت شپږ سوداګریز هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړل.
 
یکشنبه، چنګاښ اومه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یوه پلاوي په مشرۍ د قرغیزستان پلازمېنې بشکیک ته سفر وکړ او د شانګهای همکاریو سازمان په نندارتون کې، چې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربتوب جوړ شوی و، ګډون وکړ.
 
دې نندارتون ته د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رئیسان او مرستیالان وربلل شوي وو او په رسمي ډول د قرغیزستان لومړي وزیر لومړي مرستیال ښاغلي دانیار امان‌ګېلدیف له لوري پرانیستل شو.
د نندارتون په څنډه کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو ځینو خونو له رئیسانو او استازو سره، چې پکې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، د ایران اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال، د تاجیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، د روسیې فدراسیون د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال شامل وو، لیدنې او خبرې کړې.
په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیالانو ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او ښاغلي الحاج عنایت الله صدیقزي، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج نجابت حیدري، ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد او د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عزیزالله امین هم ګډون درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د قرغیزستان لومړي وزیر له لومړي مرستیال سره یو ځای د نندارتون بېلابېلې برخې ولیدې او د افغانستان او د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ يې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. همدارنګه د اقتصادي تعاملاتو پر دوام او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار وشو.
 
شنبه، چنګاښ شپږمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکټور ترمنځ لومړنی سوداګریز فورم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو په ګډې همکارۍ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکيک کې ترسره شو. په دې فورم کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رئیسانو او مرستیالانو، د قرغیزستان د سوداګرۍ وزارت معین، په بشکيک کې د اسلامي امارت سفیر، دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
 
د غونډې په پیل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس ښاغلي تیمیر سریف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د افغان سوداګرو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي د دواړو هېوادونو تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې وویل، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې که څه هم نسبي وده یې کړې، خو لا هم د دواړو هېوادونو د ظرفیتونو پرتله بسنه نه کوي. هغه همدارنګه د افغانستان پر ټرانزیټي موقعیت او د کرنې، ودانیزو چارو او د تازه او وچو مېوو په برخو کې د ګډو همکاریو پر فرصتونو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یاد فورم جوړېدل د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله او د قرغیزستان حکومت د کوربه‌توب مننه يې وکړه. نوموړي وویل افغانستان او قرغیزستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره پراخ ظرفیتونه لري او د دغو اړیکو پراختیا به د دواړو هېوادونو او سیمه‌ییزو همکاریو په ګټه تمامه شي.
ښاغلي هاشمي د همکاریو لپاره پنځه اساسي وړاندیزونه وکړل، چې پکې د سوداګرو او پانګوالو د پلاوو تګ راتګ زیاتوالی، د ګډو نندارتونونو او اقتصادي غونډو جوړول، د ټرانزیټ او لېږد رالېږد اسانتیاوو برابرول، د ګډو پانګونو هڅونه او د سوداګرو د ستونزو حل لپاره د منظم میکانېزم رامنځته کول شامل وو.
په دې فورم کې د قرغیزستان لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي عبدالشکور حقاني هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره یې د سفارت له اړخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پروګرام په دویمه برخه کې د «افغانستان-قرغیزستان د سوداګرۍ ګډې خونې» د رامنځته کېدو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دې ګډې خونې موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ګډو پانګونو جلب او د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو کمول دي.
د فورم په پای کې د څه باندې ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت څو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول. تر ټولو ستره هوکړه د افغانستان د خوافي هولډینګ ګروپ او د قرغیزستان د تیریک تاش شرکت ترمنځ د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکې جوړولو په اړه وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو او صنعتي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د دغه سوداګریز فورم ترسره کېدل د افغانستان او قرغیزستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پراختیا او د راتلونکو ګډو فرصتونو رامنځته کولو لپاره د دواړو هېوادونو د قوي ارادې څرګندونه کوي.
 
یکشنبه، چنګاښ اوومه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوست هېواد هندوستان د سوداګرۍ د پراختیا ادارې له رئیس ښاغلي پریم جیت لال سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
د دې لیدنې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي د تېرو نهو میاشتو په موده کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د خونې مشرتابه د سوداګرۍ پراختیا او د پانګونې جلب په موخه په دې موده کې له هېواد بهر له شلو زیات رسمي سفرونه کړي او په هېواد دننه او بهر یې په ګڼو اقتصادي کنفرانسونو، نندارتونونو او غونډو کې ګډون کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې خونه لېواله ده، څو د افغانستان سوداګرو او پانګوالو پلاوي د هندوستان په نړیوالو نندارتونونو او مهمو اقتصادي غونډو کې د ګډون لپاره معرفي کړي. نوموړي د هند د سوداګرۍ پراختیا ادارې څخه وغوښتل، چې د هند په نندارتونونو کې افغان سوداګرو ته د پراخ ګډون زمینه برابره کړي او د دې ادارې په همکارۍ په افغانستان کې هم ګډ دوه‌ اړخیز او څو اړخیز نندارتونونه او غونډې جوړې شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي فرصتونه لا ښه معرفي شي.
د هندوستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې رئیس ښاغلي پریم جیت لال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له سفر او همدارنګه د پراګتي میدان د نندارتون مرکز له لیدنې خوښي وښوده او ویې ویل، چې په تېرو کلونو کې د هندوستان په نندارتونونو او اقتصادي پروګرامونو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کم‌رنګه شوی و.
نوموړي زیاته کړه، چې د هند د سوداګرۍ پراختیا اداره چمتوو ده، څو د روان کال د نومبر په میاشت کې د هند نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF) کې د ګډون لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته رسمي بلنه ورکړي. د هغه په وینا دغه اداره چمتوو ده، چې د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ۲۰۰ کسیز پلاوي ګډون ته زمینه برابره کړي، څو د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ همکارۍ او پانګونې ته نوي فرصتونه رامنځته شي.
د دې لیدنې په پای کې ښاغلي سید کریم هاشمي د هند د پراګتي میدان د نندارتون له مرکز لیدنه وکړه. دغه مرکز د لویو او منځنیو سالونونو په لرلو سره د غونډو، نندارتونونو او نړیوالو پروګرامونو د کوربتوب وړتیا لري او په یو وخت کې د څه باندې اووه زره ګډونوالو د ځایولو ظرفیت لري. یاد مرکز د سیمې له سترو سوداګریزو او نندارتونیزو مرکزونو شمېرل کېږي.
په پای کې دواړو لورو د نندارتونیزو همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
 
پنجشنبه، چنګاښ څلورمه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس ښاغلي دیمیر سریف سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لوړولو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د شته ظرفیتونو او بالقوه سکټورونو د پېژندنې او اغېزناکې ګټې اخیستنې، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرو او پانګوالو د پلاوو تګ راتګ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو لورو د افغانستان او قرغيزستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ نږدې همکارۍ د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا، د ګډو اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغان او قرغیز سوداګرو او پانګوالو لپاره د نوو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره اړینې وبللې.
په دې مهمه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیالانو ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، ښاغلي فیض احمد خوافي او ښاغلي عنایت‌الله صدیق‌زي او همدارنګه د مدیره پلاوي غړو ښاغلي نجابت حیدري او ښاغلي سخي احمد نورزاد هم ګډون درلود.
 
یکشنبه، چنگاښ اومه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...