د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د مشرتابه پلاوي د غړي ښاغلي محمد گردېزي په شتون کې، د پکتيا د اتاق له رئیس، مشرتابه پلاوي او یو شمېر وتلو سوداګرو سره ولیدل.
 
د پکتيا د اتاق مشرتابه، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د پکتیا ولایت د خصوصي سکتور د فعالیتونو او جدي ستونزو په اړه خبرې وکړې. دوی ځانګړې یادونه وکړه چې د صنعتي پارک لپاره ځمکه نه‌ده وېشل شوې او د دند پټان بندر لپاره معیاري سړک نشته. دوی د اتاق له رئيس څخه وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره له اړوندو حکومتي ادارو سره همغږي او جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي د پکتيا د اتاق رئیس، مشرتابه پلاوي او د ولایت سوداګرو ته هرکلی وویلو، پکتيا یې د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیتي ولایتونو څخه یاد کړ او د خصوصي سکتور اصلي ستونزې یې واورېدې. هغه د پکتيا د اتاق مشرتابه وغوښتل چې د خصوصي سکتور ټولې ستونزې راټولې کړي او د پکتيا اتاق له لارې یې په لیکلي ډول له مرکزي اتاق سره شريکې کړي، څو د حل لپاره یې هڅې وشي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۵مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د ساختماني شرکتونو د اتحادیې له رئیس ښاغلي حمیدالله حبیبي او د دې اتحادیې له یو شمېر غړو سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي حبیبي او د ساختماني اتحادیې مسئولینو، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د یاد سکتور د فعالیتونو او اوسنیو ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغوی ډاډ ورکړ چې یادې اتحادیې به له عمومي رئیس سره هر اړخیز ملاتړ او همکاري کوي.
ښاغلي هاشمي، د ساختماني شرکتونو د اتحادیې رئیس او مشرتابه غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ساختماني شرکتونو ستونزې واورېدې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۱۵مه، کال ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د کاپيسا ولایتي اتاق له مشرتابه پلاوي او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې له مشرانو سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
د کاپيسا اتاق مشرتابه او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې مسئولینو، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، د خپلو کاري فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور عمده ستونزې یې له نوموړي سره شریکې کړې.
ښاغلي هاشمي د کاپيسا د اتاق مشرتابه او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د ټولو هېوادوالو سوداګرو ګډ کور وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې باید یو لوی سهمي شرکت جوړ شي، چې پکې د برقي وسایلو ټول اقلام تولید شي.
هغه د سهمي شرکتونو رول د بې‌کارۍ په له‌منځه وړلو او د هېواد په مختلفو برخو کې د ځان بسیاینې لپاره ارزښتناک وباله او له دوی یې غوښتنه وکړه، چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري، تر څو اتاق د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د موجوده ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ۱۳مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د شهزاده سرای د ترک قوم صرافانو د شورا له رئیس ښاغلي حکیمي او د هغه له مل پلاوي سره د اتاق د مشرتابه په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي حکیمي، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، او د خپل کار د فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ژمنه وکړه چې د یادې شورا لخوا به له اتاق سره هر اړخیزه همکاري وشي، او له ښاغلي هاشمي څخه یې وغوښتل چې د غالۍ صنعت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي، د شهزاده سرای د ترک قوم صرافانو د شورا رئیس او غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د صرافانو رول د هېواد د پولي ثبات، د کورنیو او بهرنیو مالي تبادلو د اسانتیا، او همداراز د سوداګرۍ او پانګونې د ملاتړ په برخه کې مهم وباله، او ډاډ یې ورکړ چې د غالۍ صنعت د ودې په برخه کې به اتاق پوره همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د زمري ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ولایتي اتاقونو د مشرتابه له غړو، د هېواد له پیژندل شویو سوداګرو او د یو شمېر حکومتي ادارو له مسئولینو سره چې د عمومي رئیس د ټاکل کېدو د مبارکۍ لپاره راغلي وو، د اتاق د مشرتابه په دفتر کې، لیدنه وکړه.
 
سوداګرو او مېلمنو ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د ده تر مشرۍ لاندې به د هېواد خصوصي سکتور د سوداګرۍ او اقتصاد په بېلابېلو برخو کې وده وکړي.
ښاغلي هاشمي، د ولایتي اتاقونو د مشرتابه غړو، سوداګرو او مېلمنو راتګ ته هرکلی ووایه، او د خصوصي سکتور د یووالي، د هېواد د اقتصادي ودې، او د شته ستونزو د حل په موخه یې خپله ژمنتیا او هڅې څرګندې کړې.
همداراز، د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي، د خپل سفارت له خوا یو استازی واستاوه تر څو ښاغلي هاشمي ته یوه ډالۍ ورکړي او د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړي او ښاغلي هاشمي ته په کاري چارو کې یې د بریا هیله وکړه.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د زمري ٢١مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د عامل پلاوی د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل په حضور کې، د هېواد د غاليو اتحادیې د مشرتابه پلاوي له غړي ښاغلي غلام فاروق سخي زاده او د هغه له مل پلاوي سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، لیدنه وکړه.
 
ښاغلي سخي زاده، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئيس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ورسره یې د غاليو سکتور او د یادې اتحادیې د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي له اتاق سره د یادې اتحادیې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي سخي زاده او د هغه مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد د اقتصاد په وده او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابرولو کې د غاليو د تولیدوونکو او صادرونکو په ګډون د تاجرانو رول مهم وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د خصوصي سکتور د ستونزو په حل او اسانتیاوو برابرولو کې به هر اړخیزه همکاري کوي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د زمري ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...