په هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې سره د سمنټو د تولید یوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

سې‌شنبه، د زمري ۲۰مه، ۱۴۰۵
 
په هرات کې د سمنټو د تولید یوې فابریکې د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي له لوري د کابینې د یو شمېر غړو، دولتي مسؤلینو، سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه فابریکه د خونې د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي له لوري د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې جوړېږي او له بشپړېدو او ګټې اخېستنې وروسته به د ورځې د ۳ زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري. د دې پروژې پلي کېدل د هېواد د تولیدي ظرفیت د لوړولو، د بنسټیز صنعت د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د سمنټو وارداتو ته د اړتیا کمولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې په تولیدي او صنعتي برخو کې پانګونه د هېواد اقتصادي ودې له اساسي محرکونو څخه وبلله او د پانګوالو پر ملاتړ، د اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا او د سترو صنعتي پروژو د پلي کېدو لپاره يې د مناسبو زمینو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او په صنعتي برخه کې یې سترې پانګونې د هېواد د اقتصاد له اساسي اړتیاوو څخه وبللې. نوموړي د خصوصي سکټور د لا ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د پانګونې چاپېریال پر لا ښه‌والي ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي د دې پروژې پیل د هرات صنعتي بنسټ د پیاوړتیا لپاره اغېزناک ګام وباله او د پانګوالو پر ملاتړ او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا لپاره یې د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د دې فابریکې و ودانيزو چارو له بشپړېدو او د فعالیت له پیل سره به د کورني بازار د سمنټو یوه برخه اړتیا د کورني تولید له لارې پوره شي او د مستقیمو او غیر مستقیمو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ودانیز صنعت د ارزښت ځنځیر د پراختیا او په هرات کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا زمینه به برابره شي.
د دې سترې صنعتي پروژې پیل د سمنټو برابرولو په برخه کې د نسبي ځان‌بساینې، د کورنیو تولیداتو د ودې او د افغانستان په اقتصاد کې د خصوصي سکټور د ونډې پیاوړتیا پر لور مهم ګام دی.