د ايکو اقتصادي همکاريو سازمان انلاين ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه په حضور کې ترسره شوه.


یکشنبه، د زمري ۲۵مه، ۱۴۰۵

د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان ناسته د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو د رئیسانو او استازو په ګډون په انلاين توګه ترسره شوه.

یاده ناسته کې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو رئیس ښاغلي عاطف اکرام شیخ له پرانېستې وینا سره پیل شوه او ورپسې د غړو هېوادونو د خونو رئیسانو او استازو د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان خصوصي سکټور او سوداګرو ټولنې په استازیتوب په خپله وینا کې د ایکو سیمه له پراخو اقتصادي ظرفیتونو، غوره جغرافوي موقعیت، د پام وړ طبیعي سرچینو، پراخو بازارونو او ځوان او فعال بشري ځواک څخه برخمنه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د سیمې هېوادونو اقتصادي راتلونکی تر بل هر وخت ډېر سیمه‌ییزو همکاریو، نښلونې او متقابل باور ته اړتیا لري.

ښاغلي هاشمي څرګنده کړه، چې د نړیوال اقتصاد چټکو بدلونونو، د اکمالاتي ځنځیرونو بدلون، د ټرانزیټي لارو ډېرولو ارزښت، د خوړو او انرژۍ د امنیت، د ډیجیټلي اقتصاد پراختیا او نویو بازارونو ته د لاسرسي اړتیا ته په کتو سیمه‌ییزې همکارۍ نور یوازې یو انتخاب نه، بلکې پر یوې اقتصادي اړتیا بدلې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان دا ظرفیت لري، چې لا ډېر د سیمه‌ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او ګډ تولید پر یوې اغېزناکې حوزې بدل شي او په دې بهیر کې د غړو هېوادونو خصوصي سکټور بنسټیز او ټاکونکی رول لري.

نوموړي د ایکو سازمان غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونې د دولتونو او خصوصي سکټور ترمنځ د اغېزناک پل په توګه یاد کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د دې سازمان اقتصادي موخې او پرېکړې دې له خبرو څخه عملي، اجرایي او پایله لرونکو پروګرامونو ته واړول شي.

افغانستان؛ د سیمې د اقتصادي نښلونې پل:

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د مرکزي اسیا، سویلي اسیا او لوېدیځې اسیا د پيوستون په نقطه کې د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په اشارې سره وویل، چې دغه موقعیت باید د یوه بالقوه جغرافیوي ظرفیت په توګه د ټولې سیمې لپاره پر یوې عملي اقتصادي او ټرانزیټي ګټې بدل شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان چمتوو دی، څو د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریز او ټرانزیټي پل په توګه خپل رغنده رول ولوبوي. د ټرانزیټي دهلېزونو پراختیا، د سرحدي سوداګرۍ اسانتیا، د ټرانسپورټي او انرژۍ شبکو نښلول او د مالونو د لېږد لپاره د خوندي لارو رامنځته کول نه یوازې د افغانستان، بلکې د ایکو د ټولو غړو هېوادونو لپاره د پام وړ اقتصادي ګټې رامنځته کولی شي.

د خونې عمومي رئیس زیاته کړه، چې افغانستان غواړي د سیمې هېوادونه د دې هېواد له لارې نویو بازارونو ته لاسرسی ومومي او افغانستان د ټرانزیټي رول ترڅنګ، د سیمه‌ییز ارزښت ځنځیر او اقتصادي همکاریو په یوه فعاله برخه بدل شي.

د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره د افغانستان وړاندیزونه:

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په خپله وینا کې د ايکو اقتصادي همکاريو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا لپاره څو عملي محورونه وړاندې کړل.

نوموړي د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانولو، د غیرضروري خنډونو کمولو، د ګمرکي پروسو ساده کولو، د مقرراتو د لا زیاتې همغږۍ او له ډیجیټلي سیسټمونو څخه د پراخې ګټې اخېستنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه د غړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا د منظمو B2B ناستو، ګډو نندارتونونو، د سوداګریزو پلاوو د تک راتګ او د پانګونې فرصتونو د شریکولو لپاره د اغېزناک میکانېزم رامنځته کول د نوموړي نور وړاندیزونه وو.

ښاغلي هاشمي همدارنګه د کرنې او پروسس، کانونو، انرژۍ، ټرانسپورټ او لوجسټیک، نساجۍ، صنعتي تولیداتو، ټکنالوجۍ او ډیجیټلي اقتصاد په برخو کې د سیمه‌ییزو ګډو پانګونو پر هڅولو ټینګار وکړ.

نوموړي د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د رول پر پیاوړتیا او په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې د اقتصادي فعالانو پراخ ګډون لپاره د زمینې پر برابرولو هم ټینګار وکړ.

د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو خنډونو د پېژندلو او له منځه وړلو لپاره د یوه منظم میکانېزم رامنځته کول هم د خونې عمومي رئیس نور وړاندیزونه وو، څو د سوداګرو واقعي ستونزې د سوداګريزو خونو له لوري راټولې او له مشخصو حللارو سره حکومتونو او اړوندو ادارو ته وړاندې شي.

د خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې د ایکو سازمان ناستې او تخصصي کمېټې باید لا ډېرې پایله لرونکې شي او د ترسره شوو پرېکړو لپاره مشخصې موخې، مهال‌وېش او د تعقیب میکانېزم په پام کې ونیول شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو بریا باید یوازې د ناستو په شمېر ونه ارزول شي؛ بلکې د سوداګرۍ، پانګونې، سیمه‌ییزې نښلونې او د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو واقعي زیاتوالی باید د بریا اساسي معیار وي.

په سیمه کې د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار:

ښاغلي سید کریم هاشمي د ایکو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ په سیمه کې د سوداګرۍ زیاتوالی له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله او د افغانستان خصوصي سکټور له ادرسه يې چمتووالی اعلان کړ، چې له ټولو غړو هېوادونو سره به سوداګریزې، پانګونې، ټرانزیټي او ګډې تولیدي همکارۍ پراخې کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سیمې هېڅ هېواد اقتصادي وده باید د هغه ګاونډیانو له اقتصادي ودې څخه جلا تعریف نشي. که د غړو هېوادونو سوداګریزې لارې له یو بل سره ونښلول شي، د مالونو او پانګې د لېږد خنډونه به کم او د پانګوالو ترمنځ به باور پیاوړی شي د ایکو سازمان غړي هېوادونه کولی شي یوه پیاوړې او لا رقابتي اقتصادي حوزه رامنځته کړي.

د خونې عمومي رئیس د جغرافیوي ګاونډیتوب څخه اقتصادي یووالي ته د حرکت پر اړتیا ټینګار وکړ او له محدودې دوه‌اړخیزې سوداګرۍ څخه يې د سیمه‌ییزو ارزښت ځنځیرونو او له عمومي خبرو څخه د ملموسو اقتصادي پروژو او پایلو پر لور د تګ غوښتنه وکړه.

د حضوري ناستو پر بیا پیل ټینګار:

د ناستې په دوام کې ښاغلي عاطف اکرام شیخ د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پر مهم رول ټینګار وکړ او په سیمه کې یې سیاسي او پوځي شخړې په تېرو کلونو کې د منظمې حضوري ناستو د کمېدو له عواملو څخه وبللې.

نوموړي د غړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ ناستو او مستقیمو تعاملاتو د بیا پیل پر اړتیا ټینګار وکړ او له غړو هېوادونو یې وغوښتل، چې له خپلو حکومتونو سره په همغږۍ د تګ راتګ د اسانتیا، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د B2B ناستو د پراختیا، د ټرانسپورټي او لوجستیکي شبکو د پراختیا او برابرول او د غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو او اقتصادي بنسټونو د رهبرۍ د منظمې ناستو لپاره زمینه برابره کړي.

افغانستان د ایکو سازمان د سوداګرۍ خونو راتلونکې ناستې کوربه‌توب ته چمتوو دی:

د ناستې په پای کې د راتلونکې حضوري ناستې د کوربه هېواد ټاکلو موضوع د سلا مشورې لپاره مطرح شوه.

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب د غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رئیسانو او مشرتابه ته بلنه ورکړه او په کابل کې یې د راتلونکې حضوري ناستې د کوربه‌توب لپاره د افغانستان او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چمتووالی اعلان کړ.

دغه وړاندیز د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شو او د راتلونکې ناستې د کوربه‌توب لپاره د افغانستان چمتووالی د ياد سازمان د مشرتابه او د یو شمېر غړو هېوادونو د استازو له لوري هم وستایل شو.

په دې ناسته کې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل؛ د پانګونې مرستیال الحاج ارین زلګی عظیمي؛ او د ولایتي چارو مرستیال الحاج فیض احمد خوافي هم ګډون درلود.

ټاکل شوې، چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې ناسته د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.

په کابل کې د دې ناستې ترسره کېدل کولی شي د غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د مشرتابه مستقیم حضور او تعامل، د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو د معرفي کولو او د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې، سیمه‌ییزې نښلونې او د غړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پراختیا په اړه د عملي بحثونو لپاره مهم فرصت برابر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دې ناستې کوربه‌توب په سیمه کې د افغانستان د اقتصادي ځایګی د پیاوړتیا، د اقتصادي او ټرانزیټي پيوستون د پل په توګه د هېواد معرفي کولو او د ایکو سازمان له غړو هېوادونو سره د سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام بولي.