د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې د صادراتو تخصصي کمېټه پرانېستل شوه.

جمعه، د زمري ۲۳مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو تخصصي کمېټې د پرانېستو ناسته د خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د خونې د مشرتابه غړو، یو شمېر سوداګرو او صادرونکو په ګډون د خونې د عمومي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د ناستې په پرانېستونکې وینا کې صادرات د اقتصادي ودې او د ملي اقتصاد پیاوړتیا له اساسي بنسټونو څخه وبلل او ویې ویل، چې د صادراتو پراختیا کولای شي د تولید زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د پانګونې جلب، د عوایدو زیاتوالي او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.
نوموړي د کرنيزو محصولاتو، تازه او وچې مېوې، زعفراڼو، غالیو، لاسي صنایعو، طبي بوټو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او نورو کورنیو تولیداتو په برخو کې د افغانستان پراخ ظرفیتونه یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې دغه ظرفیتونه هغه مهال په دوامدار اقتصادي ارزښت بدلېدای شي، چې افغان محصولات د مناسب کیفیت، معیاري بسته‌بندۍ، رقابتي بیې او خوندي لارو له په وسيله سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته صادر شي.
د خونې عمومي رئیس د دودیزو بازارونو د ساتنې ترڅنګ د نویو بازارونو د موندلو پر اړتیا ټینګار وکړ او مرکزي اسیا، سویلې اسیا، خلیجي هېوادونه، چین، ترکیه او نور سیمه‌ییز او نړیوال بازارونه یې د افغانستان د صادراتو پراختیا لپاره مهم فرصتونه وبلل.
ښاغلي هاشمي د صادراتو پر وړاندې شته ستونزې لکه ټرانزیټي ننګونې، د لېږد لوړ لګښت، ګمرکي ستونزې، بانکي محدودیتونه، د کیفیت او بسته‌بندۍ معیارونه او د موخو بازارونو په اړه د معلوماتو کمښت یاد کړل او د دغو ستونزو د جدي او عملي حل پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، چې د صادراتو تخصصي کمېټه باید یوازې تشریفاتي جوړښت او د ناستو ځای نه وي، بلکې د افغان صادرونکو ریښتینی غږ وي، ستونزې یې وپېژني او لومړیتوب ورکړي، د حل لپاره عملي لارې چارې وړاندې او د پایلې تر ترلاسه کېدو پورې یې تعقیب کړي. هغه ډاډ ورکړ، هر هغه عملي وړاندیز، چې د صادراتو د زیاتوالي، د سوداګرۍ لګښتونو د کمېدو، د صادرونکو پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کېدو او نویو بازارونو ته د لاسرسي سبب شي، د خونې د مشرتابه له لوري به یې ملاتړ وشي.
په دې ناسته کې د خونې مدیره پلاوي مرستیالانو؛ ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، الحاج میراجان سلیمان‌خېل، الحاج ارین زلګي عظیمي او الحاج فیض‌احمد خوافي، د مدیره پلاوي غړو الحاج ذبیح‌الله صمیم، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج سخي احمد نورزاد، الحاج ګل‌میر امیني او الحاج یحیی پښتون هم ګډون کړی و.
په دوام کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي یحیی پښتون د دې کمېټې اېجاد د اقتصادي پراختیا او د هېواد د صادراتو ملاتړ په برخه کې مهم ګام وباله.
نوموړي د خونې د مشرتابه له باور څخه په مننې سره وویل، چې دغه مسؤولیت یو ستر تعهد بولي او هڅه به وکړي، چې د کمېټې له غړو سره په ګډه د صادرونکو د ستونزو د حل، د افغان محصولاتو د ارزښت لوړولو، د صادراتو پراختیا او د نویو نړیوالو بازارونو د موندلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.