د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې دویمه ناسته، د دې کمېټې د رئیس او د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي، تر مشرۍ لاندې د خونې د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل، او همدارنګه د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د مشرتابه د نورو غړو په ګډون، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
 
د ساختماني شرکتونو مسئولانو او د یادې کمېټې غړو، د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د غړو ستونزې او وړاندیزونه، په ځانګړې توګه په بېلابېلو دولتي ادارو کې د پخوا پلي شویو پروژو د پورونو اړوند، مطرح کړل او د خپلو ستونزو د حل په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د غړو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د خپلو خبرو د لنډیز په ترڅ کې یې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي له ټولو شرکتونو وغوښتل چې خپلې ستونزې له اړوندو اسنادو سره په لیکلي بڼه له خونې سره شریکې کړي، څو خونه وکولای شي د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
 
شنبه، غویي ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
 

د درملو او طبي وسایلو د تخصصي کمېټې دویمه ناسته د شته ستونزو د پېژندنې او ورته د مناسبو حل‌ لارو د موندلو په موخه، د دې کمېټې د رئیس او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي سید احمد نورزاد، تر مشرۍ لاندې د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، او د یادې کمېټې د مشرتابه د نورو غړو په ګډون، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
 
ښاغلي امیني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د تخصصي کمېټو د فعالیتونو اساسي موخه د سوداګرو ستونزو ته تخنیکي او اغېزمنه رسېدنه وبلله او د درملو او طبي وسایلو د تخصصي کمېټې د غړو له همکاریو او هڅو څخه یې د دې سکټور د ستونزو او ننګونو د پېژندنې په برخه کې مننه وکړه. نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې خونه به د سوداګرو ستونزې له اړوندو حکومتي ادارو او نړیوالو بنسټونو سره شریکې او تعقیب کړي.
د تخصصي کمېټې غړو د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې موجودې ستونزې او ننګونې مطرح کړې او له خونې یې وغوښتل چې د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي نورزاد د دې ډول ناستو پر اهمیت د همکاریو د پیاوړتیا او د دې سکټور د فعالیت کوونکو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې ټینګار وکړ او د کمېټې د غړو د نظرونو او تجربو شریکول یې د درملو او طبي وسایلو د سوداګرو د تخصصي او تخنیکي ستونزو د حل لپاره مهم وبلل. نوموړي د دې سکټور ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ هم ورکړ.
 
شنبه، غویي ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال، ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، په شتون کې، د صرافۍ او مالي خدمتونو د تخصصي کمېټې له رئیس، ښاغلي سخي احمد نورزاد، او د دې کمېټې د مشرتابه له یو شمېر غړو سره د عمومي ریاست په دفتر کې لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې او ننګونې یې واورېدې.
 
په دې لیدنه کې، ښاغلي نورزاد د هېواد د صرافانو، په ځانګړې توګه د سرای شهزاده د صرافانو اساسي ستونزې یادې کړې، چې پکې په میوند بانک کې خپلو پیسو ته د نه لاسرسي ستونزه، د مالیاتو د ارزونې په برخه کې د اسانتیاوو نشتوالی، د صرافۍ د جواز د ترلاسه کولو لپاره د بانکي تضمین د کچې لوړوالی او همدارنګه د صرافانو او د هغوی د کورنیو غړو لپاره د وسلې د کارټونو ستونزې شاملې وې. نوموړي د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په موخه دې له اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ لازمې همکارۍ ترسره کړي.
ښاغلي هاشمي د صرافۍ سکټور رول د سوداګریزو فعالیتونو په بهیر کې، خلکو ته د مالي خدمتونو په وړاندې کولو او د سوداګرو د پیسو د لېږد په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې په اوسنیو شرایطو کې صرافانو توانېدلي دي چې د هېواد څخه بهر د سوداګرو په راکړه ورکړه کې اغېزمن رول ولوبوي او تر یوه بریده د بانکي نظام موجوده تشه جبران کړي. نوموړي همدارنګه د خصوصي سکتور په استازیتوب د صرافانو له هڅو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د یادو ستونزو د تعقیب او حل په موخه یې د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، ته لارښوونه وکړه څو موضوع له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکه او تعقیب کړي.
په دې لیدنه کې د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي هېواد باز، او د هېواد یو شمېر صرافانو هم ګډون درلود
 
سه‌شنبه، غویي ۱۵مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تخصصي کمېټه د دې کمېټې د رئیس او د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج خالد مجید، له لوري د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، په حضور کې د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.
 
ښاغلي امیني د تخصصي کمېټو، په ځانګړې توګه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې پر اهمیت او د هېواد د بېلابېلو سکتورونو په وده کې د هغې پر رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان د بډایو کانونو او په هېواد کې د ډبرو د پروسس د پرله‌پسې ودې په نظر کې نیولو سره، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تخصصي کمېټه کولای شي د دې سکتور په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي د کمېټې له ټولو غړو او د ډبرو د سکتور له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اړوندو حکومتي ادارو سره د شریکولو لپاره د همدې کمېټې له لارې له خونې سره شریک کړي.
ښاغلي الحاج خالد مجید د خونې د رئیس او مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرو ستونزې به په چټکۍ سره وڅېړي او د خونې له مشرتابه او اړوندو حکومتي ادارو سره به یې شریکې او تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي ملک فیصل سکندري او عزیزالله حسین‌خېل د دې کمېټې د مرستیالانو په توګه او حمیدالله حسین‌زاده د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې د منشي په توګه وټاکل شول او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې.
 
چهارشنبه، غویي ۱۶مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر، ښاغلي سادین آییلدیز سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د ودې په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
 
په دې لیدنه کې، ښاغلي آییلدیز د ګډ سوداګریز مرکز پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او هغه یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تولیدي ظرفیتونو، طبیعي سرچینو، د پانګونې فرصتونو د معرفي او د شرکتونو د معلوماتو د شریکولو په برخه کې مهم وباله. نوموړي زیاته کړه چې دغه ګډ سوداګریز مرکز کولای شي د سوداګرو لاسرسی اړینو معلوماتو ته اسانه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د ودې زمینه برابره کړي.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، ترکیه د افغانستان یو مهم اقتصادي شریک وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د خپلې مهمې جغرافیایي موقعیت او پراخو طبیعي سرچینو په لرلو سره د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال لري. نوموړي همدارنګه د هېواد د خصوصي سکتور چمتووالی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ترکیې ته د تازه مېوو، وچو مېوو او زعفرانو د صادراتو د زیاتوالي لپاره څرګند کړ، څو له دې لارې اروپایي بازارونو ته هم لاسرسی پراخ شي.
د خونې عمومي رئیس د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د ګډ سوداګریز شورا پر جوړېدو ټینګار وکړ او هغه یې د همکاریو د پیاوړتیا او د متقابلو لیدنو د زیاتوالي لپاره اغېزمن وباله. نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې ترکي سوداګر دې وهڅول شي څو د افغانستان په مهمو اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي.
په دې لیدنه کې د فاریاب د سوداګرۍ خونې مرستیال، ښاغلي شاه محمد خان، او د ترکیې د سفارت اقتصادي سلاکار هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غویي ۱۴مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت په هغې ناستې کې ګډون وکړ چې د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ملي اتحادیې (امکا) له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت په انسټیټیوت کې چې د کابل په افشار سیمه کې موقعیت لري، جوړه شوې وه.
 
په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالمنان عمري او د هېواد د بېلابېلو وزارتونو یو شمېر استازو هم ګډون درلود.
ښاغلي سلیمان‌خېل د کارګر نړیوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ، د کارګر، کار ورکوونکي او حکومت ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې او د کار نړیوال سازمان (ILO) اصولو ته په اشارې سره یې د یادو بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له ۱۳۱۳ لمریز کال راهیسې د دې سازمان غړیتوب لري.
ښاغلي سلیمان‌خېل همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د کار ګمارونکو په استازیتوب د کار نړیوال سازمان په کلنیو ناستو او پروګرامونو کې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه فعاله ونډه لري او د کارګرانو د حقونو د ملاتړ، د کاري چاپېریال د ښه والي، د کارموندنې د رامنځته کولو او له حکومتي ادارو سره د همکاریو په برخه کې یې د خصوصي سکټور پر دوامداره ژمنتیا ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، غویي ۱۶مه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...