د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خونې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د روسي فدراتیف سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. ښاغلي هاشمي د دې ناستې په پیل کې د افغانستان د خصوصي سکټور په کور کې د روسیې سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګوالیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
 
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګوالیزو اړیکو د پراختیا، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې، د ګډو پانګونو د جلب او د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د لا نږدې همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې. نوموړي همدارنګه د روسیې له لوري د متخصصینو د استولو غوښتنه وکړه څو د افغانستان له خصوصي سکټور سره همکاري وکړي او افغانستان ته د روسیې تخنیکي پوهه او صنعتي تجربې انتقال شي.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ چې د دواړو لورو د سوداګرو، پانګوالو او فعالو شرکتونو نوملړونه سره تبادله شي څو د بازار د اړتیاوو پر بنسټ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ټاکلي او عملي پروګرامونه جوړ شي.
په مقابل کې ښاغلي دیمیتري ژیرنوف څرګنده کړه چې د تېر کال په ترڅ کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ وده کړې خو دا اندازه د دواړو هېوادونو د شته ظرفیتونو لپاره بسنه نه کوي او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا شته.
نوموړي همدارنګه د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر عملي ګامونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې به د خونې سره همکاري وکړي څو په افغانستان کې شته مهم پانګوالیز فرصتونه او پروژې روسي سوداګرو او پانګوالو ته ور وپېژندل شي.
د روسیې سفیر په پای کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا یو مهم عامل وباله.
 
سه‌شنبه، غبرګولی ۱۹مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی فیض احمد خوافي او د خدماتو مرستیال ښاغلی عنایت الله صدیق‌زی، د یو کاري سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ولاړل او هلته یې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه، سوداګرو، پانګوالو او همدارنګه د یاد ولایت د نفتو او ګازو اتحادیې له مسؤلینو سره لیدنې او خبرې وکړې.
 
په یادو ناستو کې د بلخ ولایت د خصوصي سکټور او د نفتو او ګازو اتحادیې پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې وڅېړل شوې. ګډونوالو د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې د چاپېریال د ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور ترمنځ یې پر نږدې همغږۍ او همکاریو ټینګار وکړ.
ښاغلي خوافي د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه او د نفتو او ګازو اتحادیې له مسؤلینو سره په جلا جلا ناستو کې د بلخ خونې د اغېزمنو خدمتونو او په دې ولایت کې سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو رول وستایه. نوموړي د نفتو او ګازو سکټور د فعالانو ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې هم واورېدې او د خصوصي سکټور د یووالي او همغږۍ پر اهمیت یې خبرې وکړې چې د هېواد اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت لري. هغه د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د تعقیب او حل په برخه کې خپله ژمنتیا هم څرګنده کړه.
همدارنګه په دغو لیدنو کې د حیرتان بندر شته ستونزې لکه د نوبت ورکولو بهیر، د واګونونو په تخلیه کې ځنډ او نور ترانزیټي او سوداګریز خنډونه په تفصیل سره وڅېړل شول. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د اړوندو ادارو له مشرانو سره شریکې کړي او د مناسبو حل لارو د موندلو او د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو د اسانتیا لپاره به لازمې هڅې ترسره کړي.
دغه سفر د خصوصي سکټور ستونزو ته د رسېدنې، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ په موخه ترسره شو.
 
شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۵
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ازبکستان هېواد د سوداګرۍ او پانګونې وزارت له معین ښاغلي شاهرخ غلام‌اوف سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او پانګوالیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د ازبکستان دولت له همکاریو او برابر شوو اسانتیاوو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغو اقداماتو د افغان سوداګرو او پانګوالو لېوالتیا زیاته کړې ده تر څو له ازبېکستان سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.
ښاغلي هاشمي په افغانستان کې د ازبکستاني پانګونو د راخپلولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ازبکستاني لوري یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره لېوال پانګوال معرفي کړي. نوموړي په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونو په ځانګړي ډول د کانونو او تولیدي فابریکو د جوړولو په برخو کې لکه: د کیمیاوي سرو، نباتي غوړیو او خوراکي تېلو د تولیدي فابریکو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. هغه همدارنګه د ازبکستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي هم و.
ښاغلي شاهرخ غلام‌اوف د وړاندې شوو وړاندیزونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ازبکستان هېواد به د افغانستان له کوچنیو او منځنیو فابریکو سره د همکاریو ځانګړي پروګرامونه پلي کړي تر څو ازبکستان ته د افغاني محصولاتو صادرات زیات شي. نوموړي زیاته کړه چې د همدې موخې لپاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفو هوکړه‌لیک هم ډېر ژر عملي شي.
د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزارت معین یادونه وکړه چې د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ د اسانتیا لپاره له قره‌قالپاقستان څخه تر ترمذ پورې نوې لاره فعاله شوې ده چې د پخوانیو لارو په پرتله لږ لګښت او ډېرې اسانتیاوې لري.
نوموړي همدارنګه وویل، چې د ازبکستان بېلابېل بانکونه د مالي او بانکي لېږدونو د اسانتیا په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا لري، او ژمنه یې وکړه چې د ازبکستان د هغو پانګوالو نوملړ چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره شریک کړي.
 
پنجشنبه، غبرگولي ۱۴مه، ۱۴۰۵
 
 

د «مرکزي او سویلي آسیا نښلونې او د ګډې هوساینې بنسټ رامنځته کولو» تر سرلیک لاندې نړیواله ناسته د ازبکستان په تاشکند ښار کې د لوړپوړو دولتي چارواکو، د وزیرانو مرستیالانو، سفیرانو، د نړیوالو سازمانونو استازو، کارپوهانو او د سیمې د هېوادونو د خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شوه.
 
په دې ناسته کې ګډونوالو د افغانستان پر محوري رول، د سیمې د اقتصادي څلورلارې او د مرکزي او سویلي آسیا د نښلوونکي پُل په توګه ټینګار وکړ او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییزې نښلونې په پراختیا کې یې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت اهمیت روښانه کړ. همدارنګه له افغانستان سره د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د ټرانزیټي دهلېزونو د پراختیا، د ګمرکي چارو د اسانتیا او د سوداګریزو زیربناو د عصري کولو په برخه کې د ازبکستان هېواد همکارۍ وستایل شوې.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب وینا وکړه او افغانستان یې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د نښلونې پُل وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ستر فرصت برابر کړی او د سیمې هېوادونه باید افغانستان ته د یوه اقتصادي شریک او مهم ټرانزیټي مسیر په سترګه ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي له افغانستان سره د ازبکستان هېواد د همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پام وړ پراختیا یادونه یې وکړه چې دا یې د ګډو ګټو پر بنسټ د اقتصادي همکاریو یوه بریالۍ بېلګه وبلله. نوموړي د سوداګریزو او ټرانزیټي خنډونو پر کمولو، د ګمرکي بهیر پر اسانتیا، د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا، د لوجستیکي زیربناو پر پیاوړتیا او د سیمه ییزې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د ګډو میکانېزمونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په پراختیا کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او د مرکزي او سویلي آسیا د هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د یوه منظم فورم د جوړېدو وړاندیز وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې افغانستان کولای شي د سیمې یو مهم ټرانزیټي او لوجستیکي مرکز وګرځي او د بازارونو په نښلولو او د سیمې د هېوادونو د ګډې هوساینې په برابرولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو له افغانستان سره د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د سیمې د ګډې هوساینې او پرمختګ په برابرولو کې یې د افغانستان رول حیاتي وباله.
د یادونې وړ ده چې دغه درې ورځنۍ ناسته د ازبکستان په تاشکند، ترمذ او سمرقند ښارونو کې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د فرصتونو پر ارزونې متمرکزه ده او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصت برابروي.
 
جمعه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ازبېکستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ټرانسپورټ له وزیر ښاغلي الهام رستم اویچ محکم‌اوف او د ازبېکستان د اورګاډي پټلۍ له عمومي رئیس ښاغلي ظفر غیاث اویچ نرزولایوف سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې ناسته کې ښاغلي هاشمي د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا او اسانتیاوو پر اهمیت خبرې وکړې او د ټرانسپورت او ټرانزیټ په برخه کې یې د شته ستونزو پر حل ټینګار وکړ. نوموړي د تشو واګونونو، د لېږد رالېږد د لګښتونو د زیاتوالي او افغان سوداګرو او صادرونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو اړتیا ته اشاره وکړه او ازبېکستان او د سیمې نورو بازارونو ته د افغانستان صادراتو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د ازبېکستان د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي محکم‌اوف د افغانستان له خصوصي سکټور سره د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورتي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره یې مهم وړاندیزونه وړاندې کړل. نوموړي د عصري لوجستیکي مرکزونو جوړول، په سرحدي بندرونو کې د ۲۴ ساعته خدماتو فعالول، د مجهزو او عصري ګودامونو جوړول او همدارنګه د نایب‌آباد بندر څخه تر حیرتان بندر پورې د ټرانسپورټي لاري پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا مهم پروګرامونه وبلل.
همدارنګه، د ازبېکستان د اورګاډي پټلۍ عمومي رئیس ښاغلي نرزولایوف د ګودامونو د ظرفیت پر لوړولو او د سوداګریزو بارونو د تخلیې د پړاو پر چټکتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ګڼې ګوڼې او د تخلیې د محدود ظرفیت له امله ډېری واګونونه په ټاکلي وخت نه تخلیه کېږي، چې دا چاره د لېږد رالېږد پر پړاو منفي اغېز کوي.
د غونډې په پای کې، د خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د یادو وړاندیزونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به دغه وړاندیزونه له اړوندو ادارو، په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره شریک کړي.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۵
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاشکند ښار د مرستیال حاکم ښاغلي شروف رشیدویچ سره وکتل او په اړونده موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وروستیو کلونو کې د ازبکستان هېواد د بېلابېلو والیانو او سوداګریزو پلاوو کوربه‌توب کړی دی. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې له زیاتوالي څخه هم خوښي څرګنده کړه.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د تاشکند ښار مرستیال حاکم ته د کابل د سفر بلنه ورکړه چې ښاغلي رشیدویچ هم ومنله او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو میاشتو کې به د یو سوداګریز پلاوي په ملتیا کابل ته سفر وکړي.
ښاغلي شروف رشیدویچ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاریو او ګډو فعالیتونو له پراختیا هرکلی وکړ او د کابل، بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې یې د ازبکستان د سوداګریزو کورونو جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا یو مهم ګام وباله.
د تاشکند ښار مرستیال حاکم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ لپاره به له ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي.
د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی الحاج فیض احمد خوافي هم و.
 
پنجشنبه، غبرگولي ۱۴مه، ۱۴۰۵
 
 

مقالات دیگر...