د کابل نړیوال هوايي ډګر له عمومي رئیس سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو ناسته.

یکشنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو او د کابل نړیوال هوايي ډګر عمومي رئیس ترمنځ د تازه او وچو مېوو د صادرونکو د ستونزو او ننګونو د شریکولو او ورته د حل‌لارو موندلو په موخه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د مدیره پلاوي محترمو مرستیالانو او غړو، د تازه او وچو مېوو د صادرونکو شرکتونو استازو او د حکومت له لوري اړوندو مسؤلینو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د تازه او وچو مېوو د صادرونکو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او عمده ستونزې یې په مشخص ډول مطرح کړې.
نوموړي وویل، له دې وړاندې هند ته د کام ایر، اریانا افغان او ترکش ایرلاین هوايي شرکتونو له لارې د صادراتي محصولاتو د انتقال لګښت پريو کیلو ګرام د امريکايي ډالر شاوخوا ۸۰ سېنټه و، خو اوس مهال د هوايي انتقالاتو کرایه لوړه شوې، چې له امله یې د صادراتو لګښتونه د پام وړ زیات شوي.
د سکينرونو کمښت، د هنګرونو ستونزې، د صادراتي توکو د ساتنې او انتقال لپاره د معیاري ذخیره ‌ځایونو نشتوالی، د هوايي بارونو اړوند ستونزې، د چيک کولو او د نمونو اخېستلو بهیر هغه مهم موارد وو، چې په دې ناسته کې پرې بحث وشو.
د خونې د مدیره پلاوي د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال د کابل هوايي ډګر له عمومي رئیس څخه وغوښتل، چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې لازمه پاملرنه او همکاري وکړي او د صادراتو بهیر د اسانولو لپاره دې عملي اقدامات ترسره شي.
وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالهادي محمد د صادراتو پر اهمیت او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې د سوداګرو او صادرونکو پر رول ټینګار وکړ. نوموړي د مطرح شویو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د شته ننګونو د حل په برخه کې به لازمه همکاري کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کابل هوايي ډګر او اړوندو ادارو له لوري په هوايي ډګر کې د وړاندې کېدونکو فیسونو او نورو خدماتو په برخه کې ځانګړي تخفیفونه په پام کې نیول شوي او په نږدې راتلونکي کې به د خدمتونو د انتقالاتو په لګښتونو کې د پام وړ کموالی راشي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې په افغانستان کې د فعالیت او د بهرنیو هوايي کارګو شرکتونو لپاره به درېیمو هېوادونو ته د صادراتي جوپو د انتقال حق هم په پام کې ونیول شي؛ په دې معنا چې دغه شرکتونه به وکولای شي د خپلو اصلي هېوادونو ترڅنګ د افغانستان صادراتي جوپې هم نورو هېوادونو ته انتقال کړي.
د کابل هوايي ډګر عمومي رئیس همدارنګه وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به یو نوی کارګو شرکت خپل فعالیت پیل کړي، چې د دغه شرکت له فعالیت سره به د انتقالاتو او صادراتو په برخه کې د شته ستونزو یوه برخه حل شي.
ښاغلي مولوي عبدالهادي محمد د تازه او وچو مېوو صادراتو ته د لومړیتوب ورکولو او له صادرونکو سره د لازمو همکاریو په اړه ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د ګمرکي بهیر د چټکتیا په برخه کې به لازمې همکارۍ وشي.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کابل هوايي ډګر د مسؤلینو او اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ او د صادرونکو د ستونزو حل او د تازه او وچو مېوو د صادراتو بهیر اسانولو لپاره یې پر ګډو هڅو هوکړه وکړه.