د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسؤلینو، سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.

یکشنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي غړو د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په رسمي بلنه د سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په موخه عشق‌اباد ته سفر کړی و.
د دغه پلاوي په ترکيب کې د افغانستان د خونې ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي، د پاليسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلي الحاج یونس قاضي‌زاده، د هرات د نفت او ګازو اتحادیې رئیس ښاغلي ظاهرشاه توخي، د هرات د سوداګرۍ خونې د ځوانانو چارو مرستیال ښاغلي رحیمي، د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو شمېر غړي، د افغانستان یو شمېر سوداګر او په ترکمنستان کې مېشتو افغان سوداګر شامل دي.
عشق‌اباد ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو د سفر په ترڅ کې ښاغلي فیض‌احمد خوافي د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په رسمي غونډه کې د دغې خونې له مسؤلینو، ترکمن سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو سره وکتل.
د ليدنې پرمهال ښاغلي خوافي د دواړو هېوادونو تاریخي، دوستانه او اقتصادي اړیکو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د افغانستان او ترکمنستان سوداګریزې اړیکې باید له عادي پېر او پلور څخه لوړې او د ګډو پانګونو، د ګډو شرکتونو جوړولو، اوږدمهالو تړونونو او عملي اقتصادي پروژو تر کچې پراخې شي.
نوموړي د نفت او ګاز، انرژۍ، صنعت، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، ټرانزیټ، لوجسټیک او زېرمه‌کولو برخې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو مهمې برخې وبللې.
ښاغلي خوافي په دې ليدنه کې په رسمي ډول د ترکمنستان ۱۰۰ سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ته بلنه ورکړه، څو د یوه سوداګريز پلاوي په توګه افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد د پانګونې فرصتونه له نږدې وڅېړي.
نوموړي په پای کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ او د ګډو پروژو د عملي تعقیب پر اړتیا ټینګار وکړ.