د خونې له امرینو او عمومي مدیرانو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه ناسته.

یکشنبه، د زمري ۱۸، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل او د سټراټیژیکو اړیکو د چارو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد په حضور کې د خونې بېلابېلو برخو له امرینو او عمومي مدیرانو سره په مرکزي دفتر کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د خونې د عامل پلاوي سرپرست او مرستیالانو هم ګډون کړی و او د بېلابېلو برخو د کاري وضعیت، د چارو ترسره کېدو بهیر، شته ستونزو او ننګونو، وړاندیزونو او د فعالیتونو ښه‌والي پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د دې ناستې اساسي موخه د خونې د مشرتابه او اجرائیوي برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول، په مستقيمه توګه د امرینو او عمومي مدیرانو د نظرونو او ستونزو اورېدل، د چارو د پرمختګ بهیر ارزول او د خونې فعالیتونو، مؤثریت، همغږۍ او د خدمتونو د کیفیت ښه‌والي لپاره د اړینو اقداماتو کول و.
د ناستې په جریان کې د بېلابېلو برخو امرینو او عمومي مدیرانو د خپلو فعالیتونو او اړوندو مسؤلیتونو په اړه لنډ راپورونه وړاندې کړل او هغه ستونزې او ننګونې یې د خونې له مشرتابه سره شریکې کړې، چې د خپلو ورځنیو دندو پر مهال ورسره مخ دي. همدارنګه يې د کاري بهیر ښه‌والي، د برخو ترمنځ د همغږۍ، د اجرااتو د چټکتیا او د خدمتونو د کیفیت لوړولو په برخه کې خپل وړاندیزونه او نظرونه هم وړاندې کړل.
د خونې مشرتابه په دقت سره د مطرح شويو نظرنو، ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ وړاندې شوي موضوعات وڅېړل او بحث یې پرې وکړ. په دې ناسته کې د کاري بهیر پر وړاندې د شته خنډونو د پېژندلو او له منځه وړلو، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا، په دندو کې د تداخل مخنیوي او د داخلي چارو د بهیر ښه‌والي پر اړتیا ټینګار وشو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د امرینو او عمومي مدیرانو د هڅو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ پر مسؤلیت‌پذیرۍ، اداري نظم، د چارو په ترسره کولو کې پر چټکتيا او دقت او د اغېزناکو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د اړوندو برخو د فعالیتونو ښه‌والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې شته ستونزې او ننګونې باید په منظم ډول وپېژندل شي، وڅېړل شي او د حل لپاره یې عملي لارې چارې وړاندې شي او د برخو مسؤلین باید د خپلو وظیفوي صلاحیتونو په چوکاټ کې موضوعات په جدي توګه تعقیب کړي.
د ناستې په بله برخه کې د خونې د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت او د معلوماتو د لېږد، راپور ورکولو او د چارو تعقیب لپاره د منظم بهیر پر رامنځته کولو ټینګار وشو. د خونې مشرتابه غوښتنه وکړه،، چې د هرې برخې فعالیتونه دې د ځانګړو پروګرامونو، موخو او مسؤلیتونو پر بنسټ پر مخ یووړل شي او د کاري پایلو او لاسته راوړنو په اړه دې یې په منظم ډول له ارزولو وروسته راپور وړاندې شي.
همدارنګه د امرینو او عمومي مدیرانو له لوري د کاري چاپېریال ښه‌والي، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د داخلي سیسټمونو ښه‌والي او د خدمتونو د اغېزمنتیا زیاتولو په برخه کې شوي وړاندیزونه د پام وړ وبلل شول او د مطرح شویو مواردو د ارزونې او تعقیب لپاره لازمې لارښوونې وشوې.
د خونې مشرتابه ټینګار وکړ، چې امرین او عمومي مدیران د بېلابېلو برخو د اجرائیوي مسؤلینو په توګه د خونې د موخو او پروګرامونو په پلي کولو کې مهم رول لري او اړینه ده، چې د همکارۍ، مسؤلیت‌پذیرۍ او همغږۍ په روحیه خپلې اړوندې چارې په اغېزناک او روڼ ډول پر مخ یووسي.
د ناستې په پای کې د خونې د مشرتابه او د بېلابېلو برخو د مسؤلینو ترمنځ د دا ډول ناستو او مستقیمو مشورو پر دوام ټینګار وشو، څو د ستونزو پر وخت پېژندلو ترڅنګ، د کارکوونکو وړاندیزونه او نوښتونه هم په پام کې ونیول شي او د خونې د فعالیتونو او خدمتونو د دوامدار ښه‌والي لپاره لازمه زمینه برابره شي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د داخلي همغږۍ پر پیاوړتیا، د سازماني ظرفیتونو پر لوړولو، د خدمتونو د کیفیت پر لوړوالي او د یوې اغېزناکې، منظمې او ځواب‌ویونکې ادارې پر رامنځته کولو ځانګړی ټینګار لري.