د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر لیدنه.

پنج‌شنبه، د زمري ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان اسلامي امارت د مالیې له وزیر ښاغلي ملا محمد ناصر اخند سره په مرکزي کې لیدنه او خبرې وکړي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د خصوصي سکتور، سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په ځانګړې توګه د شرکتونو د ارزونې، د عوایدو د مالیې او د سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د لیدنې په پیل کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خصوصي سکټور سوداګرو او پانګوالو په اړه د مالیې وزارت د مقام د دوامدارو همکاریو، نېک نیت او پاملرنې مننه وکړه. نوموړي وویل، چې هر کله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خصوصي سکټور د ستونزو او وړاندیزونو شریکولو په موخه د لیدنې غوښتنه شوې، د مالیې وزارت محترم مقام یې په ورین تندي هرکلی کړی او تل یې د سوداګرو او پانګوالو ستونزو او غوښتنو ته جدي پاملرنه کړې.
ښاغلي هاشمي همدارنګه د خصوصي سکټور د ملاتړ، د سوداګریزو چارو د اسانتیا او د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل په برخه کې د مالیې وزیر د اغېزناکو او رغنده همکاریو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو دوام کولای شي د سوداګرۍ په ودې، د پانګونې په زیاتوالي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د دې ناستې ډېره برخه د مالیې وزارت د ارزونې ادارې له لوري د شرکتونو د ارزونې او د شرکتونو پر کلنیو عوایدو د مالیې اخېستلو څرنګوالي موضوع ته ځانګړې شوې وه. په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس وړاندیز وکړ، چې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو، د اداري ستونزو د مخنیوي او د مالیاتو په ورکړه کې د لا زیات روڼتیا د تأمین په موخه داسې میکانېزم رامنځته شي، چې کله سوداګریز توکي له بهر څخه هېواد ته ګمرکونو ته داخلېږي د ګمرکي محصول له تصفیې وروسته اړونده د عوایدو مالیه هم د نافذه اصولو او قوانینو له مخې په همدې پړاو کې محاسبه او تصفیه شي.
ښاغلي سید کریم هاشمي زیاته کړه، چې د دغه ډول میکانېزم عملي کېدل کولای شي له یوې خوا سوداګر له اوږدو مراحلو او پرله‌پسې اداري مراجعو څخه وژغوري او له بلې خوا د مالیاتي تېښتې زمینه راکمه کړي، څو ټول سوداګر او شرکتونه وکولای شي خپل مالیاتي مکلفیتونه په منظم، روڼ او عادلانه ډول ادا کړي.
د اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي ملا محمد ناصر اخند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته په هېواد کې د مشروع سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مالیې وزارت تل هڅه کوي، څو د نافذه اصولو او قوانینو په چوکاټ کې خصوصي سکټور ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له لوري د عوایدو د مالیې د تصفیې د څرنګوالي په اړه وړاندې شوی وړاندیز هم د مالیې وزارت د مقام له لوري د پاملرنې وړ وبلل شو او ټینګار وشو، چې د دې موضوع تخنیکي، مالي او اجرائیي اړخونه دې د اړوندو ادارو له لوري وڅېړل شي او په دې برخه کې دې مناسب او عملي حل‌لاره غوره شي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا او دوام، د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو پر حل، د اداري او مالیاتي پروسو پر ساده کولو، د لا زیات روڼتیا پر رامنځته کولو او په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره د مناسب چاپېریال پر برابرولو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د خونې د پالیسۍ او دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل؛ د خدماتو مرستیال ښاغلي عنایت‌الله صدیق‌زي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي حاجي عتیق‌الله او د هېواد له ملي او نامتو سوداګرو هم ګډون کړی و.
دا لیدنه د تفاهم، همکارۍ او متقابل حسن نیت په فضا کې پای ته ورسېده او دواړو لورو د خصوصي سکټور د ستونزو د حل، د سوداګرۍ او پانګونې د چاپېریال د ښه والي او د دولت او سوداګریزې ټولنې ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په موخه د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.