د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په هرات کې د «المدینه انصاري» د کارتن تولید فابریکې لیدنه وکړه.

سې‌شنبه، د زمري ۲۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي هرات ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د خونې ولایتي چارو له مرستیال ښاغلي الحاج فیض‌احمد خوافي او د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو له مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل سره یو ځای د «المدینه انصاري» د کارتن تولید له فابریکې لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د کورنیو پانګونو له ملاتړ، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د تولیدي ظرفیتونو د ارزونې او د دې فابریکې له صنعتي وړتیاوو سره د لا ډېرې بلدتیا په موخه ترسره شوه.
د «المدینه انصاري» شرکت مسؤلینو د لیدنې پر مهال وویل، چې دغه فابریکه په سیمه کې د کارتن د توليد له سترو او مجهزو تولیدي مرکزونو څخه ده، چې له معیاري ماشینونو څخه په ګټنې د بهرنیو انجنیرانو تر تخنیکي څارنې لاندې فعالیت کوي.
د فابريکې د مسؤلینو په خبره، دغه فابریکه د ورځې د ۵۰۰ زره متره مربع کارتن د تولید ظرفیت لري. د فابریکې اړین خام مواد له ایران او روسیې څخه تأمینېږي او چینايي او ایراني انجنیران یې په تخنیکي او مسلکي برخو کې فعالیت کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د «المدینه انصاري» شرکت له صنعتي فعالیتونو او د بسته‌بندۍ صنعت په پراختیا کې یې د ونډې له امله خوښي څرګنده کړه او دغه راز يې د پانګوالو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د ارزښت زیاتولو، وارداتو ته د هېواد د اړتیا کمولو او د خصوصي سکټور ودې او پراختیا لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ.