د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه.

جمعه، د وږي ۲۰مه، ۱۴۰۵
 
د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې دویمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کمېټې غړو د سهامي شرکت د جوړېدو، د پانګونې فرصتونو او د دغو شرکتونو د عملي فعالیتونو د پیل د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مطرح شویو موضوعاتو له ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې په لومړي ګام کې دې د نفتو تصفیې او پروسس په برخه کې یو گډ سهامي شرکت جوړ شي. د دې طرحې په لومړي پړاو کې د نفتو د تصفیې او پروسس یوې معیاري فابریکې جوړول په پام کې نیول شوي، چې هره ورځ به د پنځه زره ټنه ډېزلو او پټرولو د تولید ظرفیت ولري.
ټاکل شوې دغه فابریکه د عصري ټکنالوجۍ او پرمختللو وسایلو په کارولو سره د سیمې هېوادونو له معتبرو معیارونو، د افغانستان له ملي نورمونو او معیارونو او د کیفیت خوندیتوب او چاپېریال ساتنې له الزاماتو سره سم طرحه او جوړه شي.
د دې فابریکې د جوړېدو موخه د کورني بازار د اړتیاوو یوې برخې پوره کول، د نفتو تصفیه شویو محصولاتو په وارداتو کې د اتکا کمول، د پانګونې جلب، د کاري فرصتونو رامنځته کول او په هېواد کې د نفتو د تصفیې او پروسس صنعت پراختیا ده.
همدارنګه په دې ناسته کې د سهامي شرکت د جوړېدو حقوقي، تخنیکي، مالي او اجرائیوي پړاوونه هم وڅېړل شول او د کمېټې تخنیکي غړو ته لارښوونه وشوه، چې لازمې څېړنې او مطالعات ترسره کړي او خپلې مشخصې طرحې او وړاندیزونه د راتلونکو ارزونو او پرېکړو لپاره وړاندې کړي.