د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رياست سټراټیژیکو اړیکو مرستیال د پانگونې ۱۰۰۰ فرصتونو د معرفۍ په ناسته کې ګډون وکړ.

چهارشنبه، د تلې ۲۹مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي ریاست سټراټیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت د «پانگونې ۱۰۰۰ فرصتونو او پروژو» د معرفۍ په ناسته کې ګډون وکړ.
نوموړي د دې نوښت هرکلی وکړ او د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو پراختیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ملي اقتصاد د ودې په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
ښاغلي شېرزاد ټینګار وکړ، چې د معرفي شویو پروژو عملي کېدل د اړینو اسانتیاوو برابرولو، په اداري بهیرونو کې د روڼتیا، بېخبناوو او مالي سرچینو ته د لاسرسي او د پروژو تعقیب لپاره د یوه اغېزناک میکانېزم رامنځته کولو ته اړتیا لري.
نوموړي همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چمتووالی په ډاګه کړ، چې له صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو ادارو سره د پانګوالو معرفۍ، د پانګونې فرصتونو د پېژندنې او د پانګونې پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ناستې په پای کې پر عملي پروژو د پانګونې فرصتونو بدلولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د افغانستان اقتصادي ودې په موخه د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وشو.