د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په کابل کې د بېلاروس له نوي سفیر سره ولیدل.

سې‌شنبه، د لړم ۱۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د بېلاروس له نوي سفیر ښاغلي الکساندر سرګیویچ اوګورودنیکوف او مل پلاوي سره د دې خونې د عمومي ریاست په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي ریاست د سوداګرۍ چارو مرستیال ښاغلي الحاج ګل‌بهار حبیبي، د عمومي ریاست د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي فیض احمد خوافي، د عمومي ریاست د سټراټیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د عمومی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر او د مدیره پلاوي یو شمېر غړو هم ګډون درلود.
دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي هاشمي په کابل کې د بېلاروس د نوي سفیر کاري ماموریت د پیل او د دغه هېواد د سفارت پرانېستې هرکلی وکړ او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان د صادراتي محصولاتو د معرفي کولو او بازارموندنې په برخه کې د بېلاروس د همکارۍ غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د هېواد د بازار اړتیاوو ته په کتو د نفتو او اړینو محصولاتو د برابرولو او اکمالاتو د اسانتیا غوښتنه وکړه.
د بېلاروس نوي سفیر هم له افغانستان سره د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو بنسټونو او خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي د ګډو نندارتونونو، سوداګریزو ناستو او اقتصادي فورمونو جوړول د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د ګډو پانګونو د جلبولو لپاره اغېزناکې لارې چارې وبللې.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او بېلاروس له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخېستنې په موخه د اړیکو او ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.