د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قرغېزستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د صادراتي دهلېز پر جوړولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي زین‌الله حسني د خونې د صادراتو تخصصي کمېټې له غړو او یو شمېر افغان سوداګرو او صادرونکو سره یو ځای په کابل کې د قرغېزستان له سفیر ښاغلي تورداکان سیدیکوف سره وليدل. په دې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان تولیداتو د صادرولو په برخ کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز دهلېز جوړولو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
 
ښاغلي زین‌الله حسني له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته د قرغېزستان د لېوالتیا له امله مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د شته سوداګریزو او د پانگونې برخې ظرفیتونو د اغېزناکې ګټې اخېستنې پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه قرغېزستان ته د افغان سوداګرو او پانګوالو د سوداګریزو سفرونو او د ویزو په اسانولو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
بلخوا په کابل کې د قرغېزستان سفیر ښاغلي تورداکان سیدیکوف د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رول ستاینې ترڅنګ له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
همدارنګه، د خونې د صادراتو تخصصي کمېټې غړو او ګډونوالو سوداګرو د قرغېزستان بازار ته د افغانستان تولیداتو د رسېدو او هېواد ته د اړتیا وړ توکو د واردولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. هغوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه سوداګریز دهلېز جوړول د توکو د لېږد رالېږد، د صادراتي بازارونو پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم زیاتوالي لپاره اغېزناک ګام وباله.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د شته فرصتونو د تعقیب او د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه د اړیکو او ګډې همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.