د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په کندهار کې د «سندس» نساجۍ فابریکې لیدنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یک‌شنبې په ورځ کندهار او هلمند ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د «سندس» لویې نساجۍ فابریکې او د يادې فابرېکې د بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.
 
د دې لیدنې پر مهال د خونې عمومي رئیس د فابریکې د ودانیزو چارو د پرمختګ، تأسیساتو، ماشین‌الاتو او تولیدي ظرفیتونو په اړه خبر شو او د شرکت له مسؤولینو سره یې د پانګونې فرصتونو، د نساجۍ صنعت پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد په اقتصادي وده کې د دې پروژې د رول په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د سندس نساجۍ شرکت د شاوخوا ۶۰ مېلیون امریکایي ډالرو لومړنۍ پانګونې په ارزښت د کندهار؛ عینو مېنې په عصري صنعتي پارک کې پر ۶۰ جرېبه ځمکه په درېیو پړاوونو کې جوړېږي. د دې پروژې د لومړي پړاو شاوخوا ۹۸ سلنه ودانیز کارونه بشپړ شوي، د پرمختللو او معیاري ماشین‌الاتو ډېره برخه، چې له اروپایي او اسیایي هېوادونو څخه چمتوو شوې، هېواد ته رالېږدول شوې او د نصبولو چارې یې روانې دي. ټاکل شوې، چې دغه فابریکه په ۲۰۲۷ میلادي کال کې خپل تولیدي فعالیت پېل کړي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې د سندس نساجۍ فابریکه به په لومړي پړاو کې هره ورځ د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د بېلابېلو ډولونو ۵۰ زره متره ټوکر تولید او ۱۰۰ زره متره ټوکر رنګولو ظرفيت ولري، چې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي. د دویم او درېیم پړاوونو په بشپړېدو سره به د دې صنعتي مجموعې د تولید او رنګولو ظرفیت هره ورځ ۱۵۰ زره مترو ته لوړ شي او د کارکوونکو شمېر به یې هم شاوخوا ۱۵۰۰ تنو ته ورسېږي. همدارنګه په درېیم پړاو کې به یې د تار د تولید یوه پرمختللې څانګه هم رامنځته او فعاله شي.
دغه صنعتي مجموعه به د معیاري او پرمختللې ټکنالوجۍ په پام کې نیولو سره د کورنیو تولیداتو د ظرفیت لوړولو ترڅنګ د نساجۍ په برخه کې پر وارداتو د هېواد اتکا په کمولو، د کورنیو کارکونکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د اړوندو صنایعو په وده او د افغانستان د صادراتو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. ټاکل شوې، چې د کورنیو بازارونو اړتیاوو له پوره کولو وروسته د دې فابریکې محصولات سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته هم صادر شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دې سترې صنعتي پانګونې هرکلی وکړ او د تولیدي فابریکو ملاتړ او د ملي تولیداتو پیاوړتیا یې د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل. هغه ټینګار وکړ، چې د دا ډول پروژو پراختیا کولای شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي، د لا زیاتو پانګونو په راجلبولو او د هېواد د صادراتو په پراختیا کې اغېزناک رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د صنعتي فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو د خونې پر همکارۍ او ملاتړ ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې همدارنګه د کورنیو ظرفیتونو پر اغېزناکې کارونې، د تولیداتو د کیفیت پر لوړولو، د ملي صنایعو پر پراختیا او سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو د رقابتي حضور لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار وشو.
د یادونې وړ ده، چې د سندس نساجۍ شرکت یو عامه سهامي شرکت دی او د هېواد نورو پانګوالو ته هم په دې شرکت کې د پانګونې زمینه برابره ده، څو د ونډو د پېرلو له لارې په دې ستره صنعتي پروژه او د افغانستان د نساجۍ صنعت په پراختیا کې ونډه واخلي.
په دې لیدنه کې د خونې د مشرتابه پلاوي غړو د عمومي ریاست کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب‌الله عمر، د عمومي ریاست د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د عمومي ریاست د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د عمومی ریاست د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج احمد مسعود راحت او د کندهار خونې مدیره پلاوي غړي الحاج بهاوالدین خان هم ګډون درلود.