د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د هلمند د پنبې او مرمرو د پروسيس فابرېکو لیدنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د سفر پر دوام کې د خونې مرستیالانو او مدیره پلاوي د غړو په ملتیا په هلمند کې د پنبې او د مرمرو د تولید او پروسس فابرېکو لیدنه وکړه.
 
د دغو لیدنو پرمهال د خونې عمومي رئیس له نږدې د یادو فابرېکو له کاري بهیر، تولیدي ظرفیتونو، ستونزو او اړتیاوو سره ځان بلد کړ او د تولیدوونکو او صنعت‌کارانو د ملاتړ او همکارۍ په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
نوموړي د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د محصولاتو د معرفي کولو، بازارموندنې او بهرنیو بازارونو ته د افغاني تولیداتو د لاسرسي د زمینې برابرولو په برخه کې اړینې همکارۍ وکړي.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي همدارنګه څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به په ازبېکستان او ترکیې کې په جوړېدونکو نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان د لوړ کیفیت لرونکي محصولات او تولیدات په ځانګړي ډول د هلمند تولیدات معرفي شي او د دغو محصولاتو لپاره به د بازارموندنې او نویو بازارونو د موندلو زمینه برابره شي.