د سنډریلا ګروپ او کابل ګراند هوټل له مسؤولینو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه.

دوشنبه، د وږي ۲۳مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د سنډریلا ګروپ شرکت او کابل ګراند هوټل له مسؤولینو سره وليدل.
په دې ناسته کې د هېواد د خصوصي شرکتونو د لویو زیربنایي پروژو په ځانګړي ډول د هرات د اوسپنې پټلۍ او د مزار–هرات د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې د مشارکت په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د سنډریلا ګروپ مسؤولینو په دغو پروژو کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
همدارنګه له کابل ګراند هوټل سره د هوکړه‌لیک د تعدیل موضوع هم وڅېړل شوه، څو د خونې د پروګرامونو، کنفرانسونو او مېلمنو لپاره ځانګړې اسانتیاوې او تخفیفونه برابر شي.
په پای کې د همکارۍ پر دوام او د مطرح شویو موضوعاتو د عملي تعقیب پر اړتیا ټینګار وشو.