د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته ترسره شوه.

یکشنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته د شنبې په ماښام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو، سوداګرو، سلاکارانو، تخنیکي ټیمونو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سهامي شرکت د جوړېدو د حقوقي، اداري او تخنیکي اړخونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د بحث مهم موضوعات د شرکت حقوقي جوړښت او حقوقي شخصیت، د ثبت شرایط او پړاوونه، د مؤسسینو او سهم لرونکو شمېر، د اساسنامې ترتیب، د پانګې او ونډو ټاکل او د شرکت د جوړولو اړوند نور حقوقي او تخنیکي الزامات وو.
په دوام کې لومړنۍ هوکړه وشوه، چې په لومړي پړاو کې د خصوصي سکټور له منځه ۵۰ تنه وړ، باوري او متعهد سوداګر او پانګوال د شرکت د مؤسسینو په توګه وټاکل شي. د مؤسسینو ټاکنه به د پانګونې د توان، ژمنتیا، لېوالتیا او په لویو اقتصادي پروژو کې د ونډې د ظرفیت پر بنسټ ترسره کېږي.
همدارنګه هوکړه وشوه، چې د شرکت د حقوقي او تخنیکي چوکاټ له نهایي کېدو او د لومړنیو ۵۰ مؤسسینو له پیژندنې وروسته په راتلونکي کې د سهم لرونکو د شمېر د زیاتولو او د نویو سهم لرونکو د منلو په اړه د پرېکړې صلاحیت به د شرکت د مؤسسینو په واک کې وي. د سهم لرونکو د شمېر هر ډول زیاتوالی به د مؤسسینو د پرېکړې او هوکړې پر بنسټ ترسره کېږي.