بامیان ولایت ته سفر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس سفر او له سیمه‌ییزو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره يې لیدنه

يک‌شنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې له سیمه‌ییزو چارواکو، د سوداګریزو خونو له مسؤلینو، سوداګرو، پانګه‌والو او د دغه ولایت د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او خبرې وکړې.
د سفر په پیل کې د بامیان ښاغلي والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوي د تود هرکلی او مېلمه‌پالنې ترڅنګ د ولایت په مقام کې ورسره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې په بامیان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې وضعیت، د دغه ولایت د اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو، د سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو او ننګونو او همدارنګه د سیمه‌ییزې ادارې، سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ د پراختیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوی د باميان په (بام اسيا) پنځه ستوريز هوټل کې جوړې شوې پراخې غونډې کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د بامیان ولایت محترم والي، د اسلامي امارت د ادارو رئیسانو او مسؤلینو، د ښاروالۍ مسؤلینو، د بامیان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو، سوداګرو، پانګه‌والو، د خصوصي سکټور استازو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپین ‌ږیرو ګډون کړی و.
په غونډه کې د بامیان ولایت محترم والي د اسلامي امارت یو شمېر ادارو رئیسانو او مسؤلینو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ویناوې وکړې او د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې او د خصوصي سکټور ملاتړ په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس په خپله وینا کې د خونې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د هڅونې او پراختیا، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د بې‌وزلۍ کمولو او د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت ادارو، سوداګریزو خونو او خصوصي سکټور ترمنځ یې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د بامیان اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل، چې دغه ولایت د کرنې، صنعت، سوداګرۍ، ګرځندوی او پانګونې په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري او له دغو ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه کولای شي په اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، د خلکو د ژوند شرایطو په ښه‌والي او د بې‌وزلۍ په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د غونډې پر دوام کې د بامیان ولایت د سوداګرو، پانګه‌والو او د خصوصي سکټور د استازو ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه واورېدل شول او د شته ننګونو د حل او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د بامیان سوداګرۍ او پانګونې خونې د ملاتړ او د هغې د ځینو ترمیماتي ستونزو او اړتیاوو د حل په موخه د دوه میلیون افغانیو په ارزښت د همکارۍ ژمنه وکړه، څو د دغه ولایت سوداګرو او پانګه‌والو ته د لا ښو فعالیتونو او خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.
د دې پروګرام په ترڅ کې د بامیان ولایت مقام د مېلمه‌پالنې په دود او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د حضور په درناوي په بامیان ولایت کې پر لاس جوړه شوې چپن نوموړي ته ډالۍ کړه.
په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي عبدالنافع بارکزي؛ د مدیره پلاوي غړی او د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي حاجي خالد مجید؛ د ساختماني چارو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي حمیدالله حبیبي او د خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي هېواد باز او حاجي ګل میر امیني د خونې له رئیس سره ملتیا کوله.
د پروګرامونو له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د ټرانسپورټ ځانګړې کمېټې رئیس ښاغلي حاجي ګل میر امیني د غرمې مېلمستیا چمتوو کړې وه، چې په کې شاوخوا ۲۵۰ تنو د اسلامي امارت چارواکو او مسؤلینو، د بامیان محترم والي، سوداګرو، پانګه‌والو، د خصوصي سکټور استازو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ګډون وکړ.
دې غونډې د سیمه‌ییزو مسؤلینو، سوداګریزو خونو او د خصوصي سکټور د فعالانو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا، د خبرو اترو د دوام او د نظرونو تبادلې لپاره مناسبه زمینه برابره کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له سوداګرو، پانګه‌والو او خصوصي سکټور څخه د خپل ملاتړ په ټینګار سره ژمنه کوي، چې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه به اړوندو مراجعو ته ورسوي او په ټول هېواد کې به د سوداګرۍ د چاپېریال د ښه‌والي، د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې هڅونې او د خصوصي سکټور پیاوړتیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.