د سهامې شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې درېیمه ناسته ترسره شوه.

شنبه، د وږي ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د سهامي شرکت د جوړېدو د تخنیکي کمېټې درېیمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو او د دواړو بنسټونو د مدیره پلاوو د یو شمېر غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د تخنیکي کمېټې غړو د سهامي شرکت د جوړېدو او ثبت اړوند پر اساسي موضوعاتو لکه د شرکت ډول او جوړښت، مؤسسان او سهم‌لرونکي، د ونډو شمېر او ارزښت، د لومړنۍ پانګونې کچه، د ونډو د برابرولو او وېش څرنګوالی، د شرکت حقوقي او مدیریتي چوکاټ او همدارنګه د شرکت د ثبت او جواز اخېستنې د قانوني او اداري پړاوونو د ترسره کولو پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه د شرکت د جوړېدو په پړاو کې د تخنیکي او حقوقي اړتیاوو او د پروسې د منظم او روڼ پرمخ‌بیولو لپاره د اړینو اقداماتو په اړه د کمېټې د غړو نظرونه او وړاندیزونه وڅېړل شول.
د ناستې په پای کې د بحثونو له راټولولو او لنډیز وروسته د چارو د پرمخ‌بیولو، د تخنیکي او حقوقي ارزونو د بشپړولو او د شرکت د جوړولو د قانوني پړاوونو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې صادرې شوې.
دغه ناسته د کمېټې د غړو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو او د یوه منظم، روڼ او د مسلکي اصولو پر بنسټ د سهامي شرکت د جوړېدو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه ترسره شوه.