د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو لیدنه.

دوشنبه، د وږي ۲۳مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې رئیسانو د سهامي شرکت جوړېدو او د اړوندو چارو د طی مراحلو د بهیر ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د شرکت د حقوقي، اداري او تخنیکي موضوعاتو ترڅنګ د یوه یوولس کسیز کمېسیون د ټاکلو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه، څو له سوداګرو او پانګوالو سره په ټول هېواد کې خبرې وکړي څو هغه لېوال، فعال، ژمن او د ښه نوم لرونکي ونډه‌وال وپېژندل شي، چې د شرکت په جوړېدو کې د ګډون وړتیا ولري.
د دواړو خونو رئیسانو د اجرااتو پر چټکتیا، د اړوندو ادارو ترمنځ پر ګټورې همغږۍ او په منظمه توګه د سهامي شرکت د چارو پرمخ وړلو لپاره د یوه مشخص چوکاټ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.