قومي مشران او د ترانسپورټ مسوولین د خپلو جدي ستونزو یادونه وکړه چې د پاکستان له لوري د لسګونو بار وړونکو موټرو د درېدلو لامل شوي دي او د ستونزې د هوارولو په برخه کې یې د اتاق مرسته وغوښته.
 
ښاغلي مهمند قومي مشرانو او د ترانسپورټ استازو ته ډاډ ورکړ چې دی له دغې ستونزې مخکې خبر دی او د حل لپاره یې اقدامات پیل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به د حل یوه کړنلاره جوړه شي او د اتاق هر اړخیزه همکاري به ورسره وي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۲۹مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي ګل محمد رجب زاده، د کندز د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق رئیس او د هغه د مشرتابه له غړو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل.
 
ښاغلي رجب زاده د کندز د اتاق د اوږدمهالو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور ستونزې یې د پاکستان د تجارتي ویزو د نه شتون په برخه کې یادې کړې او د اتاق د عمومي رئیس د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي هاشمي د خپلې اساسي موخې په توګه د خلکو او خصوصي سکتور خدمت یاد کړ او د هېواد د ټولو سوداګرو په اتحاد او اتفاق یې ټینګار وکړ. هغه د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۲۹مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د اتاق په استازیتوب او د افغانستان د صادراتي مالونو د انتقال لپاره د مناسبو بیو او غوره کارګو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او «بهارمومند کارګو» شرکت سره درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړه.
 
په لومړي ګام کې، یاد شرکت به د افغانستان د صادراتي محصولاتو هوایي انتقالات چین، هند، ترکیې، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته پيل کړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ۲۷مه، ۱۴۰۴
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي حسن روستایي، د ایران د سفارت سوداګریز اتشه، او د هغه له مل پلاوي سره، په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي هاشمي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پرمختګ په حال کې وبللې او د دغو اړیکو د لا ټینګېدو غوښتنه یې وکړه. هغه له ښاغلي روستایي وغوښتل چې د ماشینونو، نفتو موادو، خامو موادو او د موټرو د تېلو په سکتورونو کې سوداګر وهڅوي څو د څلورم ملي او نړیوال امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې ګډون وکړي او له افغان سوداګرو سره په ګډو پانګونو کې برخه واخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس همدارنګه د تېلو او مایع ګاز په برخه کې د افغانستان د نویو نورمونو او ملي معیارونو په اړه چې تازه د حکومت له لوري پلي شوي، معلومات ورکړل.
نوموړي له ښاغلي روستایي وغوښتل چې د خپل هېواد خصوصي سکتور ته د دغو معیارونو په اړه معلومات ورکړي، څو هغه مواد چې افغانستان ته صادریږي، د نورمونو سره برابر وي او د سرګردانۍ او مالي زیان لامل نه شي.
ښاغلي روستایي د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي او د یاد نندارتون لپاره یې د ایرانی سوداګرو د چمتووالي یادونه وکړه. نوموړي ژمنه وکړه چې د ایران سوداګر به د افغان سوداګرو سره په بېلابېلو سکتورونو کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.
 
 
دوشنبه، د زمري ٢٧مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي محمد قاسم امرخېل، د وچو مېوو د تخصصي کمېټې رئیس، د دې برخې لویې ستونزې لکه: د واګه بندر تړل کېدل، د مالیې ارزونه، د صادراتي توکو د انتقال لپاره د هوایي کارګو د سبسایډۍ نشتوالی او د هندي سوداګرو له لوري د افغان سوداګرو پیسو نه ورکول، د اتاق له عمومي رئیس‌ ښاغلي سید کریم هاشمي سره شریکې کړې او د هغه د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
 
ښاغلي هاشمي د صادرونکو ستونزې تر اورېدو وروسته د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د واګه بندر د ستونزې په اړه یې ژمنه وکړه چې دا موضوع به د هند او پاکستان له سفیرانو سره شریکه کړي.
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۲۶مه،
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق عمومي رئیس ، له ښاغلي شارجیل د پاکستان د ډبرو سکرو یو سوداګر او له یو شمېر افغان صادرونکو سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي شارجیل او افغان صادرونکو خپلې مهمې ستونزې د کرایې د زیاتوالي، د ګمرکي محصول او د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره د تګلارو د نه فعالېدو په اړه چې ۲۴ ساعته پرانیستي نه دي، یادې کړې او له عمومي رئیس یې غوښتنه وکړه چې د دغو ستونزو په حل او د کرایې د ټاکلو لپاره د یو معیاري میکانیزم په جوړولو کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره د لا زیاتې ترانزیټي اسانتیاؤ په برابرولو کې به هڅه وکړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ٢٧مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...