د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، پاکستان هېواد ته په سفر کې له ښاغلي سید جواد حسین کاظمي، د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه پلاوي له رئیس او غړو سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې د سوداګریزو معاملو د زیاتوالي، د ترانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو، د تورخم، غلام خان او دندپټان د لارو په بندرونو کې د ستونزو د لرې کولو لپاره د مناسب حل لارو د مطرح کولو او د دواړو هېوادونو د تولیدي محصولاتو د معرفي کولو په موخه د ګډو نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې او نظرونه تبادله شول.
 
 
 
 
شنبه، د زمري ٢٥مه، ۱۴۰۴