ښاغلي محمد قاسم امرخېل، د وچو مېوو د تخصصي کمېټې رئیس، د دې برخې لویې ستونزې لکه: د واګه بندر تړل کېدل، د مالیې ارزونه، د صادراتي توکو د انتقال لپاره د هوایي کارګو د سبسایډۍ نشتوالی او د هندي سوداګرو له لوري د افغان سوداګرو پیسو نه ورکول، د اتاق له عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي سره شریکې کړې او د هغه د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
ښاغلي هاشمي د صادرونکو ستونزې تر اورېدو وروسته د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د واګه بندر د ستونزې په اړه یې ژمنه وکړه چې دا موضوع به د هند او پاکستان له سفیرانو سره شریکه کړي.
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۲۶مه،