د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د شهزاده سرای د ترک قوم صرافانو د شورا له رئیس ښاغلي حکیمي او د هغه له مل پلاوي سره د اتاق د مشرتابه په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي حکیمي، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، او د خپل کار د فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ژمنه وکړه چې د یادې شورا لخوا به له اتاق سره هر اړخیزه همکاري وشي، او له ښاغلي هاشمي څخه یې وغوښتل چې د غالۍ صنعت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي، د شهزاده سرای د ترک قوم صرافانو د شورا رئیس او غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د صرافانو رول د هېواد د پولي ثبات، د کورنیو او بهرنیو مالي تبادلو د اسانتیا، او همداراز د سوداګرۍ او پانګونې د ملاتړ په برخه کې مهم وباله، او ډاډ یې ورکړ چې د غالۍ صنعت د ودې په برخه کې به اتاق پوره همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د زمري ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د عامل پلاوی د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل په حضور کې، د هېواد د غاليو اتحادیې د مشرتابه پلاوي له غړي ښاغلي غلام فاروق سخي زاده او د هغه له مل پلاوي سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، لیدنه وکړه.
 
ښاغلي سخي زاده، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئيس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ورسره یې د غاليو سکتور او د یادې اتحادیې د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي له اتاق سره د یادې اتحادیې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي سخي زاده او د هغه مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد د اقتصاد په وده او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابرولو کې د غاليو د تولیدوونکو او صادرونکو په ګډون د تاجرانو رول مهم وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د خصوصي سکتور د ستونزو په حل او اسانتیاوو برابرولو کې به هر اړخیزه همکاري کوي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د زمري ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د نظریاتو تبادلې او پانګونې د جلب په موخه د «د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور د پلاوي سوداګریزه ناسته» په کابل ګرند هوټل کې ترسره کړه.
 
په دې ناسته کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا، توشک جوړولو، فرنیچر، سبزیجاتو، نفت او ګاز، لوژستیک، آرایشي توکو، ساختماني، لمریزې انرژۍ او ماشین آلاتو په برخو کې له ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو څخه د زیاتو ارزښت لرونکو تفاهم‌لیکونو لاسلیک وشو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویله، ازبیکستان یې د افغانستان نږدې دوست، د ګډو فرهنګي ارزښتونو لرونکی او یو مهم اقتصادي شریک یاد کړ او د ازبیکستان د تجارتي پلاوي سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم وباله.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان سرتاسري امنیت او سولې، د سیمې او نړۍ پانګوال هڅولي چې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي هاشمي د سوداګرۍ وده، د پانګونې زیاتوالی، د حکومت اړوندو ادارو لخوا د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د اداري پروسیجرونو ساده کول، د پانګونې بالقوه او بالفعل ظرفیتونو، پراخو طبیعي او معدني منابعو شتون، او له سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ د اړیکو پراختیا د افغانستان د اقتصادي اړیکو د نوي فصل نښه وبلله. نوموړي د ازبیکستان سفیر څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزې په صدور کې جدي اسانتیاوې رامنځته کړي.
د اتاق عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعرفو د کمښت په هدف د امضاشوي تجارتي تفاهم‌لیک هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم نورالدین عزیزي، په دې ناسته کې د خپل وروستي ازبیکستان سفر یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې یې د پرمختګ په حال کې وبللې. نوموړي افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا د ترانزیت وصل نقطه وبلله او له افغان او ازبیک سوداګرو یې وغوښتل چې له موجودو فرصتونو ګټه واخلي او په ګډه پانګونه وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د اسلامي امارت له مشرتابه او د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت څخه د خصوصي سکتور د ملاتړ او د بهرني تجارتي سیاستونو د وضاحت له امله مننه وکړه. هغه د افغانستان، ازبیکستان، قزاقستان، آذربایجان، ترکمنستان او ترکیې ترمنځ د ګډې سوداګرۍ اتاق جوړول مهم وباله، څو د افغانستان د تولیداتو صادرات زیات شي، د خصوصي سکتور ستونزو ته ژر رسیدنه وشي او ترانزیتي اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي مهمند، افغانستان د آسیايي هېوادونو د ترانزیت مرکز وباله او د ازبیکستان سوداګر یې وهڅول چې خپل توکي د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته انتقال کړي. نوموړي، اوسنی فرصت د ګډو پانګونو لپاره ارزښتناک وباله.
ښاغلي ای بیک عثمانوف د دې ناستې له تنظیموونکو څخه مننه وکړه او دغه ډول ناستې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهمې وبللې. نوموړي، د افغانستان سرتاسري امنیت د اقتصاد، صنعت او تجارت د ودې لپاره مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کې به له اتاق سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي تاشمتوف، د ازبیکستان د سوداګرۍ د اتاق د صادراتو رئیس، د تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي یادونه وکړه او دا ډول ناستې یې ارزښتناکې وبللې. هغه د خپل سفر اساسي موخه، له افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل مناسبې لارې موندل یاد کړل.
په دې ناسته کې، د یادو شویو ویناوالو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غړو، د ازبیکستان تجارتي پلاوي او د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر پانګوالو ګډون کړی و.
 
 
 
 
یکشنبه، د زمري ۱۲مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د کاپيسا ولایتي اتاق له مشرتابه پلاوي او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې له مشرانو سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
د کاپيسا اتاق مشرتابه او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې مسئولینو، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، د خپلو کاري فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور عمده ستونزې یې له نوموړي سره شریکې کړې.
ښاغلي هاشمي د کاپيسا د اتاق مشرتابه او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د ټولو هېوادوالو سوداګرو ګډ کور وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې باید یو لوی سهمي شرکت جوړ شي، چې پکې د برقي وسایلو ټول اقلام تولید شي.
هغه د سهمي شرکتونو رول د بې‌کارۍ په له‌منځه وړلو او د هېواد په مختلفو برخو کې د ځان بسیاینې لپاره ارزښتناک وباله او له دوی یې غوښتنه وکړه، چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري، تر څو اتاق د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د موجوده ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ۱۳مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی رئیس، د ازبیکستان د سوداګرۍ اتاق د صادراتو رئیس ښاغلي بهادر تاشماتوف او د ازبیکستان د صادراتو اتحادیې رئیس ښاغلي یارقین جان ملکوف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ د ګډو پانګونو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي هاشمي د ازبیکستان د تجارتي پلاوي راتګ ته هرکلی ووایه، د افغانستان اوسنی وضعیت یې د پانګونې لپاره مناسب فرصت وباله، او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي له ښاغلي تاشماتوف څخه وغوښتل چې ازبک تاجران د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج او کرنې د میکانیزه کولو په برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي تاشماتوف د خپل سفر موخه له افغان تاجرانو سره په کانونو، کرنه او د چرګانو د تولید په برخو کې ګډې پانګونې وبلله، او له ښاغلي هاشمي څخه یې غوښتنه وکړه چې د ګډې پانګونې لپاره د ازبک تاجرانو لپاره د افغان شریکانو په موندلو او برابرولو کې همکاري وکړي.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د اوسنیو سوداګریزو اړیکو په اړه معلومات وړاندې کړل او هغه پروګرامونه یې بیان کړل چې اتاق د ازبک تجارتي پلاوي لپاره په پام کې نیولي دي.
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۱مه
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ولایتي اتاقونو د مشرتابه له غړو، د هېواد له پیژندل شویو سوداګرو او د یو شمېر حکومتي ادارو له مسئولینو سره چې د عمومي رئیس د ټاکل کېدو د مبارکۍ لپاره راغلي وو، د اتاق د مشرتابه په دفتر کې، لیدنه وکړه.
 
سوداګرو او مېلمنو ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د ده تر مشرۍ لاندې به د هېواد خصوصي سکتور د سوداګرۍ او اقتصاد په بېلابېلو برخو کې وده وکړي.
ښاغلي هاشمي، د ولایتي اتاقونو د مشرتابه غړو، سوداګرو او مېلمنو راتګ ته هرکلی ووایه، او د خصوصي سکتور د یووالي، د هېواد د اقتصادي ودې، او د شته ستونزو د حل په موخه یې خپله ژمنتیا او هڅې څرګندې کړې.
همداراز، د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي، د خپل سفارت له خوا یو استازی واستاوه تر څو ښاغلي هاشمي ته یوه ډالۍ ورکړي او د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړي او ښاغلي هاشمي ته په کاري چارو کې یې د بریا هیله وکړه.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د زمري ٢١مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...