د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس عمومی د ازبیکستان له تجارتي پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی رئیس، د ازبیکستان د سوداګرۍ اتاق د صادراتو رئیس ښاغلي بهادر تاشماتوف او د ازبیکستان د صادراتو اتحادیې رئیس ښاغلي یارقین جان ملکوف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ د ګډو پانګونو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي هاشمي د ازبیکستان د تجارتي پلاوي راتګ ته هرکلی ووایه، د افغانستان اوسنی وضعیت یې د پانګونې لپاره مناسب فرصت وباله، او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي له ښاغلي تاشماتوف څخه وغوښتل چې ازبک تاجران د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج او کرنې د میکانیزه کولو په برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي تاشماتوف د خپل سفر موخه له افغان تاجرانو سره په کانونو، کرنه او د چرګانو د تولید په برخو کې ګډې پانګونې وبلله، او له ښاغلي هاشمي څخه یې غوښتنه وکړه چې د ګډې پانګونې لپاره د ازبک تاجرانو لپاره د افغان شریکانو په موندلو او برابرولو کې همکاري وکړي.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د اوسنیو سوداګریزو اړیکو په اړه معلومات وړاندې کړل او هغه پروګرامونه یې بیان کړل چې اتاق د ازبک تجارتي پلاوي لپاره په پام کې نیولي دي.
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۱مه