د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د هیواد د ټانکدارانو د اتحادیې له رئیس او غړو سره وکتل

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له محترم محمد علي احمدزي، د ټانکدارانو د اتحادیې له رئیس، او د یادې اتحادیې له یو شمېر غړو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو، کابل کې موقعیت لري، ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
محترم احمدزی د ښاغلي هاشمي د ټاکل کېدو هرکلی وکړ او دا یې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لپاره یو پر ځای او مثبت ګام وباله. نوموړي خپل عمده مشکلات داسې بیان کړل: هغه ټانکونه چې د امارتي ملکیتونو پر ځمکه جوړ شوي د کابل ښاروالۍ له خوا تسلیم شوي او د نفتو موادو د تخلیې لپاره ټاکلی مشخص وخت نه‌دی واضح شوی. هغه د اتاق له عمومي رئیس څخه وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره د اړوندو دولتي ادارو سره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي، د ټانکدارانو د اتحادیې رئیس او غړو ته ښه راغلاست ووایه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د خصوصي سکتور او دولت تر منځ ګډ کور او د اړیکو پُل وباله.
نوموړي د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د سوداګرو رول ډېر مهم وباله. هغه له ټولو ټانکدارانو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، تر څو اتاق وکړای شي چې له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ کې د هغوی د ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.
 
 
 
 
 
شنبه، د زمري ۱۱مه، ۱۴۰۴