ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د محترم میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست په حضور کې، د هېواد له یو شمېر د ترانزیټ او بارچالاني اتحادیې له غړو سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
د ترانزیټ اتحادیې مسؤلینو د یاد شوي سکتور د ستونزو د حل په موخه، د ترانزیټ او بارچالاني د یوې تخصصي کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه، او له لومړي مرستیال څخه یې وغوښتل چې له دوی سره د دغې کمېټې په جوړولو کې همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د ترانزیټ رول د هېوادونو ترمنځ د اقتصاد د ودې او راکړې ورکړې د پراختیا لپاره مهم وباله او د اتحادیې د مسؤلینو وړاندیز یې د ترانزیټ سکتور د ستونزو د ژر حل لپاره یو مثبت ګام وباله.
نوموړي د اتاق د عامل پلاوي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته، د یادې کمېټې د جوړېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي پوپل د اتاق په چوکاټ کې د تخصصي کمېټو د جوړېدو څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او اتاق یې د ټول خصوصي سکتور ګډ کور وباله. نوموړي د اتاق له اساسي قانون سره سم، د ترانزیټ او بارچالاني اتحادیې مسؤلینو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۱مه