د لوګر او غزني ولایتونو د تازه مېوو او سبزیجاتو سوداګرو خپلې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې.

په دې ناسته کې د یادو ولایتونو سوداګرو خپلې ستونزې د تورخم په بندر کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو د نه لومړیتوب په اړه د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د ستونزې د حل په برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خانجان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د افغانستان – پاکستان ګډ اتاق رئیس، د سوداګرو ستونزې تر اورېدو وروسته له هغوی وغوښتل چې خپلې ستونزې دې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، څو اتاق یې د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ د حل لپاره هڅې وکړي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ د زمري ۲۶مه