د افغانستان د صادراتي توکو د هوايي او ځمکني کارګو له لارې د ټولو اروپایي هېوادونو او ځینو نورو هېوادونو ته د لېږد طرحه د ښاغلي میاخیل منګل، د منګل نړیوال بارچلاني او ترانسپورتي شرکت د مسؤول له خوا د اتاق د مشرتابه پلاوي سره شریکه شوه او د اتاق همکاري یې وغوښته.ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ترې وغوښتل چې خپله طرحه په لیکلي ډول د غور او څېړنې لپاره اتاق ته وسپاري، څو اتاق له ارزونې وروسته د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ د هغې د تطبیق لپاره عملي ګامونه پورته کړي.شنبه، د زمري ٢٥مه، ۱۴۰۴