د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس له یو شمېر د ډبرو سکرو له صادرونکو سره وکتل

ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق عمومي رئیس ، له ښاغلي شارجیل د پاکستان د ډبرو سکرو یو سوداګر او له یو شمېر افغان صادرونکو سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي شارجیل او افغان صادرونکو خپلې مهمې ستونزې د کرایې د زیاتوالي، د ګمرکي محصول او د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره د تګلارو د نه فعالېدو په اړه چې ۲۴ ساعته پرانیستي نه دي، یادې کړې او له عمومي رئیس یې غوښتنه وکړه چې د دغو ستونزو په حل او د کرایې د ټاکلو لپاره د یو معیاري میکانیزم په جوړولو کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره د لا زیاتې ترانزیټي اسانتیاؤ په برابرولو کې به هڅه وکړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د زمري ٢٧مه، ۱۴۰۴