ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د اتاق په استازیتوب او د افغانستان د صادراتي مالونو د انتقال لپاره د مناسبو بیو او غوره کارګو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او «بهارمومند کارګو» شرکت سره درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړه.په لومړي ګام کې، یاد شرکت به د افغانستان د صادراتي محصولاتو هوایي انتقالات چین، هند، ترکیې، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته پيل کړي.دوشنبه، د زمري ۲۷مه، ۱۴۰۴