د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د څارنې پلاوي منشي او د غزني ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د تازه میوو اتحادیو له رئیسانو، د میدان وردګو باغ لرونکو اتحاديې او د مڼو یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
د میدان وردګو باغ لرونکو اتحادیې غړیو او د مڼو سوداګرو وویل "په هېواد کې دننه د هېوادوالو د اړتیا وړ او د صادراتو لپاره هم مڼې شتون لري، نو په اوسني وضعیت کې، د بهر څخه د مڼو واردول، د هېواد دننه مڼو تولید ته زیان رسوي. په وارداتي مڼو دی لوړې تعرفې وضع کړی شي، ترڅو د ډیرو مڼو واردلو مخه ونیسي."د لویدیځ حوزې واردوونکو سوداګرو وویل "موږ سره له دی، چې د هېواد د باغ لرونکو ملاتړ کوو، باید ووایو چې په تیر نظام کې، د امنیتي ستونزو او د خلکو اړتیا په نظر کې نیولو سره، موږ د ایران سره د مڼو واردولو تړنونه کړي دي، تر څو د خلکو اړتیا پوره او دوی زیانمن نه شي."
ښاغلي مهمند د ستونزو اوریدو وروسته وویل "موږ د کورنیو تولیداتو لوړتیا او د ملي ګټو پلوي کوو او هم د مڼو واردوونکو سوداګرو څخه غواړو، چې د ملي ګټو او کورنیو تولیداتو پراختیا او لوړتیا په نظر کې نیولو سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي."
په پای کې، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د روان کال مرغومي تر پایه پوری باغ لرونکو او صادروونکو ته چانس ورکړل شي، ترڅو د هېواد تولید شوې مڼې مصرف کړي او تر هغه وروسته د مڼو واردوونکو سوداګرو ته اجازه ورکړل شي، ترڅو بهرنۍ مڼې واردې کړي.
د غونډي په پيل کي کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا لومړی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار د سوداګرۍ اتاق رئیس، د ګمرک او ترانسپورټ رئیسانو او د اقتصادي چارو په برخه کي د مشورتي شورا ټولو غړیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د سوداګرو او صنعتکارانو څخه مننه وکړه، چي د ا،ا،امارت په راتګ سره یې همدلته هیواد کي دننه خپلي سوداګرۍ او پانګه اچونې ته دوام ورکړی او له دوی څخه یې وغوښتل، ترڅو بهر ته تللي سوداګر او صنعتکاران وهڅوي، چي په خبره یې همدلته په ډاډه زړه د هیواد او خلګو د پرمختګ لپاره سوداګرۍ او پانګه اچونې ته دوام ورکړي.
ښاغلي دلدار ځدران او د جلغوزیو نورو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همیشنیو همکاریو څخه د مننې کولو ترڅنګ، چین ته د هوا له لارې د جلغوزیو د انتقال ظرفیت ټیټوالی، د ازبکستان له لارې د صادراتو زیات وخت نیونه، او د انګور اده او غلام خان بندرونو له لارې د جلغوزیو قاچاق د خپلو اوسنیو ستونزو په توګه یادې کړې او په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.
په یاده ناسته کې، د اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو او زړو اوسپنو سوداګرو شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو سربیره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي وړاندیز وکړ، چې هغه مقدار کارول شوې پرزې چې له بهر څخه واردې شوي او ګمرکي طی مراحل يې هم پاس کړی دی باید ګاونډیو هېوادونو ته یې د صادریدو اجازه ورکړل شي. او نورې زړې اوسپنې په هېواد کې دننه د فابریکو لرونکو لخوا د پیرل کیدو وروسته په مصرف ورسیږي.