د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د افغانستان د درملیزو خدمتونو او طبي توکو اتحاديې له رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي کاکړ او ددی اتحاديې نورو غړیو خپلې ستونزې په لاندی ډول بیان کړې:
• د درملو او طبي توکو پیر په موخه بهرنیو هېوادونو ته د پیسو په لیږد کې ستونزې
• په څلور یا شپږ میاشتو کې د مالیاتي بیلانس تصفیې ستونزې
• د بلټۍ په توګه د درملو واردولو ستونزې
• او د هغو درملو لیږد موټرونو ځنډونه چې د په مجاز لست کې ځای نه لري
او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مشرتابه يې غږ وکړ، چې د دوی ستونزې د افغانستان اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او د حل لارې چارې ورته ولټوي.د نوموړې اتحاديې غړیو زیاته کړه "هغو هېوادونو ته چې درمل ځینې اخیستل کیږي، که چیرې د پیسو لیږد ستونزې یې حل نه شي، هېواد به د درملو له کمښت سره مخ شي. همدارنګه، د درملو مجاز لست له مخې یواځې ۱۶۰۰ قلمه درمل هېواد ته د واردولو وړ دي، په داسې حال کې چې په هېواد ۱۲۰۰۰ قلمه درمل په مصرف رسیږي، نو موږ غواړو چې د درملو مجاز لست باندی د تکیې پر ځای که چیرې د درملو په معیار او کیفیت باندی تاکید وشي، ښه به وي."
ښاغلي مهمند او ښاغلي خان جان الکوزي د ستونزو اوریدو وروسته وویل چې دوی پخوا تر دی هم د عامې روغتیا وزارت سره د درملو د کمښت اندیښنې شریکې کړې وي او د درملو اتحادیې له غړیو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په کتبي ډول د اتاق سره شریک کړي، ترڅو د اتاق مشرتابه يې د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره د شریکولو په پایله کې د حل لارې چارې ورته ولټوي.
ښاغلي عطايې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د ښاغلي حسیني راتګ یو نیک ګام وباله او د تیلو او اوبلن ګاز واردوونکو سوداګرو شتو ستونزو، سوداګریزو اړیکو پراختیا او د ایران اسلامي جمهورت له لوري افغان تیل واردوونکو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي عبدالمجید نیازي ، د اقینه په بندر کې د سوداګرو ستونزی په دی دول بیان کڔی: (پخپله د سوداګرو لخوا جوړو شويو هنگرونو کې د بارولو او کۺته کولو اجازه نه ورکول؛ د ځینې ټرانسپورټي شرکتونو موټرو باندې جبري بار وړل چې د باور وړ ندي او نه یو څوک د پیښې په صورت کې مسؤلیت په غاڔه اخلی؛ او په لویو لارو کی د ترنیپورتی خدمتونو او ۺاروالی نا قانونه پیسی اخیستنه) ۺاغلی نیازي د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونی اتاق له مشرتابه څخه وغوۺتل چی د اسلامي امارت اړوندو چارواکو سره په همغگی کی د دوی ستونزو ته د حل لاری چاری ولټوي.
ښاغلي حاجي نصرالله او د مڼو سوداګرو، پداسې حال کې چې د دوی د ستونزو هواري په برخه کې د اتاق د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه، د پاکستان حکومت لخوا په مڼو د لوړې تعرفې په اړه يې اندیښنه څرګنده کړه. او دی ستونزې ته يې د پای ټکي کیښودو په برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي احمديار د هیواد په بازارونو کې د تیلو د بیې لوړیدو په اړه وویل: "د تیلو واردات چې پخوا له ایران څخه کیدل د نړۍ د تیلو نرخونو څخه ټیټ و ، او له ایران څخه د تیلو وارداتو کمیدل د قیمتونو لوړیدو باندې خورا ډیر اغیز کړی." هغه زیاته کړه چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو لوړیدل د نفتي توکو بیې هم اغیزمنې کړي دي.